CRI Online

شانګهاي د شينشين په سترګو کې

cri     (GMT+08:00) 2017-11-15 11:06:24

شينشين د يوې ارمنيايي نجلۍ چيني نوم دی چی په چيني ژبه کې د ستوري مانا لري. کله چې شينشين په دوه زره نهم کال کې شانګهاي دغه نابلده ښار ته ورسيده ، چيني ژبه يې بيخي نه وه زده ، خو اوس شينشين په روانه چيني ژبه خبرې کولی شي او حتی د شانګهاي لهجه هم زده ده .

شينشين په اصل کې استريد پوګسيان نوميږي او له پنځه کلنۍ څخه يې د وايلين په غږولو پيل وکړ او ددې په وينا وايلين ددې ژوند دی . په دوه زره نهم کال کې شينشين د شانګهاي د موسيقۍ پوهنځي لخوا ومنله شوه چی ښوونکې يې د چين مشهوره وايلين وهونکې سو يان لينګ ده . د ښی نمبرې په ګټلو سره ددې عکس د پوهنځي د بهرنيو زده کوونکو د لارښوونې کتابچې په پښتۍ کې چاپ شوه او په فارغ وخت کې يې په خيريه او داوطلبانه فعاليتونو کې ګډون وکړ او ارکسترا يې هم جوړه کړه ، د يوې نندارې په ترڅ کې ددې د وايلين غږولو وتلی مهارت د شانګهاي د سيفوني ارکسترا د مشر لخوا وستايل شو.او ور ته په دې ارکسترا کې د ګډون بلنه ورکړه شوه. . ددې په اند بوختيا بد کار نه دی او د خپلې هيلې د پوره کولو لپاره د ژوند وضعيت دی . اته کاله وروسته يعنی په دوه زره شپاړسم کال کې شينشين له دې پوهنځي څخه د ماستري درجه وګټله ، اوس شينشين د شانګهاي د سيفوني ارکسترا د مشر د مرستيالې او د جاز يو بند لومړۍ مهمه وايلين وهونکې ده . د يادولو وړ خبره دا ده چې شينشين به ژر لومړی لمبر کاري کارت واخلي چې په شانګهاي کې بهرنيو زده کوونکو ته د شانګهاي شاروالي لخوا ورکول کېږي. ټولو ته معلومه ده چې په بريتانيا کې د صفر صفر اوه په نوم فلم ډير شهرت لري ، خو زما په اند صفر صفر يو له صفر صفر اوو څخه هم غښتلی دی. ددې د ويچت په يوه ويډيو کې چې د چين په ملي جشن کې واخيستل شوه ، ليدل کېږي چې دې په مسکا نورو ته لاس وهی او يوه چيني سندره وايي. ددې سندرې شعر دا دی چې پنځه ستوري لرونکي سور بيرغ زما فخر دی ، پنځه ستوري لرونکی سور بيرغ زما وياړ دی .شينشين د خپل ټاټوبي غوندي له چين او شانګهاي سره مينه لري

په شانګهاي کې شينشين د نندارې ډير فرصتونه لري او هم يې زيات شمير موسيقي پوهان پيژندلي دي،يو وار د فرانسې موسيقي پوه کوندين د نندارې د پيل مخکې د ستيژ تر شا ددې تمرين وکوت او د نندارې تر ختميدو وروسته يې ور ته د جاز يوې ارکسترا د جوړولو بلنه ورته ورکړه چې له امله د نورو دوو بهرنيو موسيقي غږونکو سره يو ځاي د جاز يوه ډله جوړه شوه . دوي د شانګهاي په هکله د ځانګړو ادراکو او احساساتو له مخې لومړی البوم خپور کړ چې نوم يې و په شانګهاي کې اوسيږي. . ددې په وينا شانګهاي د خوب د رښتينۍ ماشين غوندې دی او پکې رنګارنګ کسان ژوند کوي او د خپلو کوششونوله لارې خپل خوبونه رښتيني کېدای شي ..

شينشين شانګهاي د خپل دوهم ټاټوبي په نوم يادوي ، اوس هغه په يو کوچني اپارتمان کې اوسيږي او هره ورځ يا د بس يا په بايسکل د کار ځاي ته ځي او تر نيمې شپې او حتی د دوهم ورځې تر سهاروختي پورې کار کوي . په سيفوني ارکسترا يا خپله جاز ډله کې ډير کارونه لري او کله کله په خيريه فعاليتونو کې هم ګډون کوي . سره له دې چې د کور نور غړي شانګهاي ته ندي راغلي ، خو په شانګهاي کې د زياتو ملګرو په درلودلو سره ددې ژوند له خوښيو څخه ډک دی

د شانګهاي د يادولو په مهال کې شينشين وايي چې په شانګهاي د سيل ښه ښه ځايونه شته او ډول ډول خوندور او ځانګړي خوراکونه هم شته .

شانګهاي چې په نوې زمانه کې د ودانولو او سمسمورولو په لوري چټک پرمختګ کوي ، د يو لوي سمندر غوندې دی چې د زرګونو سيندونو اوبه پکې ځايېږي او پوره باور لري هر تن چې په شانګهاي کې کار او ژوند کوي ، ښه وده کولی شي.. .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای