د چين په لرغونې زمانه کې خلکو د ژوند او کارونو له حقونو نه دا موندلې چې د روغتيا ساتنې په هکله تر يوې اندازې پورې خواړه د درمل په نسبت زياته ګټه لري. چينايانو د اوږدې مودې د ژوند له تجربو څخه معلومات تر لاسه کړي چې بېلا بېل خواړه د صحت د قوي والي لپاره موثر رول لوبولای شي. دغه راز په عين وخت کې د روغتيا ساتنې په هکله يې ډېرې ګټورې نباتي او حيواني خواړه هم کشف کړي دي، لکه تور رنګه چرګ، جنسان، ګيو چي په نامه نباتي ميوه او داسې نور. په دې بهير کې يې ډېرې تجربې هم تر لاسه کړي دي. مثلا د ډوډۍ په وخت کې مناسب خوراک او کنترول، په دې معنی چې بايد هميشه په منظم ډول په کمه اندازه خواړه وخوړل شي. په چين کې په لرغونې زمانه کې اړوندو کارپوهانو د خوراک د کنترول په برخه کې درې تجويزونه وړاندې کړي و چې لومړی د خوراک کنترول لپاره بايد دې ته متوجه شو چې د خوړلو اندازه دې کمه شي چې دا د معدې روغتيا لپاره ګټور عادت دی. دغه راز د ډوډۍ خوړل بايد منظم وي يعنی بايد د ټاکلې اندازې او ټاکلي وخت سره سم ډوډۍ وخورئ. برسېره پر دې د کم خوړلو له لارې د هاضمې توان وساتل شي. دوهم تجويز، عموما خلک دا نظر لري چې د خواړو خوند زياتول اشتيها زياتوي، خو د روغتيا ساتنې له نظره مزه يا خوند بايد د انسان روغتيا له اړتيا سره برابره شي. د چين د پخوانيو اړوندو کارپوهانو په نظر تريو، خوږ، تريخ، مالګين او مرچ پنځه ډوله خوند د انسان د ځيګر، معدې، سږي، زړه او بډوډي له روغتيا سره ارتباط لري. نو د انسان د بدن د نوموړو پنځو برخو د روغتيا لپاره بېلا بېلې مزې بايد تيزي نه وي. مثلا که د خواړو مزه ډېره تروه وي، معدې ته به زيان ورسوي. که خواړه ډېره خواږه وي، بډوډۍ ته ضرر رسوي. که خواړه ډېره مالګين وي، زړه ته به زيان ورسوي. که خواړه ډېر ترخه يا ډېر مرچ لرونکي وي، سږي او ځيګر ته به سخت زيانونه ورسوي. نو د چين په تاريخ کې له لرغونې زمانې تر اوسه چينايان پر دې ټينګار کوي چې پنځه ډوله مزه دې برابره وساتل شي چې دا د روغتيا ساتنې لپاره يو مهم عامل ګڼل کېږي. مثلا که خواړه ډېر مرچ لرونکي وي، لږ څه سرکه ور زياته کړي چې خواږه به نه يوازې دومره ترخه نه وي بلکې د مزې په زياتوالي کې به هم مرسته وکړي او دغه ډول خواړه روغتيا ته زيان نه رسوي.
د چين د روغتيا ساتنې عنعناتو سره سم د خواړو بېلا بېلې مزې يو او بل کنترولوي او يو د بل په اتکا موثرې ښکاري. نو د نوموړو پنځو ډولونو مزو يا خوندونو ترمنځ ښه هماهنګي د انسان د روغتيا لپاره ګټوره ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |