CRI Online

په اسرائيلو کې چيني ښځې

cri     (GMT+08:00) 2018-03-19 10:10:35

چين او اسرائيلو په ۱۹۹۲ کال کې سياسي اړيکې سره ټينګې کړې. له دې راهيسې ځينې چيني ښځې اسرائېلو ته تللي، هلته يې ودونه کړی او ژوند کوي. د دغو چیني نجونو شمېر تر اوسه پورې کابو سل تنو ته رسېدلی دی. اکثريت يې په اسرائيلو کې يا د سيلانۍ لارښوونکو په توګه دنده لري، يا د قيمتي ډبرو په معاملو اړوند کارونه تر سره کوي او يا د چين او اسرائيلو ترمنځ په سوداګرۍ او کلتوري تګ راتګ بوخت دي. داسې لکه چيني ګلونه چې په اسرائيلو کې خپلې غوټۍ غوړوي، له ځيرکۍ، مهربانۍ او خوشيبينۍ څخه ډکې ښکلې ښځې بلل کېږي. دوی د چين غوره دوديز کلتورونه اسرائيلو ته وړي او د دوو هېوادونو ترمنځ د انساني او کلتوري تبادلې لپاره د يو پل په توګه رول لوبوي.

مېرمن لي که سو له لومړۍ ډلې چينايانو څخه يوه شمېرل کېږي چې له ۱۹۹۲ کال وروسته اسرائيلو ته تللې ده. هغه د لسګونو کلونو لپاره د الماس او قيمتي ډبرو د چمتو کولو په برخه کې دنده لري. هغه د اسرائيلو اقليم او چاپېريال ډېر خوښوي او له خپل کار سره مينه لري. په ۲۰۱۱ کال کې مېرمن لي که سو له نورو چيني ملګرو سره يو ځای په اسرائيلو کې د چيني اوسېدونکو ټولنه جوړه کړه. هغه د دغې ټولنې شورا د يوې فعالې غړې په توګه ګرځېدلې ده. هر کال هغه د ځايي چيني اوسېدونکو لپاره يو لړ د چين دوديز فعاليتونه او هم د چين د ملي جشن مېلمستياوې جوړوي. مېرمن لي څرګنده کړه چې هغه د چين او اسرائيلو ترمنځ د دوستانه اړيکو پرمختيايي بهير عيني شاهده ده. اسرائيليان اوس د چين په اړه مخ په زياتېدونکي معلومات لري او د پخوا په پرتله د چين زيات درناوی کوي.

(لومړی اواز)

کله چې زه تازه دلته راغلم، اسرائيليانو را څخه پوښتنه وکړه چې په چين کې برېښنايي څراغونه شته که نه او اورګاډي او الوتکې لري که نه؟ زه د دوی پر دغو پوښتنو ډېره حيرانه شوم چې دوی د چين په اړه دومره لږ معلومات درلودل. د ۲۰مې پېړۍ په نهمه لسيزه کې ډېر کم اسرائيليان چين ته تللي وو، نو د دوی په ذهن کې چين ډېر وروسته پاتې و. خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو ټينګېدو له ۲۵کلونو راهيسې د اسرائيليانو په سترګو کې د چينايانو مقام او درناوی ورځ په ورځ لوړ او پياوړی کېږي.

مېرمن وانګ جينګ ون پخوا په چين کې د يوې مجلې ايديټره وه. په ۲۰۰۸ کال کې هغې په يو کاري سفر کې اسرائيلو ته راغلې او له اسرائيلو سره د مينه پيدا کېدلو له امله دلته پاتې شوې ده. هغې په اسرائيلو کې ډول ډول کارونه تر سره کړي، خو په دې وروستيو دوو کلونو کې هغه د کلتوري تګ راتګ په اړه دنده پيدا کوي. د ۲۰۱۷ کال په سر کې هغې يوه اوږده کيسه وليکه او چاپ يې کړه چې نوم يې د بيت المقدس تر هوا لاندې دی.

( درېيم اواز)

دغه کيسه بيخي خيالي ده، خو پکې د ژوند په اړه زما يو لړ فکرونه او نظريې شاملې شوې دي. دا چې په اسرائيلو کې ژوند کوي، هم ستونزمن دي او هم اسانه دي، خو د ژوند لګښت يې نسبتاً لوړ دی. د چين په چټک پرمختګ سره اسرائيليان له چين سره مخ په زياتېدونکې علاقه پيدا کوي او غواړي چې له چينايانو سره زياتې خبرې وکړي.

پېغله وانګ ني نا يوه سيلانۍ لارښوونکې ده. هغه لس کاله دمخه اسرائيلو ته راغلې ده. د دې کار دا دی چې چيني سيلانيانو ته د اسرائيلو ښکلې منظرې او تاريخي اثار معرفي کوي او چينايانو ته د اسرائيلو په اړه زيات معلومات ورکوي. هغې وويل: کله چې تازه اسرائيلو ته راغلې وم، په ځايي ژبې هېڅ نه پوهېدم. نو د کار تر څنګ مې د ژبې زده کړه هم کوله. دا ډېر سخت ژوند و. خو اوس د دې ژوند ډېر ثابت او نيکمرغه شوی دی. هغه هره ورځ په خوښۍ سره کار او ژوند کوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای