CRI Online

له شي زانګ سره د مرسته کوونکي چارواکي يوه ورځ

cri     (GMT+08:00) 2017-10-27 16:58:26

د چين شين ګوانګ يوه ورځ له دې ځای څخه شروع کېږي چې د اکسيجن ماشين بنده وي. د شي زانګ په لاسا کې هوا ډېره سړه ده او کم اکسيجن شته، نو د روغتيا لپاره دا ډېر مهم دی چې په خوب سره د اکسيجن ماشين په کار لوېږي. د ۲۰۱۶ کال په جولای کې چين شين ګوانګ، له شي زانګ سره د مرسته کوونکو چارواکو د اتمې ډلې د يوه غړي په توګه، له جيانګ سو ولايت څخه لاسا ته ورسېد او د ۳ کلونو لپاره به کار وکړي.

چين شين ګوانګ، چې په ۱۹۷۵ کال کې زېږېدلی دی، د جيانګ سو ولايت د ښاري ډيزاين انسټيټيوټ عالي طراح دی. په ۲۰۱۶ کال کې هغه له شي زانګ سره په مرسته کولو کې ګډون وکړ چې د عمومي طراح په حيث د لاسا د ښار او کليو ډيزاين ادارې ته ولاړ. هغه د ټولو چارواکو او کار کوونکو د روزنې مسؤول دی.

خبريال د لاسا د ډيزاين په نندارتون کې له چين شين ګوانګ سره وکتل. دغه عصري او شاندار نندارتون، چې د جيانګ سو ولايت تر مرستې لاندې جوړ شوی، په بشپړه توګه د لاسا تاريخي بدلون او د ښاري ډيزاين او آبادۍ پکې ښودل شوي. چين شين ګوانګ کله کله دلته د حکومتي څارنې ډلو، رسنيو، زده کوونکو ته د لاسا د ښاري آبادۍ حال ورپېژني.

له يوه طراح څخه تر حکومتي اداره کوونکي پورې بدلون د هغه لپاره يو نوی چلېنج دی.

د دې ورځې مازديګر، چين شين ګوانګ ښاروالۍ ته ورسېد چې د ښاروال مرستيال لخوا تر سره شوې ځانګړې غونډه کې ګډون وکړي او د لاسا سيند پر غاړه د يوې ځمکې د کارولو لپاره بحث وکړی. هغه په جدي توګه د ډيزاين ادارې تفصيلات واورېدل او خپلې نظريې او وړانديزونه يې هم ورکړل. هغه په يوه ورځ کې ښايي په دې شان څو غونډو کې ګډون وکړي.

زه د تخنيکي مرستې لپاره شي زانګ ته راغلی يم، خپل هوښياري شي زانګ ته وقف کړم او ورو ورو د لاسا د ښاري آبادۍ غوښتنې سمې کړم تر څو د لاسا د آبادۍ او سمسورتيا لپاره خپل خدمتونه وکړم.

د شپې په ۷ بجو دا غونډه پای ته ورسېده. چين شين ګوانګ له ښاروالۍ څخه خپل کور ته، چې د جيانګ سو ولايت له شي زانګ سره د مرسته کونکو چارواکو آپارتمان نومېږي، راستون شو.

په معمولي وخت کې، آپارتمان ته تر ستنېدو وروسته هغه هميشه له نورو چارواکو سره خبرې کوي، کتابونه لولي، قدم وهي، او پينګ پانګ لوبه کوي. خو په دې وروستيو ورځو کې چين شين ګوانګ ډېر خوشحاله دی، ځکه چې مېرمن او ماشوم يې دلته راغلي دي!

اګيست د دوبني رخصتۍ سره برابر دی، ۹ کلنه لور او د ليسې ښوونکې مېرمن يې د لومړی ځل لپاره شي زانګ ته راغلې دي.

لور يې خبريال ته وويل چې څو مياشتې کېږي چې خپل پلار مې نه و ليدلی. په معمولي وخت کې زه د ويډيو له لارې له پلار سره خبرې کوم. د چين شين ګوانګ مېرمن وويل چې زه د خاوند له غوره والي څخه کلک ملاتړ کوم او په دې کال کې پخپله د ماشوم روزنې کارونه ډېر سخت نه دی.

موږ په اونۍ کې دوه يا درې ځله اړيکې نيسو. خو دواړه خواوې بوختې دي او د لاسا او نان جينګ ښارونو ترمنځ د وخت توپير دوه ساعته دی. د مثال په توګه، لور مې په ۹ بجو خوب کوي، خو هغه په شي زانګ کې ښايي غونډه ولري او آپارتمان ته رسېدلی نه وي، نو له خپلې لور سره کتل مشکل کار دی.

په دويمه ورځ مېرمن او لور به يې نان جينګ ته بېرته ولاړ شي. مېرمن يې لور وکتله او و يې ويل چې سبا به هغه وژاړي. تېر کال له خپل پلار سره د خدای پامانۍ په وخت کې هغه ډېره خپه وه.

له شي زانګ سره د مرستې کولو دنده د ټولو هېوادوالو د کوششونو له لارې تر سره کېږي او چارواکي يې تر ټولو اجرايوي توان ته اړتيا لري. چين شين ګوانګ وويل چې هغه بايد نه يوازی د اسلافو کارونو ته دوام ورکړی، بلکې بايد خپل نوښتونه وکړي، په ځانګړي ډول د جيانګ سو او لاسا ترمنځ د تبادلې په اړه به هڅه وکړي چې له جيانګ سو سره تماسونه وساتی او د کسانو د روزنې او تبادلې په برخه کې زيات کارونه وکړي.

د لاسا د ښاري او کليوالي ډيزاين ادارې د عمومي طراح په حيث، هغه د ادارې د چارواکو د روزنو مسؤول دی. دهغه لپاره دا ډېر بيړنۍ دنده ده چې څنګه د ډيزاين اداره نورې زياتې غوره تجربې زده کړي او فرصتونه پيدا کړي چې ځايي چارواکي ژر ژر وده ومومي. نو له دې امله هغه د جيانګ سو پانګونې استعمال کړې چې په يوه کال کې يې د يوه ځل لپاره پوهانو ته د بلنه ورکولو په نوم او د دريو ځلو لپاره له نورو ځايونو څخه د ليدنې په نوم فعاليتونه وکړل.

نورو پوهانو ته بلنه ورکول دا مانا لری چې د جيانګ سو ۲ تنو ښاري ډيزاين پوهانو او د شي زانګ ۲ تنو ځايي پوهانو ته بلل ورکول کېږي چې په لاسا کې اړوند چارواکي وروزل شي. له نورو ځايونو څخه ليدنه کتنه دا معنی لري چې د ډيزاين ادارې چارواکي د ادارې نظام تخنيکونو د زده کولو لپاره د جيانګ سو بېلا بېلو ځايونو ته ځي.

چين شين ګوانګ په لاسا کې اوسېږي او د هېواد له نورو ځايونو سره اړيکې ساتي، هغه په دواړو برخو کې کار کوی. هغه وويل:

زه په يوه ډله کې يم، که څه هم زه اوس له شي زانګ سره مرسته کوم، د جيانګ سو ولايت د کور حوړولو رياست د ډيزاين ادارې او د ډيزاين انسټيټيوټ همکاران او مشران هم د بېلا بېلو ځايونو له مشرانو سره اړيکې ساتي او له ما سره مرسته کوي څو چې داسې د تګ راتګ فعاليتونه تر سره کړو. ټولې پانګې د جيانګ سو لخوا برابرېږی، ويلی شم چې جيانګ سو ولايت د پوره وس په وسيله له شي زانګ سره مرسته کوی.

د چين شين ګوانګ په اند، اجرايئوي توان د جيانګ سو او لاسا ترمنځ د تګ راتګ لپاره ډېر مهم عامل دی.

هغه د ښاري آبادۍ د ډېرو پروژو د ډيزاين مسؤول دی. د ښاري ډيزاين په برخه هغه خپل فکرونه لري.

له ښاري ډيزاين سره د ښار پرمختګ او آبادۍ به نورې هم معياري او منظمې شي، خلک به د ښار مساوات او اسانتياوې احساس کړي او د حکومت لپاره به د ښار ټولنيز او اقتصادي پرمختګ نور پياوړی شي.

چين شين ګوانګ وويل، د ښار پرمختګ او آبادۍ يو ډېر پېچلی سيستم دی چې پکې د کوم کس رول کم دی، خو هغه غواړي چې خپل ټول وس وکړي.

لاسا په لوړه کې يو ځانګړی تاريخي او فرهنګي ښار دی، لرغونی ښاري شکل او ځايونه يې په ښه ډول ساتل شوي او زيات تاريخي اثار يې ښه ترميم شوي دي. هيله لرم چې په راتلونکي کې دغه ځانګړتياوې وساتو او د تخنيک په وسيله له ښار سره پيوستون ولرو چې د ښار په ژبه خلکو ته د تانګ له امپراطورۍ راهيسې د هان او زانګ د دواړو قومونو ترمنځ د دوستۍ او د لاسا لرغونی تاريخ څرګند شي.

دا له شي زانګ سره د يو مرسته کوونکي طراح تر ټولو لويه هيله ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای