CRI Online

د ممپلي او د چرګ غوښې برشي خوراک

cri     (GMT+08:00) 2017-02-17 09:36:34

ممپلی ډېره خوندوره وچه مېوه ده. په ممپلي کې ډېر ډوله ويتامينونه او معدني مواد موجود دي چې د انسان روغتيا لپاره ډېر ضروري دي. له ممپلي څخه بېلا بېل خوراکونه جوړېدای شي، لکه په هغو اوبو کې جوش او پخول شوي ممپلي چې بېلا بېلې مسالې پکې اچول شوي يا په غوړيو کې سره شوي ممپلي د زياتو خلکو ډېر خوش دي. برسيره پر دې، خلک هم کولای شي چې د ممپلي او د نورو سبزيو يا غوښو په واسطه بېلا بېل خوراکونه جوړ کړي. لکه د ممپلي او د چرګ غوښې برش. د دغه خوراک جوړونه په دې ډول ده چې لومړی پنځوس يا سل ګرامه خام ممپلي، د چرګ سيني برخه نيم کيلو غوښه، يو يا دوه بادرنګه، څو دانې وچ سور مرچ، برابره مالګه، لږ څه بوره، نيم کيلو غوړي تيار کړئ. بيا غوړي په ديګ کې واچوي او ديګ د اور دپاسه کېږدئ، خو اور سخت نه وي، غوړي چې ګرم شي، خام ممپلي پکې واچوئ او و يې لړئ څو چې ممپلي تور رنګ پيدا نه کړي، ممپلي چې پاخه شول او رنګ يې سور شو، له غوړيو څخه يې راوباسئ او په بل لوښي کې يې واچوئ، وروسته د چرګ غوښه ټوټه ټوټه کړئ چې شکل يې د برش په شان وي، بيا يې په يوه کاسه کې واچوئ او برابر سوس، لږ څه بوره او سرېښناک مواد پکې واچوئ او سره يو ځای يې ولړئ. وروسته په نوموړي ديګ کې چې برابر غوړي پکې پاتې دي، بيا د اور دپاسه کېږدئ، غوړي چې سره شي، سور مرچ چې ميده ميده شوي، پکې واچوئ، بيا ژر نوموړې غوښې پکې واچوئ او و يې لړئ. غوښې چې پخې شي، نوموړي تيار شوي ممپلي او د برش په شکل پرې شوي بادرنګ يو ځای پکې واچوئ او ژر يې ولړئ او په پای کې برابره مالګه پکې واچوئ. نو په دې ډول دغه خوراک تيارېږي. دغه خوراک نه يوازې ډېر خوندور بلکې رنګ يې هم ډېر ښکلی ښکاري. که څه هم ممپلي زيات غذايي ارزښت لري، مګر د ممپلي زيات خوړل د هغو کسانو لپاره مساعد نه دي چې د معدې او د کولمو د هاضمې لياقت يې کمزور دي. بله خوا دا ده چې په غوړي کې سره شوي ممپلي په سرکه کې واچوي او و يې خوري چې دا د هغو کسانو لپاره ګټور دي چې د رګ په کلکوالي اخته دي.

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای