CRI Online

له ايي وو څخه تر حيرتان بندر پورې اورګاډي د چين او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ لپاره نوې لاره پرانيستې ده

cri     (GMT+08:00) 2017-03-15 14:41:07

 د تېر کال د دسمبر په اوومه نېټه سهار وختي افغان سوداګر جاويد د چين د ايي وو له ښاري سيمې څخه بهر ګدام ته ولاړ او په کانتينر کې د مالونو ځای پر ځای کولو او اچولو بوخت و.

ټول مالونه به د ريل پټلۍ له لارې افغانستان ته وليږل شي.

دغه ريل پټلۍ چې د ايي وو ښار څخه د شينجيانګ د علا غرني بندر له لارې له قزاکستان او ازبکستان څخه په تېرېدو سره د مزار شريف د حيرتان بندري ښارګوټي ته رسيږي د تېر کال د اګست په مياشت کې پرانيستل شوې ده.

څه باندې څلوېښت کلن احمد جاويد په ايي وو ښار کې د ١٧ کلونو لپاره ژوند کړی او دلته يې يو سوداګريز شرکت يې جوړ کړی و چې په عمده توګه په ايي وو کې کوچنی او سپک توليدات اخلي او وروسته يې افغانستان ته ليږي.له دې امله چې افغانستان له هېڅ سمندري بندر سره مستقيمه پوله نه لري ،په تېرو ١٦ کلونو کې د جاويد له خوا اخيستل شوي توليدات لومړی د بېړيو له لارې درېيم هېواد ته او بيا يې د درېيم هېواد د ځمکې او سړکونو له لارې افغانستان ته ليږدول چې دا د ده لپاره يو ډېر ستونزمن کار و.هغه وويل (اواز.............) د بېړيو په وسيله افغانستان ته زمونږ د مالونو ليږدولو لپاره دوه لارې دي چې لومړۍ لاره دا ده چې مالونه لومړی له ايي وو ښار څخه د نينګ بو بندر ته او بيا يې د بېړۍ په وسيله د پاکستان کراچۍ ته او په اخر کې د موټر په وسيله له کراچۍ څخه کابل يا مزارشريف ته ليږدول کيږي ،دوهمه لاره دا ده چې لومړی مالونه د چين د نينګ بو له بندر څخه د ايران بندر عباس ته او بيا يې د موټر په وسيله مزارشريف ته ليږدول کيږي.د ليږدونې وخت شاوخوا له دېرش ورځو څخه تر څلوېښتو ورځو پورې دی.

د مالونو ليږدولو لپاره د اوږدې لارې او وخت له امله نه يوازې د ليږدونې موثريت راټيټ شوی بلکې نورې ډېرې ستونزې يې هم رامنځته شوې حتې په ځينو وختونو کې اقتصادي زيانونه هم سوداګرو ته ورسېدلي.د های لي دا په نوم د مالونو د ليږدونې شرکت مدير سونګ جينګ وويل (اواز..........) په تېره بيا په پاکستان کې کله نا کله د تګلارو بدلونونو له امله د سوداګرو مالونه دوه يا درې مياشتې په بندر کې ايسار او بندر ساتل شوي .په يو کال کې د تګلارو د بدلون او سياسي ستونزو له امله زموږ د مشتريانو دېرش کانتينرونو کې د چرګانو غوښې په پوره توګه خرابې او له منځه ولاړې.

په دې وروستيو کلونو کې د چين او افغانستان ترمنځ د سوداګريز اړيکو په پرمختګ سره لازيات افغان سوداګران اي وو ښار ته راغلي.د دې ښار د سوداګريزې ادارې د يوې ټازه شمېرنې له مخې تر اوسه پورې په ايي وو ښار کې د ثبت شويو افغان تصديو شمېر تر دريو سوو رسيدلی دی او هر کال له ايي وو ښار څخه تر افغانستان پورې د ليږدول شويو مالونو اندازه څلوېښت زره کانتينرونه معياري دي.خو د سمندري ليږدونې د ستونزو دموجوديت له امله د جاويد په شان ډېرو افغان سوداګرو تمه درلوده چې لا ښه او خوندي چټکه لاره ولټوي.د ډېرو ليږدونې اندازې او بازاري اړتياوو پر وړاندې د تيان منګ د پانګونې محدود شرکت د بازار پوره پلټنه وکړه.د ياد شرکت فنګ شو بين وويل (اواز......) د ايي وو او افغانستان ترمنځ سوداګري په ثابته توګه روانه ده.له افغانستان سره سوداګريز ارزښت مخکنی مقام نيولی دی.د ريل پټلۍ د پرانيستلو لامل دا دی چې لومړی بازاري اړتياوې شته دي.افغان سوداګرو کله نا کله را څخه پوښتنه کوله چې له ايي وو ښار څخه نورو هېوادونو ته اورګاډي لارې پرانيستل شوې دي، ايا امکان شته چې افغانستان ته هم مال ليږدوونکي اورګاډي تګ راتګ به پيل شي او که نه؟د دغو بازاري اړتياوو پر وړاندې مو بازاري پلټنه وکړه او له افغان سوداګرو سره مو تماس ونيولو چې له امله يې دغه پټلۍ اوس پرانيستل شوې ده.

د تېر کال د اګست په ٢٨مه نېټه د ايي وو د تيان منګ د پانګونې محدود شرکت د شانګهای د اورګاډي ادارې په اړه د جين هوا د مالونو ليږدونې د مرکز او د چين د څو ډولو د ليږدونې له نړيوال شرکت سره په ګډه له ايي اوو ښار څخه د مزارشريف تر حيرتان ښارګوټي پورې ريل پټلۍ پرانيستلې چې اوږدوالی يې اووه زره او پنځه سوه کيلو متره دی . له دې امله چې مالونه اوس دې ته اړتيا نه لري چې د درېيم هېواد له لارې افغانستان وليږدول شي چې په پايله کې له ايي وو ښار څخه تر افغانستان پورې د مالونو ليږدونې لګښت او ستونزې کمې شوي دي. افغان سوداګر مالکزاده چې د ١٢ کلونو لپاره يې په دې ښار کې ژوند کړی ، وويل (اواز..........)

د ريل پټلۍ پرانيستل د افغان سوداګرو لپاره يو ښه خبر دی او تر پرانيستلو وروسته د مالونو د ليږدونې وخت تر زياتې اندازې پورې کم شوی دی. پخوا د بېړيو په وسيله له ايي وو ښار څخه تر کابل پورې د مالونو ليږدولو شاوخوا دېرش يا پنځه څلوېښتو ورځو ته اړتيا درلوده، خو اوس د اورګاډي په وسيله دا واټن او وخت نيمه برخه کميږي او تر ١٢ ورځو وروسته به کابل ته رسيږي.

د اورګاډي پرانيستنه نه يوازې افغان سوداګرو ته اسانتياوې برابرې کړې بلکې چيني تصدۍ ورڅخه هم ګټې اخلي.د ايي وو ښار د تجهيزاتو شرکت خاوندې جيانګ يان وويل (اواز........) په ريل پټلۍ د مالونو ليږدونه د درېيم هېواد د ګمرکاتو ادارې پلټنې ته اړتيا نه لري چې له امله يې تجهيزات په ښه او بشپړ توګه ساتل کيږي.په بېړيو په وسيله د مالونو ليږدونې لارې چارې ډېرې ستونزې لري چې له درېيم هېواد څخه د تېرېدو پر مهال تجهيزات بايد له کانتينرونو څخه وايستل شي او له دې امله ښايي چې زيانمن شي ،خو د ريل پټلۍ تر پرانيستلو وروسته دغه ستونزه ليرې شوې ،ځکه چې د دې لارې وروستی تمځای مزار شريف دی ،نو زما لپاره د بېړيو ليږدونې په پرتله نيمه برخه وخت سپما شوی او له دې امله لازيات ځايي مشتريان هم جلب شوي دي .

تر اوسه پورې د اوو اورګاډو په وسيله څه باندې درې سوه کانتينرونه يې ليږدول شوي چې پکې ساختماني توکي،تجهيزات، ورځني شيان او کوچنی ماشين الات شامل دي. سونګ جينګ خبريال ته وويل چې د ريل پټلۍ تر پرانيستنې وروسته د دوی کاري اندازه زياته شوې او لازيات هغه افغان سوداګران راجلب شوي چې پخوا يې د بېړيو په وسيله خپل مالونه ليږدول.

د تېر کال له جنوري څخه تر جون پورې د ايي وو او افغانستان ترمنځ صادراتي او وارداتي ارزښت ١٨ مليونه درې لکه او يووېشت زره امريکايي ډالرو ته رسيدلی چې د وړم کال د همدې مودې په پرتله څلوېښت چنده زيات شوي دي.خود دې اورګاډي د پرانيستنې له برکته د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريز پرمختګ چټکتيا موندلې ده. د معلوماتو له مخې د دې اورګاډي د پرانيستلو تر دريو مياشتو وروسته افغانستان ته د ايي وو ښار صادراتي ارزښت دېرش مليونه امريکايي ډالرو ته رسيدلی چې دغه رقم د تېر کال د لومړۍ نيمايي په پرتله يو چنده زيات شوی دی.په چين کې د افغان سوداګرو ټولنې مشر نسيم مالکزي وويل (اواز..........) د چين مالونه او د چين صادرات افغانستان ته په ښه وخت رسيږي ،د چين توليدات په افغانستان کې ښه بازار لري.

(اواز..........)د تېر کال د دسمبر د اوومې نيټې د شپې په لسو بجو د ايي وو ښار د اورګاډي په لويديځ سټېشن کې له ايي وو څخه تر حيرتان پورې اورګاډي د اتم ځل سفر پيل کړ.اوس دغه اورګادی د هرې اوونۍ په چهارشنبې کې له ايي وو څخه حرکت کوي او په عادي توګه روان وي.د تيان منګ د پانګونې د محدود شرکت فنګ شو بين وويل

(اواز..........)په راتلونکې کې به د مالونو د ليږدونې لارې په کارولو سره افغان توليدات هم ايي وو ته راوليږوو چې له دې امله به دغه سوداګري دوه جانبه شي او دواړو هېوادونو ته لازياتې ګټې ورسوي او د يوه کمربند او يوې لارې له تګلارې څخه به لازياتې لاسته راوړنې تر لاسه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای