CRI Online

د روغتيا ساتنې په هکله د چين عنعنات او تجربې

cri     (GMT+08:00) 2015-06-29 10:45:00

چين له پخوانې زمانې نه راهيسې د انساني روغتيا ساتنې په برخه کې زياتې ښې تجربې او غوره عنعنات لري او د حقايقو په اساس دغه عنعنوي طريقې د صحت او روغتيا ساتنې لپاره ګټورې اوثابتې شوې دي. د چين په لرغونې زمانه کې زموږ اسلافو ويلي و چې د سترګو ګاټو بايد تل حرکت ورکړو، د هغوي عقيده داوه چې د سترګو د ګاټو پر له پسې حرکت د سترګو ناروغيو، لېرې او نژدې نظر د خرابېدو مخنيوی کوي. دغه طريقه په دې ډول ده چې د سترګو ګاټې لومړی له کيڼۍ خوا نه ښې خوا ته او له ښې خوا نه کيڼې خوا ته واوړي، بيا له لاندې خوا څخه پورته خوا ته او له پورته خوا نه ښکته خوا ته په پر له پسې توګه واړوي راواړوي. مګر داسې چې سر او ورميږ ور سره حرکت و نه کړي. دغه حرکت بايد پنځه لس ځله تکرار شي. وروسته دواړه سترګې د لږ وخت لپاره پټې کړي او بيا يې خلاصې کړي. دوهمه عنعنوي طريقه د مخ مساژ دی. مخ بايد تل مساژ شي، زموږ نيکونو به ويل د مخ مساژ کول ناروغتيا لېرې کوي او د مخ د پوستکي د ګونجو او کوچينيو داغونو د پيدا کېدو مخه نيسي او د مخ پوستکي ځلانده ښکاري. دغه طريقه په دې ډول ده چې دواړه لاسونه لومړی يو له بل سره ښه ومښي. کله چې د لاس ورغوي تاوده شي، مخ ور باندې له لاندې نه پورته او له پورته نه ښکته خوا ته ورو ورو مساژ کړي. دغه حرکت بايد تر ديرشو ځلو پورې تر سره شي. درېيمه طريقه دا ده چې سر دې تل ږمنځ شي. زموږ د مشرانو عقيده دا وه چې سر ږمنځول سترګې روښانه ساتي او د سر دردۍ مخه نيسي. څلورمه طريقه دا ده چې غوږونه دې تل وټکول شي. زموږ مشرانو ويلي و چې تل د غوږونو ټکول د سر ګرزېدلو او د غوږونو د شنګار مخه نيسي. دغه طريقه په دې ډول ده چې د دوو لاسونو په ورغووو خپل غوږونه پټ کړي او د لاس د اشاري ګوټه پر منځنې ګوټې باندې کېږدئ او ورو ورو باندې د سر شا ته برخه تر شلو ځلو پورې وټکوي. پنځه طريقه دا ده چې د غاشونو چيچيل د انسان غاښونه کلک او مظبوط او له درد څخه لېرې ساتي. دغه طريقه ساده ده، لومړی لاندې او پاسني ژامي په يو بل ټينګې ونښلوي او لږ څه فشار ورکړي او بيا په مخکنيو غاښونو هم دغه حرکت تکرار کړي او تر شلو ځلو پورې يې تر سره کړي. شپږم دا چې ژبه تل په خوله کې وزبيښئ. زموږ نيکونو به د خولې اوبو ته زيات اهميت ورکاوه او عقيده يې درلوده چې د خولې اوبه د بدن ډېر ارزښناک مواد دي. ژبه په شونډو، غاښونو او تالو پورې ومښي تر څو په خوله کې اوبه پيدا کړي او بيا دغه اوبه ورو ورو په څو څو ځلو د ستوني څخه تېرې کړي. دا به مو د بدن د روغتيا لپاره ډېرې ګټورې وي. اومه طريقه دا وه چې خپل نس تل مساژ کړي. په لرغونې زمانه کې به خلکو ويل چې د نس مساژ کول په بدن کې د وينې جريان لار هواروي او د هاضمې لپاره ګټه لري. دغه طريقه په دې ډول ده چې دواړه لاسونه يو له بل سره ومښې کله چې لاسونه تاوده شي، يو پر بل باندې يې کېږدئ او د لاس ورغوي په خپل نامه ټينګ کړئ او ورو ورو يې تر پنځوس ځلو پورې ومښئ. اتم، بايد تل د پښو تلي مساژ وکړي. زموږ مشرانو به ويل چې د پښو تلي مښل د پختورګۍ يا بډوډي او د اعصابو د تقويي او د بې خوبۍ ورکولو لپاره ډېره فايده لري. دغه طريقه په دې ډول ده چې دواړه پښې پاکې پر منځئ او بيا د لاس په ورغوي د پښو تلي په مسلسل ډول مساژ کړئ. د هرې پښې تلي بايد له پنځوس نه تر سلو ځلو پورې ومښئ. ښه به دا وي چې له خوب دمخه دغه خفيف ورژش وکړي.

پورتني طريقې د انسانانو د روغتيا لپاره ډېرې ګټورې دي. که د تفريح يا د ساعتېرۍ په وخت کې دغه حرکت اجرا کړي او د اوږدې مودې لپاره يې تکرار کړي، بدن به مو روغ او سالم پاتې شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای