CRI Online

خوندور اش او خواږه کچالو

cri     (GMT+08:00) 2015-05-04 16:00:08

ټولو ته معلومه ده چې له اوړه څخه جوړ شوی اش د ډېرو خلکو له عمده وو خوراکونو څخه دی. دغه ډول خوراک په چين کې خصوصا د چين په شمالي سيمه کې د ډېرو خلکو ډوډۍ پر ميز باندې مهم ځای لري. له مکروني اش څخه جوړ شوي خوراکونه هم بېلا بېل دي. مثلا د ښوروا اش، د سبزي اش، د غوښواش جوړونه په دې ډول ده. لومړی نيم کليو اش، دوه سور بانجان، يو غټ پياز، څو دانې اوږه، دوه سوه ګرامه د چرګ پخه شوې غوښه، لږ څه شين رنګه سبزي چې په خپله خوښه مو ټاکلي وي، برابر سوس، غوړي او مالګه تيار کړي. وروسته نرم اش په ديګ کې واچوئ او تر ممکنه حده پورې يې جلا جلا کړئ او د بخار په واسطه يې پاخه کړئ. کله چې د مکروني اش پاخه شول. په يو لوښي کې يې واچوئ او مکروني يخ کړئ. که اوږده اوږده وي، کېدای شي چې له پنځو سانتي مترو نه لسو سانتي مترو پورې يې قطع کړئ. بيا د چرګ پخه غوښه په کوچني ټوټو پرې کړئ، غټ پياز په نري ټوټو پرې کړئ، شين رنګ سبزي هم په تار پرې کړئ، د سوربانجان پوستکي وباسي او ټوټه ټوټه يې کړئ، اوږه ميده ميده کړئ. وروسته په يو ديګ کې برابر غوړي واچوئ او ديګ د اور دپاسه کېږدئ، غوړي چې سره شي، د چرګ غوښه او سبزي سره يو ځای پکې واچوئ او برابره مالګه ور زياته کړئ. يوه يا دوه دقيقې وروسته يې له ديګ څخه راوباسئ او په يو بل لوښي کې واچوئ. له دې وروسته په يو بل ديګ کې برابر غوړي واچوئ او ديګ د اور دپاسه کېږدئ. غوړي چې سره شي، نوموړی غټ پياز پکې واچوئ، لږ شېبه وروسته سوبانجان پکې واچوئ او و يې لړئ. سوربانجان چې په غوړو کې نرم شو، برابر سوس، مالګه، ميده شوي اوږه او نوموړي مکروني سره يو ځای پکې واچوئ او ورو ورو يې ولړئ او په عين وخت کې لږ څه اوبه هم ورزياتې کړئ. خو يو وار زياتې اوبه په کار نه دي څو چې د مکروني اش ډېر نرم نه شي. ور پسې د چرګ پخه غوښه او سبزي هم ور سره يو ځای ولړئ. کله چې موجودې اوبه د مکروني لخوا اخيستل شوي او مکروني هم ډېر نرم او کلک نه وي، نو دغه خوراک د جوړېدو لپاره تيار دي. دلته د توجه وړ خبره دا ده چې د اوبو اندازه بايد تر ښه کنترول لاندې واچوئ، خو يو وار زياتې اوبه وا نه چوئ.

ټولو ته معلومه ده چې کچالو يو ډول معمولي سبزي ده. خصوصا په ژمي کې ډېر پيدا کېږي او د خلکو د ډوډۍ پر ميز باندې مهم ځای لري. نو له کچالو څخه جوړ شوي خوراکونه هم ډېر دي. خواږه کچالو يو ډول ډېر خوندور خوراک دی او جوړونه يې هم ساده ده او د جوړونې طريقه دا ده چې لومړی دوه يا درې کچالو، درې يا څلور کاچوغه بوره او برابر غوړي تيار کړئ، بيا کچالو ومينځي او پوستکي يې لېرې کړئ، بيا يې برابر ټوټه ټوټه کړئ، وروسته نيم کيلو غوړي په ديګ کې واچوئ او ديګ په اور باندې کېږدئ، خو اور دې لږ څه نرم وي. کله چې غوړي لږ څه سره شي، تيار شوي کچالو پکې واچوئ. کله چې کچالو ژيړ رنګه او پاخه شي، له غوړيو څخه يې راوباسئ. ور پسې بيا په ديګ کې غوړي کم کړئ، بيا يې د ډېر نرم اور دپاسه کېږدئ او بوره پکې واچوئ او ورو ورو يې ولړئ. کله چې بوره په غوړيو کې لږ څه تيز ژيړ رنګ شي، بيا سمدلاسه نوموړو کچالو پکې واچوئ او و يې لړئ چې کچالو جلا جلا شي. په عين وخت کې اور مړ کړئ، بيا يې راوباسئ، نو دا ډول خوراک د خوړلو لپاره تيار دي. د خوړلو په وخت کې ښه به دا وي چې کچالو په يخو اوبو کې لږ غوټه کړئ او بيا يې وخورئ. له دې امله چې په کچالو کې ډېر البومين او ويتامين سي موجود دي چې د دغو دواړو موادو اندازه د منۍ د غذايي موادو د اندازې لس چنده ده. دغه راز په کچالو کې ويتامين بي او د اوسپنې او فاسفورس په ګډون ځيني معدني مواد هم موجود دي چې اندازه يې هم د منۍ په نسبت ډېره زياته ده، نو په ځينو هېوادونو کې کچالو ته تر مځکې لاندې مڼۍ زيرزيميني وايي او په ډېرو هېوادونو کې خلک له کچالو څخه جوړ شوي خوراکونه ډېر خوښوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای