CRI Online

خوراکونه او روغتيا او د اشپزي په اړه د مسالې خاص رول

cri     (GMT+08:00) 2015-06-29 10:36:41

د ډېرو خلکو لپاره الوګان يو ډول معمولي سبزی دی. خو زيات خلک په دې نه پوهېږي چې د غذايت له نظره دا يو ډول ډېر ښه غذايت لرونکی خوراک دی. په الوګانو کې ډېر البومين او ويتامين سي موجود دي چې د دغو دواړو موادو اندازه يې د مڼو د غذايي موادو د اندازې لس چنډه ده. دغه راز په الوګانو کې ويتامين بي او د اوسپنۍ او فاسفورس په ګډون ځيني معدني مواد هم موجود دي چې اندازه يې هم د مڼو په نسبت ډېره زياته ده. نو په ځينو ځايونو کې الوګانو ته د مځکې لاندې منۍ زيرزميني وايي. د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې خلک دله الوګانو څخه جوړ شوي خوراکونه ډېر خوښوي. مثلا په هالنډ کې په دولتي مېلمستيا کې د الوګانو څخه جوړ شوي خوراکونه د ډوډۍ پر ميز باندې مهم ځای لري. دغه راز په روسيه، منځنۍ اسيا او بريتانيا کې ټول خلک د الوګانو څخه د جوړ شويو خوراکونو سره خاصه مينه لري. نه يوازې په کورونو کې د ډوډۍ پر ميز بلکه په لويه مېلمستيا کې هم د الوګانو څخه جوړ شوي ډول ډول خوراکونه ليدل کېږي. په هنګري کې يو ډول خوراک چې د الوګانو، پياز او د غواي له غوښې څخه جوړېږي، د خاصو او محترمو مېلمنو لپاره راوړل کېږي. نو ځکه ويل کېږي چې الوګان د جوړونې لپاره هم ډېر استعمالېدای شي. پرته د الوګانو نه زموږ په ورځني ژوند کې هم نور زيات خوراکونه زموږ د روغتيا لپاره ډېره ګټه لري.

ټولو ته معلومه ده چې ادرک، اوږه، پياز، سرکه، بوره او داسې نورې مسالې د خوراکونو د خوند زياتولو لپاره رول لري. خو ممکن ځيني خلک په دې نه پوهېږي چې مسالې نه يوازې د خوراکونو خوند زياتوي، بلکې د ژوند په نورو برخو کې خاص رول هم لوبوي. زموږ په ژوند کې د رخصتۍ په ورځو کې خلک عموما غواړي چې مشهور تاريخي اثارو او ښکلي ځايونو ته سفر وکړي، خو د خواشينۍ وړ خبره دا ده چې ځيني خلک د سفر په ترڅ کې د ګنګس توب ناجوړتيا لري، دلته په يوې طريقې نوموړيې ناجوړتيا لېرې کولای شي. که کوم ځای ته لاړ شي، يوه ټوټه ادرک په خوله کې وساتي يا ادرک په يوې ټوټې په مړوند باندې د پنځو يا شپږړ سانتي مترو په شاوخوا کې وتړي، نو د سفر په ترڅ کې به د تهوع مخه نيولای شي.

ټولو ته معلومه ده چې اوږه د ميکروب وژلو خاص رول لري، مثلا د اوږې خوړل د پيچ او د دماغ پردې د پړسوب د مخنيوي لپاره ګټه لري. همدا راز که خلک هره ورځ د ډوډۍ خوړلو په وخت کې يوه يا دوه دانې اوږه وخوري، دا د نس د بهېدلو او په پسرلي کې د ځينو ساري ناروغيو د مخنيوي لپاره ډېره فايده لري. دغه راز شين پياز د ځينو ناروغيو په ضد موثر تمامېږي. که د ډوډۍ خوړلو په وخت کې لږ څه شين پياز وخوري، نه يوازې اشتها به مو زياته شي، بلکې د هاضمې او د کولمو ناروغيو د مخنيوي لپاره هم ګټه لري. برسيره پر دې سرکه هم ډېر ښه شی دی. که د بدن مينځلو په وخت کې لږ څه سرکه په اوبو کې واچوي، نو د بدن تر مينځلو وروسته پوستکی به ډې ښوی ښکاره شي. که له خوب دمخه د پښو مينځلو په وخت کې په اوبو کې لږ څه سرکه واچوي، نو تر پښو مينځلو وروسته نه يوازې ستړيا بلکې د پښې بد بوی هم لېرې کېدای شي. وروستې خبره دا ده چې ځيني خلک د بې خوبۍ ناروغي لري او د دوا په اتکا خوب کوي. دا به حتما صحت تاوان ورسوي. يوه ساده طريقه دا ده چې که هره شپه له خوب مخکې يوه پياله د بورې اوبه وڅښي، بې خوبي به لېرې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای