CRI Online

په چين کې افغان سوداګر دوست محمد

cri     (GMT+08:00) 2015-12-22 16:23:48

د بېجينګ د چاو يانګ ناحيې د دونګ جه من سيمه يوه سمسوره سوداګره سيمه ده او د شينګ فو کلي په نوم استوګنې په دې سيمه کې پرته ده، د افغان سوداګر دوست محمد دوست دفتر هم په دې سيمه کې دی.

کله چې خبريال له ښاغلي دوست محمد سره مرکه پيل کړه، دوست لومړی له چين سره د ده مينه او د چيني کولتور په هکله د خپل زړه احساس داسې څرګند کړ او و يې ويل

((چين يو ډېر ښکلی هېواد دی او چينايان ډېر مينه ناک خلک دي. اوس لږ څه په چيني ژبه هم خبرې کولی شم. زما چيني ملګري ما ته وايي چې ستا چيني ژبه ډېره ښه ده، خو فکر کوم لا دومره ښه نه ده، بايد په دوامداره توګه چيني ژبه زده کړم.))

دوست زياته کړه، د ده سوداګريزه کاروبار لومړی په روسيه کې پيل شو. په افغانستان کې د کورنۍ جګړې تر پېښېدو وروسته مو کورنۍ په ١٩٩٣ کال کې روسيې ته ولاړه او د روسي ژبې د زده کړې تر څنګ مې په سوداګرۍ هم پيل وکړ. هغه وخت د پخوانی شوروي اتحاد تازه ړنګ شوی و او ازاد بازار تازه جوړ شوی و، د وګړيو د ژوند اړتيا وړ توکي د سخت کمښت په حال کې و. دا د دوست د سوداګرۍ لپاره يو ډېر ښه فرصت و او هغه په روسيه کې د خپلې سوداګرۍ په بهير کې بريالی کاروبار پيل کړ. په ١٩٩٩ کال کې هغه د سوداګريزو مالوماتو د تر لاسه کولو لپاره چين ته لومړی سفر وکړ او دا يې پيدا کړه چې د چين اقتصادي پرمختګ سرعت د حيرانتيا وړ دی. هغه په دې اړه وويل

((هغه وخت خلکو د چين پرمختګ په اړه دومره مالومات نه درلودل، سوداګر د چيني توليداتو د اخيستلو لپاره دوبۍ او يا هانکانګ ته تلل. کله چې بېجينګ ته ورسېدم، و مې ليدل چې چين د ګړندي پرمختګ په حال کې و او بېجينګ يو عصري ښار جوړ شوی و، دلته ترانسپورټ اسانه و، د توکو ډولونه او کيفيت ښه وو او ټولنه ارامه وه. هغه وخت مې پرېکړه وکړه چې د سوداګريزو چارو لپاره چين انتخاب کړم. ))

تر يو کلنو تياريانو وروسته، په ٢٠٠١ کال کې دوست په بېجينګ کې خپل شرکت ثبت کړ. کله چې هغه تازه بېجينګ کار و بار پيل کړ، د ده د سوداګريز شرکت دفتر د بېجينګ د يا باو لو په نوم بازار کې و چې د بهرنيو سوداګرانو د راغونډېدو ځای دی. هغه وخت د ده عمده سوداګريز کار چيني توليدات د روسيې او اوکراين ته بازارونو ته رسول وو. په سر کې دوست له ډېرو ستونزو سره مخ و او پکې چيني ژبه لومړۍ ستونزه وه. ده وويل

(( هغه وخت زما تر ټولو لويه ستونزه دا وه چې په چيني ژبه نه پوهېدم، له چينايانو سره د خبرو اترو په وخت کې به کله کله پوهاوي کې مشکيلاتو سره مخ کېدم. د مثال په توګه، کله به چې ما غوښتل چير ته ولاړ شم، خو د هغه ځای ادرس پيدا کول به راته ستونزمن و، له چينايي څخه د پوښتنې کولو په وخت کې به مې په څرګنده توګه خپله خبره نه شوالی کولی، چينايي هم ما ته سم ځواب نه شو ويلی چې زه څه غواړم، دغه راز به مې د سم ځای د لټولو لپاره ډېر وخت صنايع کېدلو. بله بېلګه دا ده چې له يو چينايي سوداګر څخه مې ځيني توکي اخيستی وو، خو کله چې توکي ما ته ورسېدل، هغه نور شيان وو. ))

ور پسې دوست محمد د دغو ستونزو د ليرې کولو لپاره د خپل ملګري په وسيله سکريټره او همکاره وانګ وګومارله. مېرمن وانګ په روسي ژبه خبرې کولی شي او ژر په کاروبار کې د دوست ښه مرستياله وګرځېدله. اوس مېرمن وانګ له دوست سره د څه دپاسه لسو کلونو لپاره کار کړی. دوست په تېرو دومره کلونو کې په خپلو کوښښونو او ښه استعداد خپلې سوداګريزې معاملې ګام په ګام پراخې کړې، د ګوانګ جو سوداګريز نندارتون په شمول ځينو نورو سوداګريزو نندارتونونو کې د ګډون له لارې وتوانېد د چين د شن جن له څو فابريکو سره همکاريز تړونونه لاسليک کړي او دغه راز د ده د شرکت د توکو سرچينو ساتنه يې کړې ده. هغه د چين د پرمختګ او ثبات په اړه له خوښۍ ډک داسې ژور احساسات څرګند کړل او و يې ويل

(( په چين کې د کاروبار عمومي زمينه ښه ده، چينايان ډېر زحمتکښه خلک دي او د چين جغرافيايي موقيت هم غوره دی چې د شانګهای او هانکانګ په شمول پرمختللې سيمې لري او د سينګاپور، جاپان او جنوبي کوريا په شمول له پرمختللو هېوادونو څخه هم هومره ليرې نه دی. نو په چين کې د سوداګريزو مالوماتو د خپرېدو سرعت ګړندی دی او د نويو توليداتو د تر لاسه کولو او تعميم سرعت هم ډېر ښه او چټک دی. د بېلګې په توګه، که همکار شرکت غواړي ما ته د خپلو نويو توليداتو نمونه وليږي، له شن جن ښار څخه د ګړندي نقل له لارې يوازې دوه يا درې ورځې وروسته ما ته رسېږي. دا ډېره ګړندۍ رسېدنه او کاروبار کې د اهميت او پام وړ رول لري. ))

په چين کې د خپلو سوداګريزو معاملو تر جوړولو وروسته، خپله کورنۍ هم بېجينګ ته راوستله. د ده مېرمن او ماشومان د پنځو کلونو لپاره په بېجينګ کې ژوند کړی او د ده پلار او مور، وروڼو او نورو خپلوانو چين ته سفرونه کړي دي. د دوست په اند، په تېرو څه دپاسه لسو کلونو کې په چين کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي. اوس دوست له چين سره ژور احساسات لري. کله چې هغه بيرته افغانستان ته ستنېږی، خپلوان او ملګري يې کله کله وايي: هغه په چين کې اوسېږي. کله چې هغه له بهر څخه بيرته چين ته ولاړ شي، هغه د خوښۍ، ارامۍ او ډاډ احساسات له ځان سره لري. هغه د خپلو خبرو په پای کې وويل، چين د ده لپاره اوس داسې دی لکه خپل مورنی ټاټوبی يې.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای