CRI Online

د جرمني د يوه چين پېژندونکي کيسه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-15 15:42:08

الماني توماس هيرزيل چې د چين د جه جيانګ ولايت د نينګ بو ښار د نو دينګ هان پوهنتون لومړی بهرنی ښوونکی دی چې نه يوازې چيني کلمې ليکلی شي بلکې د چين لرغونې کيسې هم کولی شي.

د چين په اړه د ده کيسه په ١٩٩٣ کال کې پيل شوې.په همدې کال کې هغه د جرمني د تيبينګان د پوهنتون له خوا ومنل شو او هلته يې د ليسانس او ماستري دورې بشپړې کړې چې تخصص يې د چين او جاپان پېژندل او فلسفه ده. هغه وويل چې د چين له کلتور او ختيځ مدنيت سره ډېره مينه لرم.ځکه چې ښامار مې ډېر خوښوم، نو ځان ته مې د هه لونګ في نوم ور کړی چې معنې يې دا ده چې د ښامار په شان الوزي.

تر هغه وروسته په شلو کلونو کې هغه له چيني ژبې څخه تر تاريخي فلسفه پورې د چين پر کلتور څېړنه کړې ده .د تاريخي تحقيقاتو د پيدا کولو لپاره هغه د چين د لرغونۍ ژبې په څېړنې پيل وکړ.هغه وويل چې د چين د لرغونې ژبې د زده کړې په لومړيو ورځو کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوی چې ځينۍ کلمې او ګرامر يې له اوسنۍ چيني ژبې سره توپيرونه لري.خو هغه پر دې ټينګار وکړ چې که د چين لرغونۍ ژبه ونه پېژني، نو د چين پر فلسفه به پوه نه شي.د ده په اند د چين کلتور ژور او په زړه پورې دی .

توماس هرزيل نه يوازې د چين د لرغونې ژبې پر څېړنې بوخت دی بلکې د چين د چينګ امپراطورۍ په وروستي پړاو کې امپراطور ته پر وړاندې شوې هغې عرض پاڼې له څېړنې سره علاقه لري.کله چې په جرمني کې په دې برخه کې مې څېړنې پيل کړې، اړوند سندونه ډېر لږ وو او په نړۍ کې له معلوماتي زيرمتون څخه د سندونو د اخيستلو لپاره مې ډېرې پيسې لګولې وې، نو مجبورا د چيني دوستانو مرستې وغوښتې. په ٢٠٠٥ کال کې توماس د داکټرۍ درجې د تر لاسه کولو لپاره د جيان لونګ نومې له امپراطورۍ دورې څخه د داو ګوانګ نومې تر امپراطورۍ دورې پورې پر اقتصاد څېړنه وکړه او په دې موده کې يې د دريو ځلو لپاره د چين له يون نان ولايت، بېجينګ، شانګهای او جه جيانګ ولايت څخه ليدنې وکړې.په ٢٠١١ کال کې د ده تيزيس چې سرليک يې له اتلسمې پېړۍ څخه تر ١٩ مې پېړۍ پورې د چين په جيانګ سو او جه جيانګ ولايتونو کې د پيسو جوړولو لپاره د فلز اخيستنې له لارې د چينګ امپراطورۍ د ترتيبولو توان کتنه ده، خپور شو چې په پايله کې يې په ډېرو ښو نمرو ډاکترۍ درجه تر لاسه کړې ده.

په ٢٠١٤ کال کې توماس د چين د جه جيانګ ولايت نينګ بو ښار ته راغی او په ياد پوهنتون کې يې جرمني ژبې ښوونکي دنده پر غاړه واخيستله. د روان کال په نوي سميسټر کې هغه د دې پوهنتون د چيني ژبې د يوه ښوونکي په توګه ټاکل شوی چې له امله يې ډېر بهرنيان راجلب کړي دي.

توماس د چين له تاريخ سره ډېره علاقه لري او هميشه نورو وګړو ته د چين د کلتور په باب معلومات وړاندې کوي.نو ځکه هغه غواړي چې نه يوازې زده کوونکو ته جرمني ژبه ور زده کړي بلکې د چين د لرغوني ژبې،د چين فلسفه او د چين د پېژندنې په باب د معلوماتو د وړاندې کولو له لارې بهرنيو زده کوونکو ته د چينايانود لوړې پوهې او ښه ذکاوت په اړه معلومات ور کوي.

له کاري وخت پرته توماس تل په خپل کور کې د چين لرغونی کتابونه لولي . هغه وويل، کله چې يوه چيني کلمه ليکم، يوه راز ساتونکې ختيځه نړۍ لټوم.د ده په اند اوس په نړۍ کې د چين پېژندونکو شمېر زيات شوی چې دا يو ښه تمايل دی.د يوه بهرني په توګه هغه هيله لري چې د نړۍ له لحاظه د چين تاريخ په نړيوال تاريخ کې زيات کړم او د چيني کلتور څېړنې ته نوی پرمختګ ور کړم .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای