CRI Online

د سبزي خوراکونو د خوړلو څه تجويزونه

cri     (GMT+08:00) 2016-11-03 10:09:10

يو شمېر خلک د روغتيا لپاره تل د سبزي خوراکونه خوري، خو په نتيجه کې روغتيا ته زيانونه رسوي. نو د توجه وړ خبره دا ده چې د هغو کسانو لپاره چې د سبزي خوراکونو خوړل ساتي، بايد د نوموړو خوراکونو د خوړلو او د ډوډۍ پخولو په وخت کې دغو ټکو ته متوجه شي. لومړی د طبيعي شرايطو سره سم وخوري يعنی تر وسې پورې بېلا بېل طبيعي نباتات انتخاب شي، په دې هکله ښه به دا وي چې د موسم له بدلون سره سم د روان موسم بېلا بېل سبزي او ميوې وخوري. دوهم، بايد هغه شپږ ډول غذاليي لرونکي سبزي او ميوې وخوري چې هيدرو کربن، چربي، البومين، اوبه، ويتامين او معدني مواد پکې موجود دي، تر څو چې د بدن د اړتيا وړ ضروري او غذايي موادو کمښت لېرې شي. د سبزي خوراکونو ساتونکو لپاره بايد تر وسې پورې زيات قسمونه د سبزي خوراکونه انتخاب کړای شي. درېيم د يو شمېر سبزي خوراک ساتونکو کسانو په نظر د حيوناتو غوړي او غوښو نه خوړل د چاغوالي او د زړه او رګ ناروغيو مخنيوی کولای شي، خو بايد وويل شي چې د علمي څېړنې له مخې لوړ پروتين او قند لرونکي سبزي هم د وينې د لوړ فشار او د قند ناروغيو سبب کېږي. نو د نوموړ کسانو لپاره ښه به دا وي چې په غوړيو کې سره شوي خوراکونه يا زيات غوړي لرونکي سابه خوراکونه زيات و نه خوري. څلورم، بايد مساعده اندازه البومين زيات شي. ټولو ته معلومه ده چې په نباتاتي خوراکونو کې د اسيد امينه په نسبت د بدن اړتيا نه شي پوره کېدای. نو د اړوند کارپوهانو په نظر د سبزي په خوراکونو کې بايد مساعد البومين زيات کړي، لکه شيدي، د شيدو توليدي خوراکونه او داسې نور. پنځم، له دې امله چې په نباتاتي خوراکونو کې د اسيد مواد، سلولز موجود دی او دغه ډول مواد د انسان په بدن کې د کلسيم، اوسپنې، منيزيوم، روي او داسې نورو معدني موادو د اخيستنې مخنيوی کوي. نو ډاکتران وايي چې د سبزي خوراک ساتونکي بايد شيدي او د شيدو توليدي خوراکونه زيات وخوري څو چې په بدن کې د کلسيم اړتيا پوره شي. دغه راز هم بايد تل د لمر تر وړانګو لاندې وګرځي. ځکه د لمر وړانګې د کلسيم د اخيستنې لپاره مرستندوي رول لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای