CRI Online

د کلي مشر کیسه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-16 11:15:37

په دې وروستیو کلونو کې د چین د کمونیست ګوند مرکزي کمیټې دا یوه مهمه دنده بللې چې په کلیوالو سیمو کې د بشپړ مالي سیستم په اتکا بی وزلیتوب له منځه یوسي. د چین د نینګ شیا د هوي قوم د خودمختارې سیمې د وو جونګ ښار د یان چي ولسوالۍ په وانګ لا جینګ علاقه دارۍ کې یو کلی شته چې نوم یې زنګ جي پان دی. د دې کلي مشر جو یو ګو نومیږي او نوموړي په دغه کلي کې د ګوندي کمیټې مشر هم دی. د ده په مشرۍ دغه کلي په ۲۰۱۶ کال کې د بی وزلیتوب خولۍ له سره ایسته کړې ده راځئ چې موږ به په ګډه د ده کیسه واورو. د دې ترڅنګ هغه د چین د کمونیست ګوند د ۱۹ مې دورې د ملي کانګریس یو غړی هم دی.

««زه کله کله وایم چې امید څه شی دی؟ زما په اند امید موخه ده هیله ده او ورپسي کوشش کول دي. دا امید دی.««

لس کاله دمخه جو یو ګو دری امیدونه درلودل. لومړی، د کلیوالو طبي مسئلې حلول و. کله چې د کلیو د متقابلو مرستندویه پیسو پاس انداز ۳ ملیونو یوان ته ورسیږي، د ټولو کلیوالو لپاره باید طبي بیمه واخیستل شي. دغه راز کلیوال به د ناروغۍ په وخت کې بې وزلۍ احساس ونه کړي . دوهم، کله چې دغه اندازه ۶ ملیونو یوان ته ورسیږي، د ټولو کلیوالو لپاره به عمري بیمه واخیستل شي. دریم، کله چې دغه پیسې ۸ ملیونو یوان ته ورسیږي نو هر کال په پوهنتونونو کې د دغه کلي هر هغه محصل ته یوه اندازه مرستندویه پیسې ورکړی شي چې کورنی اقتصاد یې ښه نه وي. دغه راز دوي به په ارامه توګه په پوهنتونونو کې زده کړه وکړي. اوس لس کاله تیر شوي دي او یاد دری امیدونه یې هم پوره شوي دي. هغه څنګه کړي دي؟

د جو یو ګو په اند په تیر وخت کې له بی وزلو سره د مرستې کولو زوړ سیستم تر یوې اندازې پورې له کمزورو کسانو سره مرسته کړې وه خو له امله یې ځینی ځوانان هم تمبل پاتی شوي دي. اوس بی وزله کسان د مالی سیستم او کریډت له لارې خپل کاروبار ایجاد کولی شي نو د پخوانی شکل نیمګړتیاوې هم پوره شوي دي. په مالي سیستم کې ترټولو مهم کار د خلکو اعتماد دی.

«« کله چې غواړي خپل کاروبار ایجاد کړي نو پانګې ته ضرورت وي نو پانګه له کوم ځای څخه ترلاسه کولی شي؟ البته مالي ارګانونه دا کار کوي. خو مالي ارګانونه باید د شخصیتونو اعتماد سره سم پورونه ورکړي. نو موږ باید لومړی خپل اعتماد جوړ کړو. شخصیتونه په خپل ښه اعتماد سره له مالي ارګانونو څخه پورونه او پانګې ترلاسه کولی شي.««

په تیرو ۱۰ کلونو کې د زنګ جي پان کلي د متقابلو مرستندویه پیسو پاس انداز له ۲ لکو څخه ۸ ملیونو یوان ته زیات شوی دی او د کلیوالو د هر کس په سر منځنی کلنی عایدات له ۱۵۰۰ یوان څخه لس چنده ته هم زیات شوي دي. کلیوال په خپل ښه اعتماد سره له مالي ارګانونو څخه پانګې ترلاسه کوي او ترې خپل کاروبار پراخوي چې د ژوند سویه یې هم مخ پر لوړیدو ده. دغو لاسته راوړنو جو یو ګو ته ډیر ویاړونه ورکړي دي خو محلي وګړي وايي چې د جو یو ګو کورنۍ شتمنه نه ده ځکه چې هغه ډیر لږ وخت د خپلې کورنۍ لپاره کار کوي.

««« د یو بزګر په توګه زه ډیر ویاړم. مګر د افتخار تر شا کیسې زیاتې دي. هر کار په یوه شېبه کې نه شی پوره کیدای. زه د خپلې کورنۍ له غړو څخه بښنه غواړم. په ډیرو کلونو کې مې د کاري دندو له امله کورنی کار له لاسه ورکړي دي. خو که شخصي ګټې له لاسه ورنه کړم نو د ټولو کلیوالو ګټې به له لاسه ورکړم. زه د کلي د مشر په توګه باید د مشرۍ رول ولوبوم.

جو یو ګو د ګوند د ۱۹ مې دورې د ملي کانګریس د یو غړي په توګه په خپله درنه دنده ښه پوهیږي. کله چې ګام په ګام د کلیوالو رنګارنګ امیدونه پوره کیږي نو دوی راته وایي چې مومږ ډير نیکمرغه او خوشحاله یو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای