CRI Online

بايد پر چاغوالي باندې غلبه ومومي.

cri     (GMT+08:00) 2015-08-11 20:01:29

هر کال د نومبر څوارلسمه نيټه د قند ناروغۍ په نامه نړيواله ورځ ده. سږنۍ موضوع يې د قند ناروغۍ د مخنيوي لپاره بايد پر چاغوالي باندې غلبه ومومئ. د روغتيا د نړيوال سازمان د اټکل له مخې اوس به ټوله نړۍ کې تقريبا يو سلو اويا مليونه خلک د قند په ناروغۍ اخته دي او تر ۲۰۲۵ کاله پورې به نوموړی شمېر درو سوو مليونو ته زيات شي. ويل کېږي چې چاغوالی د قند ناروغۍ يو مهم سبب دی او پخپله هم يو ډول ناروغي ده. د څېړنې له مخې د هغو کسانو په نسبت چې د بدن وزن يې برابر دی، د چاغو کسانو په سلو کې د پنځوس برخو کسان به په راتلونکې کې د قند په ناروغۍ اخته شي. دغه راز د قند ناروغانو په سلو کې د اتيا برخو وزن له معياري وزن څخه اوښتی دی. اوس په نړۍ کې يا په پرمختللو يا پرمختيايي هېوادونو کې د چاغوالي مسئله د ټولو لپاره د توجه وړ مسئله ګرځېدلې ده. د اړوندو ارقامو له مخې اوس په ټوله نړۍ کې د يو مليارډ وګړو د بدن وزن له معياري وزن نه زيات دي. د اړوند اټکل له مخې اوس په چين کې د هغو کسانو شمېر چې چاغ دي، يا وزن يې له معياري وزن نه زيات دي، په جلا جلا توګه څه دپاسه دوو سوو مليونو او شپېتو مليونو تنو ته رسېدلی دی. دغه راز په ښارونو کې د اوسېدونکو د چاغوالي ميزان په سلو کې دېرش برخه نيسي. د څېړنې له مخې د جسمي کار کمبوالی او ناسم خوراک د چاغوالي مهم علتونه دي. نو ويل کېږي چې د قند ناروغۍ د مخنيوي لپاره خلک په ورځني ژوند کې بايد خپل وزن کنترول کړي. دغه راز د قند ناروغانو لپاره د خپل وزن کمول د خپلې ناروغۍ د علاج لپاره يو مهم هدف ګڼل کېږي. ويل کېږي چې د معياري وزن او مساعد ورزش ساتل د قند ناروغۍ او د نورو ناروغانو د مخنيوي لپاره تر ټولو نه ډېره موثره لار ده.

د سينګاپور د سرطاني ناروغيو څېړنې مرکز خبر ورکړ چې په دې وروستيو وختونو کې دغه مرکز د هېواد شپږ زرو تنو اړوندو ډاکترانو ته خبر ورکړ چې د تازه څېړنې له مخې سګريټ څکل د انسان لپاره د مرګ رسوونکي خطر معنی لري. د څېړنې له مخې سګريټ څکل د بدن ټولو جهازونو ته زيان رسوي او حتی د لږ تر لږه لسو سرطانونو سبب کېدای شي. نو نوموړي مرکز غوښتنه وکړه چې ټول اړوند کارپوهان او ډاکټران د سګريټ له څکلو څخه دې ډډه وکړي او د دې ناوړه مادي د څکلو پر ضد دې تر ټولو مخکې شي. نوموړي مرکز وويل چې د امريکا د يوې طبي جريدې د تازه څېړنيز راپور له مخې د سګريټ څکل د معدې سرطان، د بډوډو سرطان او د وينې سرطان د رامنځته کېدو سبب کېږي. په نوموړي راپور کې هم دارنګه ويل شوي چې د هغو نارينه وو په نسبت چې سګريټ نه څکي، د سګريټ څکوونکو نارينه وو عمر به ديارلسو اعشاريه دوه کاله کم شي، د هغو ښځو په نسبت چې سګريټ نه څکي، د سګريټ څکوونکو ښځو عمر به څوارلس اعشاريه پنځه کاله کم شي. د سينګاپور د روغتيا ساتنې ادارې د پخواني اټکل له مخې په سينګاپور کې هره ورځ اووه تنه کسان د بېلا بېلو هغو ناروغيو په اثر مړ کېږي چې د سګريټ څکلو له امله رامنځته شوي دي. خو اوس نوموړې ادارې دا نظريه څرګنده کړه چې د تازه اړوندې څېړنې له مخې نوموړی شمېر به نور هم زيات شي. د توجه وړ خبره دا ده چې اوس د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې د سګريټ څکوونکو شمېر لا د زياتېدو په حال کې دي، خصوصا په ځينو لويديځو او پرمختيايي هېوادونو کې دغه بد عادت د ځوانانو او کوچينيانو ترمنځ د خپرېدو په حال کې دی چې دا به کوچينيانو ته هم سخت زيانونه ورسوي او د دوی پر روغتيا او ودې باندې به ناوړه اغېزې وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای