CRI Online

د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس په اړه د ښاغلي پرويز کړوخېل ليکنه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-22 17:29:29

پرويز کړوخېل

د چين کمونېست ګوند ۱۹م ملي کانګرس د اکتوبر د ۱۸مې نيټې د چهارشنبې په سهار په نهو بجو د چين په پلازمېنې بېجينګ ښار، د چين د خلکو په صالون کې پرانيستل شو.

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي ښاغلي شي جين پينګ د چين کمونېست ګوند د ۱۸مې دورې مرکزي کمېټې په استازيتوب يو اوږد راپور د درې نيم ساعتو په موده کې وړاندې کړ او د تېرو او راتلونکو پنځه کلو په اړه يي هر اړخيز پرمختيايي عمومي پلانونو پشمول اړوند ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

د چين کمونېست ګوند له ۸۹ مليونو غړيو څخه جوړ او شاوخوا 96 کاله سابقه لري.

او ويل کيږي څه باندې ۲۰۰۰ غړي به د ښاغلي شي جين پينګ لخوا پر وړاندې شوي رپوټ او د تېرې دورې مرکزي ديسپلين څارونکې کمېټې پر کاري رپوټ څېړنې وکړي، د چين کمونېست ګوند د مقراراتو تعديل نامه وسنجوي او د رايګيرۍ له لارې به ورڅخه د نوې دورې مرکزي کمېټې او مرکزي ډيسپلين څارونکې کمېټې غړي وټاکي.

د چين کمونېست ګوند په چين کې يوازينی واکمن ګوند دی او علاوه له دې په نړۍ کې تر ټولو لوی سياسي ګوند هم شمېرل کيږي. ملي کانګرس يې په هرو ۵ کلونو کې يو ځل دايريږي. ملي کانګرس او ورڅخه ټاکل کېدونکې مرکزي کمېټه د چين کمونېست ګوند تر ټولو لوړ پوړی د مشرتابه عضوې ګڼل کيږي.

ياد ګونډ چه تېره چهارشنبه يي رسما خپله نولسم پړاو غونډه پېل او د چين جمهوررئيس شي جين پينک چه دا مهال د همدې ګوند عمومي مشري هم په غاړه لري د خپل هېواد د هر اړخېر پرمختګ او اصلاحاتو او په نويو افتکاراتو ژورې خبرې وکړې او د راتلونکو ټولو کاري پلانونو په اړه يي خپل اوږد راپور د داخلي او خارجي ژورنالستانو په ګډون د ياد ګوند غړو حضور ته وړاندې کړ، ښاغلي شي د يو لړ داخلي هر اړخيز پرمختګ، اصلاحات، د چاپيريال ساتنه، د خلکو د ابتدايه غوښتنو ته لاسرسى، خلکو ته د ښه ژوند برابرول، د ښې حکومتوالۍ تر څنګ پر منطقوي او نړيواله صلحه او ثبات او د ښه اقتصادي حالات په راوستولو هم ټينګار وکړ. او زياته يي کړه چه چين به اوږه په اوږه له نړيوالې ټولنې سره کار کوي تر څو په منطقه او په جهان کې صلحه او ثبات صورت ونيسي.

زه چه په اول ځل د چين په دې ستر ملي کانګرس کې برخه اخلم اول خو ډېر د خوشحالۍ احساس کووم او د ځان او ټولو افغانانو لپاره يي د وياړ ځاى ګڼم چه دلته شتون لرم په دې ستر مجلس کې دا چه د اولځل لپاره د يو افغان خبريال په بڼه مې پکې ګډون درلوده او د ياد ګوند په ټولو مراحلو او کړنو او مادو مې په پراخه شکل معلومات تر لاسه کړل او هم مې ځان پرې پوه او کوښښ مې دا ده چه بېرته ټولو افغانانو ته د ياد ګوند او د دوى د داخلي او بهرنيو پاليسيو په اړه کره او پراخه معلومات وړاندې کړل، شخصاً زه له ياد ګوند څخه ډېر زيات متاثر او زما د متاثرتوب علت هم د ياد ګوند په زړه پورې کړنې د خپلو خلکو لپاره يي چه کړي په تېرو کلنو کې البته پخپله د ښاغلي شي جين پينګ تر مشرۍ لاندې. د يادونې وړ يي ګڼم.

په تېرو پنځو کلونو کې چين هراړخيزه ډيپلوماتيکه تګلاره تطبيق کړې ده.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغه ګوند په نولسم ملي کانګرس کې وويل، چې په تېرو پنځو کلونو کې د چين ځانګړتيالرونکې ډيپلوماتيکه تګلاره په هر اړخيزه توګه تطبيق شوې ده او په څو پړاو او هر اړخ کې ډيپلوماتيک جوړښت بشپړ شوی دی. چين د يو کمربند او يوې لارې وړانديز پلی کړی، د اسيا د اساسي تاسيساتو او پانګونو بانک يې جوړ کړی او د بشريت د برخليک ټولنې د جوړولو غوښتنه يې کړی ده. د چين نړيوالې اغيزې، د غوښتنې توان او ابتکاري قوت ګام په ګام قوي کېږي او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره يې ډېر مهم رول لوبولی او لوبوي يې.

د يوې لارې يو کمربند يا د ورېښمو د تاريخي لار د بيا فعالولو پلان د چين د اوسني ولسمشر له خوا په ٢٠١٣ زېږديز کال کې وړاندې شوى و.

زه چه له تېرو اتو مياشتو څخه دلته په چين هېواد کې د يو افغان ژورنالست په حيث په يو لس مياشتنۍ برنامې کې قرار لرم او تر د دمه مې د چين تر دولسو ولاياتو ته رسمي سفرونه کړي او د منطقې او نړۍ په سطحه چه کوم کنفرانسونه داېر شوي دي په ټولو کې برخه اخيستى او د يادو غونډو په اړخه مې بېرته خپلو هېوادوالو ته پر خپل وخت کره او په تفصيل سره معلومات ورکړي لکه د يادو کنفرانسو څخه د يو څو نومونه غواړم دلته ذکر کړم لکه د بٶ پارم د اسيا لپاره، د وريښمو لار يا د يو سرک يو کمربند نړيواله غونډه، د برکس کنفرانس، په ګان سو ولايت کې ورېښمو لارې تر چتر لاندې د نړيوال فرهنګي کنفرانس او داسې نور، نو غواړم چه ووايم د چين د هر اړخېزو پرمختګونو، سترو تعميراتو، پاک چاپيريال ، د ښه امنېت او په ټول هېواد کې يي د اداري اصلاحاتو نه ډېر زيات متاثره او ډېر راته زړه راښوونکي بريښي لکه د تېز رفتاره اورګاډي مرکزونه، د تيارو دوه سوه نهه ويشت هوايي مېدانونه، د ځمکې لاندې د خلکو د پاره د تراسپورټ سهولتونه او د چين په هره اداره کې د اصلاحاتو او د ښه مديرت په اړه خو زه هر وخت د خپلې اجتماي صفحې(فېسبوک) نه له درېو نه تر څلورو پوسټونه کووم او د چين د هېواد د پرمختګونو، صلحې، امنيت، پاک چاپيريال او اداري اصلاحاتو نه الىبته د يادو د ټولو کارونو کرېډيټ د ياد ګوند مشرتابه او عضور ته ورکول کيږي يعنې په مجموع کې ويلې شو چه ياد ګوند له تصور او خيال کولو نه هم پورته څه کړي د خپل ولس لپاره او لا هم جريان ورکوي او زياتوي چه غواړو چين په نړۍ کې د يو طاقتور هېواد په بڼه د خپل اقتصاد په زور بدل کړو او زما په اند په ياده برخه کې دوى کامياب او کولاى چه راتلونکې کې چين دا چه اوسهمال په دويم مقام د اقتصاد له پلوه قرار لري نو اول مقام نه لاړ شي.

ياد ګوند تل هڅه کړى او کوي تر څو د په نړيواله کچه له ټولو ګاونډيانو او ڼړيواله سره هر اړخيزه ښې او دوستانه اړيکې ولري.

چين; چه افغانان يي د دوست ګاونډي هېواد په شکل پېژني او دواړه هڅه کوي چه په منطقه کې د ښو روابطو درلوونکي سره وي د افغان حکومت او بلخصوص افغانانو تل د دوست چين هېواد هر اړخيزه مرستو نه مننه کړي او کوي له تېرو څه د پاسه شپاړسو کالو راهسي د چين هېواد له افغان حکومت او عامه خلکو سره مختلف نوعه مرستې کړي او لا هم کوي چه له جملو څخه د مونږ دواړو هېوادونو ښې سياسي اړيکې يادولئ شو، په پوځي برخه کې، د لوړو ذده کړو په برخه کې؛ په زېر بناوي او بيا رغونې په برخه کې، په طبعي پېښو کې او د صحت په برخه کې د دوست هېواد چين مرستې د افغانانو له نه هېرې دونکي کې دي بله دا چه چين تل د مکملې صلحې او ثبات غوښتوونکى هېواد ده په افغانستان کې او کوښ يي دا ده له ټولو هغو مربوطو هېوادونو سره چه د افغان حکومت او مخالفو ډلو تر زمينه سازي وکاندي لکه اوس اوس چه په عمان هېواد کې د څلورو هېوادونو تر منځ کومه زمينه سازي شوي وه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ نو په ياده غونډه کې هم دوست چين هېواد په زړه پورې ګامونه پورته کړي او وعده سپاري چه مونږ په منطقه او افغانستان کې د تل پاتي امنيت او ثبات غوښتوونکي يو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای