CRI Online

امريکا يي مات د چيني کلتور مينه وال دی

cri     (GMT+08:00) 2017-03-15 15:55:50

د خپلې مېرمنې تر لارښوونې لاندې امريکايي مات چې د چين د نينګ بو په لحجه خبرې کولی شي، د تانګ يوان په نوم د خواړو په جوړولو بوخت دی چې په معمولي حالت کې په اوړې کې د ممپلي او کونځلې پودر څخه جوړيږي.

د چين د جه جيانګ ولايت د نينګ بو د انټرنټ کارونکو په زړونو کې مات شهرت موندلی دی .ځکه چې له دې نه مخکې هغه ويډيو چې مات نورو بهرنيانو ته د نينګ بو لحجه ور زده کوي، په انټرنټ کې ډېره مشهوره شوې ده او ډېرو کسانو ليدلې ده چې له امله د ښوونکی مات د ښوونکي په نوم ياديږي. د ٢٠٠٩ کال په سپتمبر مياشت کې امريکايي مات د سوداګرۍ له امله له امريکا څخه نينګ بو ته لاړ او ور پسې يې په دې ښار کې د استوګنې ژوند پيل کړی او د نينګ بو له لحجې سره يې ډېره علاقه پيدا کړې چې په پايله کې يې ګام په ګام د چيني کلتور مينه وال ګرځېدلی دی.مات وويل چې له ځايي ژبې سره ډېره علاقه لرم ، ځکه چې ددې ځای لحجه هم د چيني کلتور يوه په زړه پورې يوه برخه ده.

په ورځني ژوند کې مات په سمه توګه د نينګ بو لحجې د تلفظ کولو لپاره تل يوه کلمه څو ځلې تکرار کړې او خبريال ته يې ويلي چې د ده مېرمن په نينګ بو ښار کې زيږېدلې،نو همېشه په نينګ بو لحجه ور سره خبرې کوي.سربېره پردې په نوره ښه توګه د نينګ بو لحجې د يادولو لپاره هغه هم ځانګړې لارې چارې لټولې دي.

اوس مهال مات کولی شي چې د نينګ بو لحجې ډېرې کلمې وکاروي د بېلګي په توګه په مېلمستيا کې همداسې وايي چې هيله لرم چې تاسې شتمن شئ او په غونډو کې په نينګ بو لحجه له ملګرو سره هم ټوکې کوي. هغه وويل چې کله چې په لحجه له ځايي وګړو سره خبرې کوم، ور سره دوستي به مې هم ټينګه شي ،سربېره پردې د نظريو له تبادلې څخه د ځايي دودونو او عادتونو ښه پېژندنه کولی شم او د چيني کلتور په باب لازيات معلومات تر لاسه کوم.

مات نه يوازې په روانه توګه د نينګ بو په لحجې روانې خبرې کولی شي، بلکې په کمره له چيني کلتور سره مينه هم څرګندوي.هغه تل د چين په اړه ويډيوګانې په مشهور ويډيويې ويبساټ يوتوب کې خپروي چې پکې د ده ورځني ژوند، د کورنۍ غړي، د خوندور چيني خوراکونه او په نينګ بو کې د ده لوړ و ژور ښودل کيږي.هره ورځ مات خپله ويډيو نوی کړی چې تر اوسه پورې د دغو ويډيوګانو د کتونکو شمېر له څلور مليونو څخه اوښتی دی او د ده د مينه والو شمېر هم له لسو زرو څخه زيات دی.

هغه همداسې وويل چې ډېر بهرنيان له چين سره علاقه لري، خو د چين په باب لږ معلومات لري،نو ومې غوښتل چې ور سره خپلې لوړې و ژورې شريکې کړم. اوس ډېرو بهرنيانو زما ويډيوګانو ته ډېره پاملرنه کړې او په چين کې يې زما ژوند کتلی چې له امله يې د چين په باب نوی معلومات تر لاسه کړي دي.

اوس مات د چيني کلتور مينه وال ګرځېدلی دی چې نه يوازې په نينګ بو لحجه خبرې کولی شي بلکې د چين ځانګړی موسيقي الو غږول يې هم زده کړي دي . هغه وويل چې دچين کلتور ډېر خوښوم ، ځکه چې چين يو داسې لرغونی هېواد دی چې تاريخ يې اوږد دی او د خلکو په ژوند کې دغه ډول کلتور ساتل کيږي . په چين کې د يوه اوسېدونکي بهرني په توګه غواړم چې د چيني کلتور د مروجولو او خپرولو په برخه کې ګډون وکړم.

څه موده دمخه د مات لور زيږېدلی چې له امله يې مات د نينګ بو له زومتوب څخه د نينګ بو پر پلار بدل شوی دی. د روان کال د پسرلني اختر په موده کې مات په خپله کمره د چين د نوي کال بېلا بېلې برخې ثبت کړی او هيله يې ښودلې چې د دې ويډيو د خپرولو له لارې بهرنيانو ته د چين د پسرلني اختر په باب معلومات وړاندې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای