CRI Online

د کورني د حفظ الصحي او روغتيا ترمنځ روابط او ناوړه خوراک د سرطان د پېښېدو سبب دی.

cri     (GMT+08:00) 2015-06-29 10:29:14

زموږ په نظر په کورني ژوند کې حفظ الصحي ته پاملرنه کول د کورني غړيو د روغتيا لپاره ډېر اهميت لري. انسان په ژوند کې دوه لاسونه د بدن د نورو برخو په نسبت له بېلا بېلو شيانو سره تماس لري، نو ځکه پر لاسونو باندې ميکروب ډېر زيات وي. ښه به دا وي چې له بهر او کار نه کور ته تر رسېدو وروسته بايد لومړی خپل لاسونه ومينځئ څو چې ميکروب کم او لېرې شي. خو ځيني کسان د لاس د مينځلو عادت نه لري، دوی چې کور ته راشي، په هر شي لاس ووهي او ماشوم په غيږ نيسي. دوی نه پوهېږي چې د خپل همدې عمل په اثر د ځينو ساري ناروغيو ميکروب کور او ماشوما ته ورلېږدوي. زموږ بل نظر دا دی: کله چې له بهر نه کور ته راځي، هم بايد خپل بهرني جامې وباسي، ځکه چې بهرني جامې کرغيړنی شوی دی. ځيني خلک دا بد عادت لري چې د ستړتيا له امله پر کټ باندې پريووزي. دوی نه پوهېږي چې دا به د پوستکو ناروغۍ د رامنځته کېدو سبب شي. پرته له دې نه په کور کې شيان او سامانونه دې ښه ترتيب او ځای پر ځای شي. دا د کورني حفظ الصحي د ساتنې لپاره هم لازمه ده. ځيني ښځې کله کله دا عادت لري چې له بهر نه اخيستل شوي شيان لکه سبزي، غوښې او داسې نور په خپله خوښه د ډوډۍ خوړلو پر ميز باندې ږدي او خامې او پخې غوښې يا سبزي په يوه ټکري کې اچوي. ځيني د ډوډۍ پخولو په وخت کې په يوه چاړه خامې او پخې غوښې او سبزي پرې کوي، دا هم ښه عادت نه دی. ځکه په خامو سبزيو او غوښو کې د ځينو ساري مرضونو مثلا د ځګر او پيچ د ناروغيو ميکروبونه موجود دي. که دې ته متوجه نه شي، نوموړې ناروغۍ به راپيدا شي.

د طب پوهانو په نظر د خوراکونو ناوړه پخلي او ناوړه خوراک کله کله د انسان لپاره د مهلکو ناروغيو د پيدا کېدو سبب ګرزي. له تحقيقاتو او څېړنو څخه څرګنده شوې چې د مختلفو خوراکونو د جوړښت او د خوړلو بېلا بېل غلط سيستمونه د سرطان د نا علاجه ناروغيو په رامنځته کېدو کې ډېره اغېزه لري. د سرطان مکروب چې د پوپنک شويو شيانو د خوړلو په ترڅ کې د انسان بدن ته داخلېږي، خلک ور ته عموما زياته توجه نه کوي. باسي او خوسا شوي خواړه، پوپنک شوې ميوې، ډېر مالګين خوراکونه او د خوړلو خراب عادت د سرطان يا کينسر د ناروغيو د پيدا کېدو يو مهم عامل ګڼل کېږي. د دغو عواملو په اثر رامنځته شوی سرطان ژر نه کشف کېږي. د رامنځته کېدو وخت يې نسبتا اوږد وي او تاثيرات يې وروسته وروسته راڅرګندېږي. نو سوال دا دی چې د خوړلو بد عادت څه ډول دی؟ بايد پاملرنه وکړي چې ژر ژر او هله هله ډوډۍ خوړل، تاوده تاوده خوراکونه خوړل، ډېر مالګين خوراکونه او په غوړيو کې ډېر سره شوي خوراکونه خوړل هغه عادت دی چې دغه ډول نا علاجه ناروغۍ ترې پيدا کېږي. د اړوندو پوهانو د علمي څېړنو له مخې د تاودو خوراکونو خوړل د ستوني سرطان پيدا کوي. دغه راز باسي او څو ورځو نه پاتې شوي خوراکونه هم د انسان د روغتيا لپاره زهر دی. د طب پوهانو په نظر پوپنک شوي وچې او تازه ميوې، غله دانې او غوړي د ځګر د سرطان د رامنځته کېدو مهم سبب دی. کنسروه شوي خوراکونه د معدې سرطان په پيدا کېدو کې څرګند رول لري. د توجه وړ خبره دا ده چې په غوړيو کې سره شوي خوراکونه چې غوړي يې څو څو ځله استعمال شوي وي، ډېر سرطاني مواد لري. د معلوماتو له مخې په ځينو پرمختللو هېوادونو کې د کولمو سرطان د زياتېدو په حال کې دي چې يو مهم علت يې د زياتو پورتنيو خوراکونو خوړل ثابت شوي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای