CRI Online

د ميوو او سبزيو سلاد او د بخار په واسطه د کب پخول

cri     (GMT+08:00) 2015-05-04 16:09:54

د سلاد په نامه خوراک اصلا له لويديځو هېوادونو نه چين ته داخل شوی دی. په چين کې دغه ډول خوراک ته لا پراختيا ورکړه شوې ده. ځکه په چين کې د سبزيو او ميوو ډولونه او قسمونه ډېر زيات دي. ويل کېږي چې سلاد د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو د خوښۍ وړ خوراک ګڼل کېږي. له ميوو او سبزيو څخه د سلاد جوړونه اسانه ده، غذايي قوت يې زيات او خوند يې هم ډېر زيات دی. دا سلاد د ميوو او سبزيجاتو ګډ ترکيب دی چې د ستر خوان له پاسه به د مېلمنو لپاره ډېر په زړه پورې رنګ او خوند ولري. د دغه خوراک جوړولو لپاره دغو موادو ته اړتيا ده. البته اندازه يې د کسانو له شمېر سره سم هم زياتېدلای او کمېدلای شي. لومړی، انناس، هندوانه، نارنج يا مالټه، ګازري، بادرنګ، رومي بانجان او شين مرچ تيار کړئ. ور پسې دغه هر يو په کوچنيو ټوټو وويشي چې د هرې برخې اندازه يې د انچ څلورمه برخه وي. د سلاد د برابرولو لپاره د پيالۍ څلورمه برخه بوره او د پيالۍ اتمه برخه سرکه هم په کار ده چې سلاد ور باندې تريو او خوږ خوند پيدا کړئ. دغه ټول مواد له يو بل سره ګډ کړئ. وروسته د ميوو او سبزيجاتو دغه ترکيبۍ سلاد د دوو ساعتونو لپاره په يخچال کې وساتئ. په دې ډول به يو ښکلی زيړ، سور، نارنجي، شين او سپين رنګه ترکيبۍ سلاد برابر کړئ چې هم به زيات خوندور مغذي او اشتها راوړنکې وي او هم به د ډوډۍ د ميز يا د ستر خوان دپاسه ځانله مقام ولري. که چېرې له دغو ترکيبۍ موادو څخه کوم يو د فصل د تېرېدو په وجه په لاس درنشي کولای شي چې د هغه په ځای بل ډول سبزي يا ميوه په سلاد کې ور زياته کړئ.

د غذايت له نظره کب د نورو غوښو په نسبت د انسان روغتيا لپاره ډېره ګټه لري. د علمي څېړنې له مخې د کب په غوښه کې کلسترول د نورو غوښو نه کم دي. خو البومين يې ډېر زيات دی. نو د کب د غوښې خوړل د صحت خصوصا د زړه او د وينې فشار ناروغيو د مخنيوي لپاره ډېر ه ګټه لري. د توجه وړ خبره دا ده چې په ورځني ژوند کې د کب غوښې د خوړلو عادت ساتي. د بخار په واسطه د کب غوښې پخول ډول ډول دي. هغه کب چې په بخار پخول کېږي، ډېر مزه دار وي، د جوړولو طريقه يې دا ده. لومړی دې د سيند يا سمندر څه نا څه نيم کيلو کب، لږ څه مالګه، شنه دنيه، شين پياز، ادرک، اوږه او نيم کيلو غوړي تيار شي. د کب له پاکولو وروسته په چاړه پر کب پرېکړئ. شنه دنيه ميده ميده کړئ، له دې وروسته په ديګ کې برابره غوړي واچوئ څو چې غوړي سره شي، کب پکې واچوئ. کله چې د کب دوه مخونه لږ ژيړ شي، سمدلاسه يې له غوړو څخه راوباسئ او په يو پشقاب کې يې کېږدئ، بيا نوموړې مالګه، ادرک او اوږه پر کب باندې او شاوخوا کې واچوئ او لږ څه اوبه هم ور سره ګډې موي. وروسته بيا دغه پشقاب په يو لوی ديګ کې چې اوبه پکې وي واچوئ. بيا ديګ د قوي اور دپاسه کېږدئ او سرپوښ يې پټ کړئ. تر پنځلس يا شل دقيقې وروسته به کب په بخار کې پوخ شي. د سرپوښ تر خلاصولو وروسته شنه دنيه پر کب باندې وشيندئ. په دې طريقې سره نوموړي خواړه تيارېږي. د دغه خوراک خصوصت دا دی چې د کب غوښه ډېره نرمه او تازه ده او ډېر خوند او ښه بوي لري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای