CRI Online

د ګوانګ دونګ ولايت، هاکانګ او مکاو ځانګړو اداري سيمو ترمنځ هماهنګ پرمختګ

cri     (GMT+08:00) 2018-03-30 17:03:39

قدرمنو اورېدونکو، د چين په جنوب ختيځ کې د ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو ځانګړو اداري سيمو ترمنځ خليجي سيمه اوس د چټک پرمختګ په حال کې ده. د چين صدر اعظم لي که چيانګ د روان کال د حکومت په کاري رپوټ کې د يادې خليجي سيمې په اړه له نويو څرګندونو څخه د هېواد په عمومي پرمختيايي ستراتيژي کې د يادې سيمې مهم ځای څرګندېږي او دا معنی هم ورکوي چې د ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو ځانګړو اداري سيمو ترمنځ دغه خليجي سيمه په چين کې د بېلا بېلو سيمو ترمنځ د همغږۍ پرمختګ په ستراتيژي کې يوه مهمه تشکيلاتي برخه ګرځېدلې ده. روان کال د چين د دوو ملي جرګو په کلنيو غونډو کې د چين د پرمختګ او اصلاحاتو دولتي کمېټې مشر ښاغلي هه لي فنګ او د دولتي شورا د هانکانګ او مکاو چارو دفتر مشر ښاغلي جانګ شياو مينګ په جلا جلا توګه د يادې خليجي سيمې د وروستي پرمختګ او پلان په اړه يو لړ معلومات ورکړل. د ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو ځانګړو اداري سيمو ترمنځ خليجي سيمه خپله ځانګړتيا لري، نو که غواړي سترې ستراتيژيکې موخې ته ورسېږي، نو د بېلا بېلو خواوو همغږي پرمختګ ته اړتيا لري. دا د چين د دوو ملي جرګو د کلنيو غونډو په څنډو کې د پاملرنې وړ يوه توده مسئله ګرځېدلې ده. ژوند په چين کې پروګرام په نننۍ کړۍ کې به د اقتصاد، د خلکو ژوند، نړيوالې همکارۍ او انساني تګ راتګ په شمول له ۴ اړخونو نه د يادې خليجي سيمې د پرمختګ په اړه د ملي ولسي کانګرس د غړيو او د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې استازيو هيلې او پاملرنې تاسو درنو اورېدونکو ته وړاندې کړو. هيله ده چې تاسو زموږ پروګرام تر پايه پورې راسره پاتې شئ!

په ۲۰۱۷ کال کې د يادې خليجي سيمې عمومي اقتصادي اندازه له ۱ مليارډ يوانو څخه اوښتې ده. دغه خليجي سيمه چې نفوس يې ۶۶ مليونو تنو ته رسېدلی، د ټول هېواد د عمومي اقتصادي اندازې په سلو کې ۱۲ برخه نيولې ده. په دغه سيمه کې دوه سياسي نظامونه، ۳ ګمرکي سيمې، ۳ ډول پيسې، ۳ ډول قانوني او ښوونيز سيستمونه موجود دي. دا ټول د يادې خليجي سيمې ځانګړتياوې او غوره والي دي، خو د بېلا بېلو خواوو ترمنځ د همکارۍ پرمخبيولو تر ټولو سترې ستونزې هم دي. هانکانګ د نړيوال پولي مرکز په توګه د هېواد د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې د لويې وچې د پرمختګ لپاره تاريخي خدمتونه تر سره کړي دي. د هانکانګ ځانګړې اداري سيمې څخه راغلي د هنري فوک ډلې اجرائيوي مشر ښاغلي فوک چون وان لان د ياد پرمختيايي بهير عيني شاهد دی. هغه دې ته اشاره وکړه چې د ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو ځانګړو اداري سيمو ترمنځ خليجي سيمه به د چين د نوي پړاو لوړ پوړي پرمختګ او ورخلاصون مشري وکړي.

( لومړی اواز)

۲۰۱۸ کال په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو له ۴۰ کليزې سره برابر دی. ګوانګ دونګ ولايت تل د اصلاحاتو او ورخلاصون مخکښ بلل کېږي او د ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو ځانګړو اداري سيمو ترمنځ خليجي سيمه هم د هېواد په کچه ستر نوښت دی. نو موږ به د ګډې ابادۍ او شريک په اصولو سره د يادې خليجي سيمې دننه د همکارۍ نوی موډل پيدا کړو. باور لرم چې د دغې سيمې عمومي پرمختيايي پلان ژر خپور شي او د ازادې سوداګرۍ تګلاره به په دغه سيمه کې ژر تر ژره اجرا شي څو چې زموږ په هېواد کې د نوي پړاو د لوړ پوړي ورخلاصون مشري وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای