CRI Online

د هګۍ وريجې او د مۍ اوماچ

cri     (GMT+08:00) 2017-03-10 10:22:51

وريجې د بېلا بېلو هېوادونو له عمده خوراکونو څخه دي، خصوصاً په اسيايي سيمه کې خلک د وريجو خوړلو عادت لري. دغه راز د وريجو پخول هم بېلا بېل دي. چين هم د وريجو لوی مصرفونکی هېواد دی. په چين کې د وريجو قسمونه هم ډېر دي. په جنوبي چين کې د اوسېدونکو د ډوډۍ پر ميز باندې وريجې ډېر مهم ځای لري. ويل کېږي چې د چين په جنوبي سيمه کې وريجې د خلکو حتمی ورځني خوراک دی. نو په دې وجه د وريجو څخه جوړ شوي خوراکونه بېلا بېل او د جوړونې شکلونه يې هم ډېر زيات دي. مثلا د غوښو وريجې، د سابو وريجې، د هګۍ وريجې، د ميوو وريجې، چسبناکي خوږي وريجې، د نخود وريجې او داسې نور. د هګۍ وريجې د خلکو د ډوډۍ پر ميز باندې ډېر ليدل کېږي او جوړونه يې هم ساده ده. لومړی څلور هګۍ، يو کيلو وريجې، سل يا دوه سوه ګرامه شين پياز، برابره مالګه او غوړي تيار کړي، بيا هګۍ په يوه کاسه کې ماتې کړئ او و يې لړئ، شين پياز ميده ميده کړئ. بيا وريجې په جوش اوبو کې پخې کړئ چې پخې شوې وريجې بايد نه نرمې او نه کلکې وي. دغه راز وريجې هم کېدای شي چې په ديګ کې د بخار په واسطه پخې کړئ. پخې شوې وريجې له ديګ څخه يو بل لوی لوښي کې واچوي او و يې لړئ څو چې وريجې جلا جلا او يخې شي. وروسته د ميده شوي شين پياز زياته برخه په هګۍ کې واچوي او و يې لړئ، بيا ديګ د اور دپاسه کېږدئ او برابر غوړي پکې واچوئ، غوړي چې سره شي، هګۍ پکې واچوئ او و يې لړئ څو چې هګۍ جلا جلا او يو ځای نه شي، هګۍ چې ژيړې او پخې شي، له ديګ څخه يې راوباسئ او په يوه کاسه کې يې واچوئ. ور پسې بيا په ديګ کې برابر غوړي واچوئ او ديګ بيا پر اور باندې کېږدئ. غوړي چې سره شي، نوموړي پاتې شوي شين پياز پکې واچوئ. کله چې په غوړي کې د سره شوي پياز څخه خوش بوی راشي، يخې وريجې او هګۍ سره يو ځای په ديګ کې واچوئ او و يې لړئ چې وريجې ګرمې شي، برابره مالګه پکې واچوئ، په دې ډول د هګۍ وريجې تيارېږي. که د دغو وريجو د خوړلو په وخت کې لږ څه ساده سبزي يا ميوې يا يوه کوچنۍ کاسه ښوروا هم تيار شي، دا به ډېر خوندور او د خوښۍ وړ وي.

په چين کې ډېر خلک د اوماچ خوړلو عادت لري. له دې امله چې له يوې خوا د اوماچ قسمونه ډېر زيات دي او جوړونه يې هم ساده ده، له بلې خوا د زاړو واړو د هضم لپاره ګټور هم دي، نو اوماچ د خلکو ډوډۍ پر ميز باندې ډېر ليدل کېږي او مهم ځای هم لري. وريجې د اوماچ يوه مهمه برخه تشکيلوي. په چين کې خصوصاٌ د چين په جنوبي سيمه کې بېلا بېل خوندور اوماچ پيدا کېږي، مثلاٌ د غوښو اوماچ، د سبزيو اوماچ، د بېلا بېلو نخودو اوماچ، د هګۍ اوماچ او د ميوو اوماچ او داسې نور. له بېلا بېلو اوماچونو څخه د نخودو اوماچ د زياتو خلکو ډېر خوښېږي. لکه د مۍ اوماچ چې جوړونه يې په دې ډول ده. د څلورو تنو په اندازه، لومړی دوه سوه ګرام مۍ، درې يا څلور سوه ګرامه وريجې تياري کړي. د دغه ډول اوماچ د جوړولو لپاره ښه به دا وي چې د جوړېدو وخت ي،ې ورځې مخکې مۍ په اوبو کې واچوئ څو چې مۍ نرمې شي. د جوړولو په وخت کې په يو ديګ کې د ديګ نيمه برخه اوبه واچوئ او په عين وخت کې نوموړې تيار شوې مۍ پکې واچوئ. ديګ د اور دپاسه کېږئ او مۍ پکې جوش کړئ، اور نرم کړئ او د نيم ساعت نه زيات وخت لپاره يې جوش کړئ تر څو چې وريجې نرمې شي او په دې توګه د مۍ اوماچ تيارېږي. دغه اوماچ د کال په څلورو فصلونو کې د خلکو لپاره د خوړلو وړ دي. د ژمي په موسم کې له دې امله چې هوا يخه ده، که د ډوډۍ خوړلو په وخت کې لومړی يوه کاسه ګرم اوماچ وخوري، دا د روغتيا لپاره ډېره ګټوره ده. ځکه د ګرمۍ اوماچ په خوړلو سره به يخه هوا له معدې نه ووځي. خصوصاً دغه ډول اوماچ د هغو ناروغانو لپاره هم ډېره ګټه لري چې د هضم لياقت يې کمزور دي. که په دوبي کې دغه ډول اوماچ خوړل هم د انسان لپاره مساعد دي. د چين د عنعنوي طب له نظره مۍ يخ خاصيت لري. نو که په دوبي کې د مۍ اوماچ تر پخېدو وروسته هغه لږ څه يخ کړئ، بيا يې وخوري. د بدن حرارت به مو لېرې کړي. په چين کې زيات خلک دا عادت لري چې د دوبي په ډېره ګرمه ورځ کې د مۍ ښوروا خوري تر څو له دې لارې د بدن حرارت لېرې کړي.

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای