CRI Online

د سوداګر عزمي په اړه کيسه

cri     (GMT+08:00) 2015-06-02 16:23:55

 سږ کال د چين او افغانستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له شپېتمې کاليزې سره برابر دی. له شپېتو کلونو راهيسې د چين او افغانستان ترمنځ د اقتصادي پرمختګ سره سره د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ نور هم زيات شوی دی. ډېرو افغان سوداګرو له چين سره د علاقې له امله دلته راغلي او خپلې چارې ېې جوړې کړې دي. سوداګر قيوم عزمي له دې جملې څخه يو دی چې د افغانستان له پروان ولايت اوسېدونکی دی او د چين په ايي وو ښار کې يې د پنځلسو کلونو راهيسې سوداګری کوی . اوس پرهغه چين ډېر ګران دی.

 کله چې د ښاغلي عزمي دفتر ته ننوتلم چې د ايي وو ښار د نړيوال سوداګريز مرکز ته نژدې دی،عزمي په چيني ژبه له چينايي دوست ياو سن سره خبرې کولې. ياو سن چې د کسمتيک شرکت خاوند دی، له ښاغلي عزمي سره د څو کلونو راهسې ټينګه دوستي لري.له عزمي سره د لومړۍ کتنې د يادونې په ترڅ کې هغه وويل  په ١٩٩٩ کال کې ايي وو ښار ته د تلونکې لومړۍ ډلې افغان سوداګر په توګه وګڼل شو او بڼه يې لکه يو کليوال دی چې افغان سپينې ملي جامې يې اغوستې او اوږده ږيره يې درلوده.په زړه کې مې فکر وکړ چې دغه کس به له کوم ځای څخه راغلی وی؟

شپاړلس کاله دمخه د چين د ايي وو ښار اقتصاد د کورني بازار لپاره له خدمت کولو څخه د بهرنيانو لپاره پر خدمت بدل شوی دی او د دې ښار په ګوټ ګوټ کې بهرنيان لږ ليدل کېدل.ځوان عزمي د ډېرو ستونزو له ليری کولو وروسته ايي وو ښار ته ورسيد.چين ته د راتګ د لامل د يادونې په ترڅ کې هغه وويل

جنګ وو، نو خلکو نشوای کولای چې خپل کورونه جوړ کړي اويا خپل مارکيټ جوړ کړي.ځکه حالت ښه نه وو، د چين مالونه زموږ افغانستان کې پخوا هم د سوداګرۍ په مارکيټونو کې وو.د چين مالونه چې قيمتونه يې ښه دي کيفيت يې هم بد نه دی، نو په هغه واسطه باندې کله چې مونږ وليدل چې د چين مالونه د افغانستان مارکيټ کې ښه اخيستونکي لري، نو له يو پاکستانی ملګری سره مې تماس ونيو او ور سره خبرې مې وکړې او بياور سره چين ته راغلم.

ايي وو ښار چې په هغه وخت کې يې د چين د کوچنيو توليداتو د راغونډولو مرکز په توګه شهرت موندلی و ، د ګڼ شمېر بازارونو او کوچنيو توليداتو د شتون له امله زيات بهرنيان جلب کړي وو .ښاغلي عزمي چې تازه ايي وو ښار ته رسېدلی و، هم ور سره ډېرې علاقې پيدا کړې وې.هغه وويل ،کله چې موږ راغلو دلته موږ چې د ايي وو په بازارونو کې د مالونو قيمتونه وکتل او لکه چې د افغانستان په بازارونو کې کوم قيمتونه د مالونو وو،نو ډېر زيات تفاوت يې سره درلود، نو په دې توګه مونږ علاقه وښوده چې بايد له چين سره خپلې تجارتي اړيکې زياتې کړو او روابط او تګ راتګ هم زيات کړو.

عزمي هم له دغو کوچينو توليداتو څخه د چين د اقتصادي پرمختګ پټ استعدادونه وکتل او په ٢٠٠٠ کال کې يې پرېکړه وکړه چې په ايي وو ښار کې د سوداګريز شرکت دفتر جوړ کړ.خو د ښاغلي عزمي لپاره که څه هم ډېرې ستونزې موجودې نه وې، خو تر ټولو لويه ستونزه يې دا وه چې په چيني ژبه يې نه پوهېده.هغه وويل

ستونزې وې، ځکه موږ د افغانستان نه کله چې ما غوښتل د خپل شرکت برانچ جوړه کړم ، نو چينايان زموږ په افغاني جواز باندې نه پوهېدل، ځکه موږ اکثريت په پښتو، فارسي او انګليسي باندې جوازونه ليکلو، نو ستونزې وې.

سربېره پردې ډوډۍ او خوراک خوړل هم د ده پر مخ بله ستونزه وه. هغه وويل ،په هغه وخت کې چې موږ راغلی وو، دلته د ډوډۍ ستونزه وه ، لکه د راستورانتونو او اسلامي راستورانټونه کم وو.په ايي وو کې يو کوچنی راستورنټ و چې په يو کور کې وو، نو موږ اکثره افغانان او پاکستانيان به هغه کور ته ورتلو، هلته مو ډوډوۍ خوړله.

د دغو مسئلو د ليری کولو لپاره ښاغلي عزمي په ځايي سيمه کې يوه مسلمان شپز او يو ژباړونکي ګومالي و چې په فارسي او انګليسي ژبو پوهېده. د پر له پسې کوښښو او هڅو په پايله کې د دوی ټولې هغه ستونزې له منځه ولاړې .

د چمتوالي دريو مياشتو کارونو تر بشپړولو وروسته د ده شرکت په رسمي توګه جوړ او فعاليت پيل وکړ. سوداګريزې چارې يې په سالم ډول پرمخ روانې وې. له ٢٠٠٠ کال څخه تر ٢٠٠٥ کاله پورې په منځنۍ توګه هره مياشت د ده د شرکت له خوا د ليږدول شويو کانتينرونو شمېر له لسو څخه تر دوولسو پورې و او کلني عايدات يې شاوخوا تر دېرش مليونه ژن مين بی يوانو رسيدلی. کارکوونکې پېغلې لي وويل ، د خوږو او ښکلاساماالاتو په اړه د تر لاسه شويو سپارښتنو شمېر ډېر و چې د ځينو ارزښت يې تر څو مليونو يوانو رسيده او ځيني يې څه باندې درې لکه يوانه و.د تر لاسه شويو سپارښتنو د شمېر له لحاظه زموږ سوداګريزې چارې ښې وې.

د سپارښتنو د زياتېدو سره سره د ده شرکت پرمختګ عادي مدار ته ننوتلی و، خو ښاغلي عزمي پردې قانع نه و. په ٢٠٠٥ کال کې يې په کابل کې د چين د سفارت د بيا پرانيستلو وروسته د چين د ويزې اخيستلو چارې هم په هر اړخيزه توګه اعاده او سانه شوې چې په پايله کې چين ته د تلونکو افغان سوداګرو شمېر هم ور سره زيات شو. ښاغلي عزمي د دې فرصت څخه په ګټه اخيستلو سره ور سره همکارۍ پياوړې کړې چې د شرکت پرمختګ يې هم نوی پړاو ته ننوتلو. هغه وويل چې زياتره نوي همکاران له افغانستان څخه راغلی او لږه برخه يې په اروپا، امريکا او منځني ختيځ کې اوسېدونکي سوداګران وو. د دغو همکارانو د زياتېدو له امله د کانتينرونو شمېر هم په چټکه توګه زيات شو. هغه وويل د چينايي مالونو شمېر زيات شو، نو زموږ مالونه هم زيات شول ، افغانستان ته.په هغه وخت کې موږ لس کانتينرونه په يوه مياشت کې لږل خو دا شمېره شلو او دېرشو کانتينروته لوړه شوه او اوس ٨٠ او ١٠٠ کانتينرو ته لوړه شوې، ځکه په چين کې د مالونو توليدات زيات شوي او په افغانستان کې هم مارکېټ او بازاري اړتياوې زيات شوې وې.نو په دې خاطر په يو کال کې زموږ د مالونو شمېر زرو کانتينرونو ته ورسيد.

د خپلو چارو د نوي پرمختګ پر وړاندې هغه هم نوی پلان پيل کړ.هغه وويل چې په دې وروستيو کلونو کې د افغانستان په دننه کې امنيتي وضعه ښه شوې او اقتصاد لږ څه پرمختګ موندلی دی.نو لوړ کيفيت لرونکو توليداتو ته هم د خلکو لېوالتيا وې زياتې شوې دي.نو په ٢٠٠٩ کال کې هغه له خپل ورور سره يو ځای د مې دي نومې د ډله ييز شرکت سره د همکارۍ لپاره ګوانګ جو ښار ته ولاړ چې په پايله کې له هغه وخت څخه تر اوسه پورې دواړو خواوو د شپږو کلونو راهيسې همکاري لري. اوس د ښاغلي عزمي په مشرۍ شرکت په افغانستان کې د دې شرکت استازی دی.د ده د لاس ته راوړنو د يادونې په ترڅ کې د ده همکار عبدالقيوم توراب غوربنديوال وويل ، باوري سړی دی.د ٢٠٠٢ کال څخه راپدېخوا چې ديارلس کاله کيږي چې دا کمپني خلکو ته ډېر ښه خدمتونه وړاندې کوي، او دا په ترانسپورتي برخه کې دی يعنې انتقالات کوي.که چېرته څوک ور ته خپل مالونه تسليم کړي، نو د کراچۍ او يا هم بندر عباس له لارې يې په ډېره ټيټه بيه انتقالوي.

د اعتماد او زيار ايستلو په اتکا سره ښاغلي عزمي اوس په ايي وو ښار کې دوه شرکتونه جوړ کړی.د ده ورور او دوه زامن هم له افغانستان څخه چين ته راغلي او ور سره د دغو چارو په پراخوالي کار او هڅې کوي.لږه موده دمخه په ګوانګ جو او شانګ های ښارونو کې يې د شرکتونو فرعي څانګې هم پرانيستلې.هغه وويل چې نيکمرغه يم چې ايي وو ښار مې غوره کړ او دا ځای مې د خپلو چارو د پيل ډګر وټاکه.اوس مهال په چين کې د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند او ورېښمو سمندري لارې په اړه د ستراتيژۍ په رڼا کې دغه ښار لازياتو افغان سوداګرو ته ډېر ښه فرصتونه برابروي. ښاغلي عزمي وويل ، کله چې د ورېښمو لاره د افغان تجارانو پرمخ خلاصه شي، نو دا به ډېره د افغانستان د سوداګرو په کټه تمامه شي، له دې سره به زمونږ هېواد پرمختګ وکړي او د وطن د راتلونکې لپاره به زياتې ګټورې پايلې ولري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای