CRI Online

د ګوانګ جو ښار په دونګ هاو چونګ کې د چاپېریال ادارې له پروژې څخه د انسان او طبعيت ترمنځ هماهنګي څرګندېږي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-06 16:13:31

اوس

د ۲۰۱۲ کال د دسمبر په ۱۱مه نيټه د چين د دولت رئيس او د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ ګوانګ جو ښار ته راغلی او د دغه ښار په مرکز دونګ هاو چونګ په نامه حوض ته لاړو. هغه د دغه حوض تر څنګ ولاړ او و يې ويل چې د دونګ هاو چونګ بدلونکې پروژه د ښکلي چين د ابادۍ او د هېواد د دوام لرونکي پرمختګ يوه کوچنۍ برخه ده. که دغه ډول کوچنۍ برخه په ښه توګه بدل او بيا اباده کولای شي، نو زموږ د هېواد لوی پلان به هم په بريالۍ توګه پلې شي. نن ورځ د دونګ هاو چونګ چاپېريال ادارې پروژه بشپړه شوې، پخوانی بد بوی لرونکی حوض اوس د ښاريانو لپاره د ساعتېرۍ په يو ښه ځای بدل شوی دی.

( لومړی اواز)

د دولت رئيس تر ليدنې کتنې وروسته دونګ هاو چونګ ورځ په ورځ ښه شوی دی، اوس تر څنګ يې نه يوازې د باسکټبال، بلکې د پلې تګ ځانګړې لاره جوړه شوې ده. کله چې هوا ډېره توده وي، ماشومان د اوبو تر څنګ يو ډګر کې د اوبو لوبه کوي او کبان نيسي. چې ډېر د خوشحالۍ ځای دی.

پخوا

د ګوانګ جو ښار اوسېدونکی لين جه چيانګ په ۲۰۰۲ کال کې د دونګ هاو چونګ ته نژدې د اوسېدو سيمې په حکومتي دفتر کې خپل کار پيل کړ. کله چې رئيس شي جين پينګ دلته راغي، هغه هم ور سره ملګری و. له ۲۰۰۲ کال نه تر ۲۰۱۷ کال پورې هغه د دونګ هاو چونګ د سترو بدلونونو عيني شاهد دی. لين جه چيانګ يو خبري عکس زموږ خبريال ته وښود، يادونه يې وکړه او و يې ويل:

( دوهم اواز)

کله چې ښاغلی شي جين پينګ له دونګ هاو چونګ موزيم څخه تر وتلو وروسته حوض ته لاړو، زه هم هلته وم. هغه را سره په لاس روغبړ وکړ او را څخه يې پوښتنه وکړه چې دغه حوض څنګ و. ما ور ته ځواب ورکړ چې اوس ډېر ښه ځای دی، خو پخوا يې ډېر بد بوی درلود. د ښاري حکومت تر بيا ابادۍ وروسته دغه ځای اوس يو کوچنی پارک ګرځېدلی دی. ښاروالۍ خوښوي چې دلته چکر ووهي. ښاغلي شي جين پينګ په دې اړه خپله خوشحالي څرګنده کړه .

که د ګوانګ جو ښار د اوسېدونکي په توګه لين جه چيانګ د يادې پروژې ګټه اخيستونکی دی، نو مېرمن ليو يي د دغې پروژې يوه ګډون کوونکې وه. هغه د ګوانګ جو ښار د يو شيو سيمې د ښاري ابادۍ او اوبو چارو په اداره کې د ګوندي کمېټې مشره ده چې د څو کلونو لپاره يې دغه دنده پر غاړه اخيستې ده. د هغې په وينا دا د دې وياړ او د نيکمرغۍ کار دی چې د دونګ هاو چونګ د بدلولو پر پروژې يې لاس پورې کړی. زموږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې مېرمن ليو يي څرګنده کړه:

( درېيم اواز)

که يوه پروژه ځايي اوسېدونکو ته واقعي ګټې نه رسوي، نو يوه ښه پروژه نشي بلل کېدای. زه د رئيس شي جين پينګ په خبرو ډېر ښه پوهېږم چې د پروژې جذييات بايد په جدي توګه بشپړ شي او په ورځني ژوند کې د ځايي اوسېدونکو ستونزې دې لېرې شي.

اوس د دونګ هاو چونګ په حوض کې د اوبو کيفيت او لوړوالي د څارنې په ځانګړو سامان الاتو سمبالېږي. د دې تر څنګ حکومت هم د کوچنيو بېپيلوته الوتکو په ګزمې سره د ککړو اوبو د ايستلو څارنه هم پياوړې کړې.

ښاغلي شي جين پينګ د چين کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس په پرانيستې غونډه کې ويلي چې بايد د انسان او طبيعت ترمنځ هماهنګي پوره شي. د مېرمن ليو يي په وينا دوی اوس دغې موخې ته د رسېدو لپاره کوښښونه کوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای