CRI Online

د سوربانجانو او د هګيو ښوروا

cri     (GMT+08:00) 2017-02-24 14:39:41

زيات خلک دا عادت لري چې د ډوډۍ له خوړلو مخکې يا وروسته لږ څه ښوروا خوري. اړوند ډاکتر وايي چې د ډوډۍ خوړلو په وخت کې لږ څه ښوروا څښل خصوصاً د ډوډۍ له خوړلو مخکې يوه کاسه ښوروا څښل د روغتيا ساتنې لپاره ګټور دي. مثلاً په ژمي کې له دې امله چې هوا يخه ده، د انسان د تنفس په وخت کې يخه هوا معدې ته داخلېږي. که د ډوډۍ له خوړلو مخکې لږ څه ګرمه ښوروا وڅښي، يخه هوا به له معدې څخه وايستل شي. خو که ښوروا نه څښي او سمدلاسه وچه ډوډۍ وخوري چې په نتيجه کې به حتماُ معدې ته زيانونه ورسوي. په دې وجه زاړه يا واړه بايد دې ته متوجه شي، ځکه د ماشومانو او زړو کسانو د معدې د هاضمې لياقت کمزور دي. نو له ډوډۍ مخکې ښوروا څښل د دوی د هاضمې لپاره ګټور دي. د سوربانجان او هګيو ښوروا نه يوازې ډېر خوند لري، بلکې د غذا له نظره د روغتيا لپاره ډېر ارزښت لري. د نوموړې ښوروا جوړونه په دې ډول ده: لومړی دوه سوربانجان او درې هګۍ، لږ څه شين پياز، برابره مالګه، سرېښناک مواد تيار کړئ. د سوربانجان له مينځلو وروسته پوستکي يې لېرې کړئ او په کوچنيو ټوټو ټوټو يې وويشي او په يوه کاسه کې واچوئ. ور پسې هګۍپه يوه بله کاسه کې ماتې کړئ او و يې لړئ. بيا لږ څه شين پياز ميده ميده کړئ. وروسته ديګ د اوردپاسه کېږدئ او پکې برابر غوړي واچوئ. غوړي چې سره شي، ميده شوي شين پياز پکې واچوئ. کله چې په غوړيو کې د سره شوي شين پياز خوش بويي رامنځته شي، ټوټه شوي سوربانجن پکې واچوئ او و يې لړئ. کله چې سوربانجان نرم شي، درې يا څلور کاسې اوبه پکې زياتې کړئ او جوش يې کړئ. کله چې اوبه جوش شي، لږ څه سرېښناک مواد پکې واچوئ. اوبه چې لږ څه ټينګې شي، ماتې شوې هګۍ ورو ورو پکې واچوئ او په عين وخت کې ښوروا ولړئ. کله چې ژيړ رنګه هګۍ د ګلانو په شان په ښوروا کې پورته شي، برابره مالګه پکې واچوئ. و په دې وخت کې دغه ښوروا تياره شوه. دغه ډول ښوروا نه يوازې ډېر خوند لري، بلکې د زاړو او واړو يا د لويانو لپاره ډېره ګټوره ده. دغه راز د خلکو اشتيها هم زياتولای شي.

 

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای