CRI Online

د ښځو نړيوالې ورځې د يادونې په مناسبت مېلمستيا په بېجينګ کې تر سره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-12 16:55:08

د مارچ په ۷مه نېټه د ښځو نړيوالې ورځې د يادونې په مناسبت لويه مېلمستيا د چين په پلازمېنه بېجينګ کې تر سره شوه.

( لومړی اواز)

په دغه لويه مېلمستيا کې د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مرستيال او د ښځو دولتي ټولنې مشرې شن يو يو د بېلا بېلو هېوادونو ميندو او خويندو ته د دې ورځې مبارکي وويله. هغې دې ته اشاره وکړه چې په ۲۰۱۷ کال کې د چين کمونېست ګوند ۱۹م ملي کانګرس په بريالۍ توګه تر سره شوی چې پکې د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ افکارو تاريخي ځای ټاکل شوی دی او هم د سوسياليستي عصري هېواد د هراړخيزې ابادۍ نوی بهير پيل شوی دی. د شي جين پينګ په محور د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون په ټينګې لارښوونې سره په هېواد کې د ښځو چارو نوې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. هغې پر دې ټينګار وکړ چې موږ بايد د شي جين پينګ په محور د ګوند د مرکزي کمېسيون په چاپېر ټولو ښځو ته څلور نظريې پراخې کړو، پر څلورو باورونو دې ټينګار وکړو، د ګوند خبرې دې واورو، په ګوند پسې دې ګامونه پورته کړو او په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د ستر بري د موندلو لپاره دې زيار وباسو. چينی ښځې غواړي د بېلا بېلو هېوادونو له خويندو سره يو ځای د ټولو انسانانو لپاره د ګډ برخليک ټولنې د ابادولو لپاره خپل خدمتونه تر سره کړي.

هر کال د مارچ په ۸مه نېټه د ښځو نړيواله ورځ څه باندې سل کاله دمخه د ښځو د خپلواکۍ او جنسي برابرۍ په موخه ټاکل شوې ده. د چين د ښځو دولتي ټولنې پخوانۍ مرستيالې مېرمن جاو دي خبريالانو ته څرګنده کړه:

( دوهم اواز)

د ښځو بېلا بيلې کچې ټولنې ښځو ته پاملرنه کولای شي او د ښځو وړتيا او توان لوړولای شي. ښځې نيم اسمان دی. که د ښځو وړتيا لوړه کړي، نو ټولنې ته به چټک پرمختګ ورکولای شي. ښځې په کورنيو کې هم مهم رول لوبوي.

د چين د ملي ولسي کانګرس او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې ځينو ښځينه استازيو ، په بېجينګ کې ښځينه کارپوهانو، ښځينه اکاډميشنانو او د بهرنيو هېوادونو ځينو ښځينه سفيرانو، د سفيرانو مېرمنو او ښځينه ديپلوماتانو په شمول کابو زره تنو په دغه لويه مېلمستيا کې ګډون کړی و. مېرمن خديجه له دې جملې څخه يوه ده. هغې خبريال ته وويل چې دا لسم کال دی چې چين ته راغلې ده. هغې له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې د چين د سترو بدلونونو په اړه څرګنده کړه:

(درېيم اواز)

پخوا ما د چين په سوپر مارکيټونو يا نورو عمومي ځايونو کې هېڅوک نشو پيدا کولای چې په انګليسي ژبې خبرې وکړي. خو اوس زيات چينايان انګليسي ژبه ويلای شي او را سره مرسته کولای شي.

په چين کې ښځينه ښوونکي د ټولو ښوونکو څه باندې ۷۰ سلنه نيسي. له يون نان ولايت څخه راغلې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړې مېرمن جانګ مين يوه ښوونکې ده. د مارچ د ۳مې نېټې تر غرمې وروسته د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کمېټې د لومړۍ غونډې له پرانيستلو مخکې مېرمن جانګ مين خبريال ته وويل چې د يوې ښوونکې په توګه د دې تر ټولو مهمه دنده له خپلو زده کوونکو سره مينه لرل دي.

( څلورم اواز)

زه له خپلو زده کوونکو او خپل کار سره خورا مينه لرم.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای