CRI Online

څه باندې اتياوو بهرنيانو په چانګ شا ښار کې د لاسي لوښو د جوړولو له ځای څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2015-12-04 16:38:00

د اتوپيا څخه راغلی ځيون وويل (اواز........) دغه ځای ډېر ښکلی دی او له ليدنې څخه مې ډېره پوهه تر لاسه کړه.د چين د چانګ شا ښار هر اړخيز پرمختګونه موندلي دي او د عصري ښار د ابادولو تر څنګ يې د نيکه ګانو ډېر اثار ساتلي دي.

په دې وروستيو ورځو کې د ځيون په شمول څه باندې اتياوو بهرنيانو چې اوس په چانګ شا ښار کې ژوند کوي، د دې ښار د تونګ ګوان ياو علاقه دارۍ ته لاړل او د دې علاقه دارۍ د لرغوني اثارو له پاک څخه يې د ليدنې په ترڅ کې په خپله لاسي لوښې جوړ کړل.

ځيون چې د چانګ شا ښار د جونګ نان پوهنتون د کمپيوتري څانګې يو زده کوونکی دی، د لومړي ځل لپاره له دې علاقه دارۍ څخه ليدنه وکړه. هغه وويل چې په اتوپيا کې هم ډېر لاسي لوښې شته دي او د خلکو په ژوند کې د اړتيا وړ شيان ګڼل کيږي.ځايي اوسېدونکي په دغو لوښو کې قهوه او اوبه ساتي ، خو د لاسي لوښو د ساتلو په برخه کې تر سره شوي کارونه لږ دي. هغه هيله لري چې خپل وطن ته تر ستنېدو وروسته د لاسي لوښو د ساتلو لپاره هڅې وکړي تر څو اتوپيايان خپل تاريخ او کلتور ته پاملرنه وکړي.

زره کاله دمخه،په دې ځای کې توليد شوي لاسي لوښې د سمندري لارې په وسيله جنوبي اسيا او شمالي افريقا ته وليږدول شول،خو د دې ليدنې له لارې دغو بهرنيانو دومره ښکلی لاسي لوښې له نژدې کتلي دي.

د چانګ شا د تونګ ګوان ياو په علاقه دارۍ کې د لاسي لوښو د لرغونی اثارو پارک د چين په تانګ امپراطورۍ کې د لاسي لوښو د جوړولو لپاره ډېر مشهور اثار بلل کيږي او په دې پارک کې ښخ شوي ټوټي د لرغونۍ زمانې د لاسي لوښو چارو د پرمختګ شاهد دی.په دغه باغ کې د لاسي لوښو د جوړولو لپاره ټول بهير ليدل کيږي.

دغو بهرنيانو پر دغه لاسي لوښو حيران و او کله نا کله يې عکسونه واخيستل.کله چې دوی د ني ژون ليو په نامه کورنی ورکشاپ ته ورسيدل،زياتره يې د لاسي لوښو له جوړولو سره ډېره علاقه پيدا کړه او د لاسي لوښو د جوړونکو مهارت ستاينه يې وکړه.

جفايي چې د چانګ شا ښار د شينګ شا علاقه دارۍ د يوه انګليسي ښوونځي ښوونکی ده، د دريو مياشتو لپاره يې په دې ښار کې ژوند کړی دی.پنځه کاله دمخه هغې په امريکا کې د لومړي ځل لپاره د لاسي لوښو د جوړولو مهارت زده کړ، دا دوهم ځل دی چې د لاسي لوښو له جوړولو سره يې نژدې تماس نيولې ده.تر ډېرو هڅو وروسته هغې خپله لومړی لاسي لوښې جوړې کړې ده.خو پرې يې ژوره خاطره ايښي ده چې په تونګ ګوان ياو علاقه دارۍ کې جوړ شوې يو لاسي ښامار ډېر ښکلی دی.

د هو نان ولايتي پوهنتون بهرني ښوونکي لوکاس هم د لومړي ځل لپاره له تونګ ګوان علاقه دارۍ څخه ليدنه وکړه. د ده په اند د لاسي لوښو جوړونه يو اسان کار دی، خو بهير په ريښتيا پيچلی دی.هغه وويل چې تر دې ليدنې وروسته به د ګرځنده تليفون په وسيله د لاسي لوښو په اړه معلومات نورو دوستانو ته وړاندې کړي تر څو ټول کسان ترې د لاسي لوښو کلتور احساس کړي.

دغه ليدنه د لومړي ځل لپاره د بهرنيانو پر وړاندې د چين د چانګ شا ښار له خوا د جوړو شويو يو لړ تبليغاتي فعاليتونو يوه برخه ده چې عمده مضمون يې ښکلی چانګ شا او زما کور دی. د دغې ليدنې له لارې د چانګ شا د کلتور او پرمختګ نوې بڼه ښودل شوې او کلتوري تبادله هم پياوړې شوې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای