CRI Online

د ښکلي چين ستراتيژي د چينايانو هڅونه کوي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-06 16:04:39

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغه ګوند په ۱۹م ملي کانګرس کې د رپوټ ورکولو پر وخت څرګنده کړه چې موږ بايد د ايکولوژيکي تمدن نظامي اصلاحات چټک کړو، يو ښکلی چين دې اباد کړو او د انسان او طبيعت ترمنځ د هماهنګۍ او پرمختګ په اړه د عصري ابادۍ نوی حالت دې رامنځته کړو. د هېواد دغه پرمختيايي ستراتيژي د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د بې شمېره خلکو هڅونه کوي. د ګوی جوه او جيانګ سو ولايتونو په شمول ځايونو کې زيات ولسي وګړي په دې اند دي چې د ايکولوژيکي تمدن ابادي د دوي ژوند چاپېريال نور هم ښکلی کولای شي. دوی غواړي د ښکلي چين د ابادۍ لپاره لا زيات کوښښونه وکړي.

په دې ورځو کې د چين کمونېست ګوند ۱۹م ملي کانګرس په بېجينګ کې تر سره شو چې د ګوی جوه ولايت د ځون يي ښار د فنګ شيانګ علاقه دارۍ په هوا ماو کلي کې د وګړيو زياته پاملرنه يې راجلب کړې ده. دوی د ټلويزيون، ګرځنده تليفون او راډيوګانو له لارې اړوند خبرونه کتلي، لوستلي او يا اورېدلي دي. د دغه کلي مشر پنګ لونګ فن وويل چې د شي جين پينګ لخوا د ورکول شوي رپوټ تر اورېدلو وروسته يې په خپل کلي کې د ايکولوژيکي پرمختګ لاره روښانه کړې ده.

( لومړی اواز)

د عمومي منشي د رپوټ تر اورېدلو وروسته زموږ روحيه هڅول شوې ده. زموږ په کلي کې ډېرې شتمنې طبيعي سرچينې موجودې دي. باور لرم چې زموږ په کلي کې ډېر په زړه پورې ايکولوژيکي چاپېريال به خامخا په خزانې بدل شي او زموږ کليوال به لا نور هم نيکمرغه ژوند ولري.

د هوا ماو کلي اوسېدونکي د ايکولوژيکي تمدن ابادۍ په اړه زياتې نظريې لري. پخوا دلته ځمکې خرابې، ترافيکي اسانتياوې کمې وې. ځايي حکومت تل د ايکولوژيکي چاپېريال د ښه والي لپاره هڅې کوي. نن په هوا ماو کلي کې کليوال په ځانګړتيا لرونکو ملکي کورونو کې اوسېږي او د کلي واټونه او لارې لرغونۍ بڼه لري.

د ۲۰۱۵ کال د جون په ۱۶مه نيټه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ هوا ماو کلي ته راغلی و. هغه د کليوالو کورونو ته لاړو او د کلي له هراړخيز پرمختګ څخه يې ليدنه کتنه کړې ده. کله چې د هوا ماو کلي په زړه پورې منظرې يې وکتلې، نو و يې ستايلې او و يې ويل چې زه دلته خپل وطن يادولای شم.

له تېرو څو کلونو راهيسې هوا ماو کلی مخ په زياتېدونکي سيلانيان راجلب کړي دي. له دې امله کليوالو زياتې پيسې ګټلې او اوس شتمن ژوند تېروي. مو شيان څای په دغه کلي کې د کلالۍ لوښو جوړولو له امله ډېر شهرت لري چې اوس د کلالۍ لوښو يو دکان لري. زيات سيلانيان د ده په دکان کې د کلالۍ لوښي اخلي يا پخپله د کلالۍ لوښي جوړوي. هغه په دې اړه وويل:

( دوهم اواز)

زموږ په هوا ماو کلي کې ستر بدلونونه راغلي دي. پخوا زما د کورنۍ کلني عايدات يوازې شاوخوا ۳۰ زره يوانه و، خو اوس دغه شمېر ۳ لکو يوانو ته زيات شوی دی. نن ورځ زموږ په کلي کې د هر يو کس پر مخ خنډا خواره ده.

د چين کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس په رپوټ کې د لومړي ځل لپاره د ښکلي چين ابادي د چين د راتلونکي پرمختګ په ۵ سترو موخو کې شامله شوې ده. دا کټ مټ د چينايانو په زړه کې رښتينۍ هيله ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای