CRI Online

د ماشومانو د خوراکونو په باب څه تجويزونه

cri     (GMT+08:00) 2015-06-29 10:51:55

د دغه موضوع په هکله دوه برخه ويشل کېږي. لومړی، زموږ په کورني ژوند کې ځيني پلرونه او ميندۍ تل په دې خوشحالېږي چې خواږه او قندلرونکي خوراکونه لکه ډول ډول شيرني او چاکليت خپلو ماشومانو ته ورکړي. ماشوما هم له دغو خوراکونو سره زياته مينه لري. البته يوه اندازه بوره د ماشومانو د ودې لپاره ضروري ده، ځکه بوره په بدن کې د تودوخې د رامنځته کېدو يوه مهمه وسيله ده. خو که د ماشومانو په بدن کې د قندي موادو اندازه ډېره زياته شي، د ماشومانو لپاره به د زيان سبب شي. ځکه د زياتو خواږو خوراکونو يوه برخه له خوړلو وروسته د ماشومانو په خوله کې پاتې کېږي چې د لږ وخت په تېرېدو سره خرابېږي او د ماشومانو د غاښونو د رژېدو او د خولې د نورو امراضو سبب کېږي يعنی د ماشوم په خوله کې ډول ډول مکروب پيدا کېږي او د زياتو ناروغيو د پيدا کېدو لپاره زمينه برابروي. همدا راز د زياتو خواږو خوراکونو د خوړلو په نتيجه کې به د ماشومانو په بدن کې ويتامين بي له منځه لاړ شي او کلسيم به کم شي. په دې اثر به نه يوازې د ماشومانو سترګې کمزوری شي، بلکه اشتها به يې هم وسوځېږي. په دې کې يو بل ضرر دا دی چې د ماشوم د قد جګوالی به تر زيات تاثير لاندې راوستل شي. دوهمه مشوره دا ده: هر کله چې د دوبي موسم راځي، هوا ډېره تودېږي. په دې موسم کې ټول ماشومان د يخو خوراکونو د خوړلو او د يخو شربتونو د څښلو زياته مينه لري. په دې هکله دې ميندۍ او پلرونه زياته توجه وکړي چې ماشومانو ته د دغسي خوراکونو يا شربتونو د زيات خوړلو څښلو اجازه ور نه کړي شي. ځکه د ماشومانو معده ډېره نرمه ده، که زيات يخ خوراکونه پکې ځای شي، نو معده يې انقباض کوي او راغونډېږي، د معدې شيره او د هاضمې طاقت به يې کم او کمزوري شي. يو شمېر ماشومان چې ډېر ضعيف او غذايي موادو د کمبود سره مخامخ دي، علت يې همدغه دي.

زموږ په ټولنه کې د زيات شمېر خلکو عقيده دا ده چې که ماشوم يې چاغ او په غوښو پټ وي، نو صحت به يې هم ښه وي او که ماشوم يې چاغ نه وي، نو دا به د ناروغۍ نښه وي. کله کله په کتابونو، ورځپاڼو او ټلويزيوني پروګرامونو کې ډېر ښکلي چاغ ماشومان ښکاري چې د لويانو زياته مينه راجلبوي. خو حقيقت دا دی چې د هر ماشوم په بدن د غوښو پنډونه د ده د روغتيا علامه نه ده او نه د هر ماشوم بې غوښو بدن د ناروغتيا او مرض پيغام دی. نه شو ويلای چې ګواکي ټول چاغ ماشومان روغ او ټول ډنګر ماشومان په ناروغيو اخته دي. که ماشوم ډېر خوراکونه وخوري او ډېر چاغ وي، نو دغه کار تر يوې اندازې پورې د دوی لپاره ډېر خطرناک دي. د طبي څېړنې له مخې هغه ماشوم چې د وړوکتوب په وخت کې ډېر چاغ او وزن يې ډېر زيات وي. نو کله چې لوی وی، د دوی د وينې د لوړ فشار او د وينې د رګ د ناروغيو د پېښېدو ميزان د هغو کسانو په نسبت چې د بدن وزن يې عادي دي، ډېر لوړ وي. دغه راز د نوموړو چاغو ماشومانو په منځ کې چې عمر يې د لسو نه تر شلو کالو پورې وي، ډېر امکان شته چې ځيني يې وينې د لوړ فشار په ناروغۍ اخته شي. د اړوندو پوهانو په نظر د وړوکتوب په وخت کې د چاغوالي د ناروغۍ علاج د لويانو په نسبت ډېر مشکل کار دی. نو پلرونه او ميندۍ بايد په چاغو ماشومانو باندې پروتيني لرونکي خوراکونه کم کړي او د هغوي په ځای دې ماشومانو ته ځيني تازه سبزي او ميوې ورکړي. دغه راز پلار او مور دې د ورزش لپاره دوی ته تشويق کړي تر څو دوی لږ څه ډنګر او بدن يې پياوړی شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای