CRI Online

استراليايي کارپوه چې د چين د څړځايونو پرمختګ ته پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2016-10-28 16:04:07

د چين په شمال لويديځ په څړځای کې ډېر پسونه او غوايان ليدل کيږي او مالداران د دغو څارويو له روزلو څخه ګټې تر لاسه کوي.خو څرنګه چې دغه توليدي لارې چارې پر څاړځايونو ډېره تکيه کوي،خو دا هم پر ځايي ايکولوژيکي سيستم او د خلکو پر ژوند يو لړ منفي اغيزې کوي د بېلګي په توګه د څړځای او ځمکو شاړېدل.په دې وروستيو کلونو کې د چين حکومت د دغو مسئلو د حل وفصل لپاره تدبيرونه نيولي او ځينو نړيوالو سازمانونو او کارپوهانو هم د څړځايونو د ساتلو په بهير کې ګډون کړی دی.

لادير جونس چې د استراليا له جنوبي ويلس ايالت څخه راغلی،د څړځايونو د ساتلو په برخه کې يو کارپوه دی او د چين او استراليا ترمنځ د کرنيزې همکاريزې پروژې د يوه غړي په توګه يې په ٢٠٠٥ کال کې چين ته لاړ چې په عمده توګه د چين په شمال لويديځ کې د څړځايونو پر دواملرونکي پرمختګ څېړنه کوي.د چين ګان سو ولايت ته تر رسېدو وروسته ځايي کلتور او چاپيريال د جونس پام راجلب کړی دی. هغه وويل (اواز.........) ځايي چاپيريال او فضا د پاملرنې وړ ده.د چين په باب د معلوماتو د زياتوالي سره سره مې د خلکو نيکمرغۍ ته ډېره پاملرنه کړې ،ځکه دلته خلک مېلمه پال دي او غواړم چې تر خپلې وسې پورې د ځايي ايکولوژيکي مسئلو د حل وفصل لپاره هڅې وکړم.پخوا د علمي څېړنې په موخه دغه ځای ته تلل وم، خو اوس فکر کوم چې د ملکيانو د رښتينو او اساسي مسئلو د حلولو لپاره هلې ځلې وکړم.

جونس وويل چې د ده عمده کارونه دا دي چې د چيني کارپوهانو د تجربو له مخې د کمپيوتري موډلونو په وسيله په هر اړخيزه توګه د چين په لويديځ کې د څړځايونو د ايکولوژيکي سيستم څارنه کوي چې د څړځايونو د دواملرونکي پرمختګ لپاره يو عملی لايحه جوړه شي.ښاغلي جونس ډېره متواضع دی ،خو د ده رول د چيني کارپوهانو له خوا د ستاينې وړ دی.د يادې پروژې د چيني لوري استازي او د ګان سوو ولايت د کرنې پوهنتون د مشرمرستيال وو جيان پينګ وويل(اواز..........) لادير جونس زمونږ د پروژې د يوه ګډون کوونکي په توګه د کمپيوټري موډلونو په وسيله زموږ د توليدي سيستم څېړنه کړې تر څو د مالدارۍ او څړځای پېژندونکو او کارپوهانو د څړځايونو د توليدي سيستم په باب يې ډېر معلومات تر لاسه کړل.يوازې مونږ په پوره توګه د څړځايونو د توليدي سيستم په باب معلومات تر لاسه کړو، هغه تخنيکي تدبيرونه به ونيول شي چې په پايله کې به نه يوازې توليدي دندې تر لاسه شي بلکې ايکولوژيکي چاپيريال به هم وساتل شي.

په ٢٠٠٢ کال کې ښاغلي وو د نويزيلنډ او ګان سوو ترمنځ د يوې همکاريزې پروژې له لارې له جونس سره اشنا شو او تر څو کلنو دوه اړخيزو همکاريو وروسته يې ور سره ژوره دوستي ټينګه کړې دي.هغه وويل(اواز..........) ښاغلي جونس يو ښه سړی دی او له ځايي مامورينو، بزګرانو، مالدارانو، زده کوونکو او ښوونکو سره يې ښې همکاري کړې ده، د دې ترڅنګ هغه په پر له پسی توګه د چيني ژبې سويه لوړه کړې ده ،ځکه چې دی له چيني کلتور سره ډېره علاقه لري. تر لنډې مودې زده کړې وروسته اوس هغه په چيني ژبه له نورو سره خبرې کولی شي.

د چين په شمال لويديځ په څړځايونو کې ډېر ملي لږه کي قومونه ژوند کوي چې زياتره يې مالداران دي.جونس دغه ټکي ته پاملرنه کړې او په خپلو کارونو کې يې وړانديز وکړ چې ځايي حکومت بايد د څړځايونو ساتنې او د مالدارۍ چارو پرمختګ ترڅنګ د بزګرانو او مالدارانو عايداتو زياتوالي ته په درنه سترګه وګوري. هغه وويل(اواز..)

مونږ بايد هغه لايحه جوړه کړو چې بزګران او د چين اقتصاد به په دايمي توګه ترې ګټې واخلي،نو ځکه مونږ دې ته پاملرنه کوو چې څنګه د څارويو د روزلو او د څارويو د خوراکونو د برابرولو لارې چارې بدلې شي.چين بايد په عمومي اداري لارو چارو په اوږده موده کې د څړځايونو سرچينې وساتي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای