CRI Online

له شنو پيازو سره هګۍ او د چين په سه چوان ولايت کې خوندورې سرېښناکې وريجې

cri     (GMT+08:00) 2015-04-17 15:02:59

ټولو ته معلومه ده چې هګۍ د انسان لپاره ډېر غذايي خوراک دی او پياز هم يو ډول ښه سبزی دی. شنه پياز نه يوازې د اشپزي په وخت کې تل د مسالې په توګه استعمالېږي، بلکې د انساني روغتيا د ساتنې لپاره هم خاص رول لري. مثلا شين پياز د ميکروب وژلو رول لري. د شنو پيازو د هګيو پخول يو ډول ډېر خوندور خوراک دی او جوړونه يې هم ډېره ساده ده. لومړی درې يا څلور هګۍ چې په کاسه کې ماتې کړئ او و يې لړئ. وروسته دوه شنه پياز پاک ومينځي او ميده ميده يې کړئ، بيا يې له ماتې شويو هګيو سره يو ځای کړي او برابره مالګه پکې ور سره يو ځای ولړئ. وروسته په ديګ کې برابر غوړي واچوئ او ديګ د اور دپاسه کېږدئ، غوړي چې سره شي، نوموړي هګۍ او شنه پياز سره يو ځای په ديګ کې واچوئ او ورو ورو يې ولړئ او اور يې بايد قوي نه وي څو چې د هګيو دوه مخونه ژيړ شي او دننه يې پخې شي او خوش بويي يې رامنځته شي، په دې ډول د هګيو او پيازو خواړه تيارېږي. دغه خوراک نه يوازې ښکلی رنګ بلکې خوند يې هم دی چې د زړو وړو او د ناروغانو لپاره ډېر مساعد او ګټور خوراک ګڼل کېږي. ټولو ته معلومه ده چې د اشپزي لپاره د استعمال مسالې ډېرې زياتې دي، لکه شنه پياز، ادرک، اوږه او داسې نورې مسالې د خوراکونو د خوند زياتولو لپاره ډېر مهم رول لري. خو له بلې خوا نوموړې مسالې هم خپل خاص رول لري. مثلا شنه پياز د ځينو ساري ناروغيو د مخنيوي لپاره ډېره فايده لري. دغه راز که د ډوډۍ خوړلو په وخت کې لږ څه شين پياز وخوري، نه يوازې اشتها به مو زياته شي، بلکې د هضمۍ او کولمو ناروغيو د مخنيوي لپاره هم ګټه لري. همداراز که څوک هره ورځ د ډوډۍ خوړلو په وخت کې يوه يا دوه دانې اوږه وخوري، دا د نس بهيدلو او په پسرلي کې د ځينو ساري ناروغيو د مخنيوي لپاره هم فايده لري.

د سه چوان ولايت د چين په جنوب لويديځه خوا کې واقع دی. په دې ولايت کې هوا معتدله ده او مځکه يې حاصله خيزه ده. شولې د دغه ولايت د عمده غلې دانې په توګه ډېر ښه حاصيلات لري. نو د وريجو خوراکونه د محلي اوسېدونکو تر ټولو نه مهم خوراک ګڼل کېږي. له بلې خوا دغه ولايت د اشپزي په برخه کې ډېر لرغونی تاريخ لري، نو په چين کې د سه چوان خوراک خپل خاص خوراکي سيستم لري او په دې هکله نه يوازې د وريجو بلکې د غوښو او سبزيو د جوړونې په هکله يې په چين کې ډېر شهرت هم موندلی او د چينايانو لخوا پېژندل شوي دي. اوس نه يوازې د چين په بېلا بېلو ځايونو کې بلکې د نړۍ په ډېرو زياتو هېوادونو کې د سه چوان خوراکونو رستورانونه ليدل کېږي. په دې ولايت کې د سرېښناکې ورېجې په نامه خوراکونه ډېر زيات دي، مثلا خوږې سرېښناکې وريجې، د غوښو سرېښناکې وريجې، د نخودو سرېښناکې وريجې او داسې نور ډېر پيدا کېږي او د جوړونې شکلونه يې هم بېلا بېل دي. په دې هکله د سه چوان پنځه رنګه سرېښناکې وريجې يو ډېر خوندور خوراک دی او جوړونه يې په دې ډول ده، د څلورو تنو په حساب لومړی د چرګ نيم کيلو غوښه چې پخه شوي وي، ټوټه ټوټه کړئ، دوه سوه ګرامه ماټر، دوه کچالو، سل ګرامه سور او شين رنګ خواږه مرچ، برابره مالګه، د ادرک نرم تار او د تور مرچ پوډر تيار کړئ. بيا سرېښناکې وريجې د دوو ساعتو لپاره په يخو اوبو کې دم کړئ، کچالو، خواږه، سور او شين مرچ په کوچنيو ټوټو پرې کړئ، وروسته په يو ديګ کې لږ څه غوړي واچوئ او ديګ د اور دپاسه کېږدئ، غوړي چې سره شي، لومړی د چرګ غوښه پکې واچوئ او و يې لړئ. لږ شيبه وروسته ماټر، تيار شوي سرېښناکې وريجې پکې واچوئ او له غوښو سره يې ولړئ، بيا به برابره مالګه ور زياته کړئ، د پنځو دقيقو تر لړلو وروسته يې په برقي ديګ کې واچوئ او برابر جوش اوبه پکې واچوئ او پخې يې کړئ. تر دغه کار وروسته په يو بل ديګ کې برابر غوړي واچوئ او ديګ د اور دپاسه کېږدئ، غوړي چې سره شي، د ادرک ټوټې پکې واچوئ، ادرک چې لږ څه وچ شي، سور او شين رنګ خواږه مرچ او کچالو پکې واچوئ او و يې لړئ او په عين وخت کې برابره مالګه او د تور مرچ پوډر ور زيات کړئ، دغه سبزي چې پخې شي، له ديګ څخه يې راوباسئ او بيا يې له نوموړو وريجو سره يو ځای کړئ او دغه خوراک په دې ډول تيارېږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای