CRI Online

په تېرو ۵ کلونو کې په بېجينګ کې ټول ۱۳۰۰ ښکلي کلي اباد شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2018-04-10 09:00:54

د ۲۰۱۸ کال لپاره د بېجينګ ښار د کليوالو کارونو غونډه د مارچ په ۲۸مه نېټه تر سره شوه. په بېجينګ ښار کې تر ګوندي کمېسيون لاندې د کليوالو کارونو کمېټې مرستيال منشي ښاغلي کانګ سن د مارچ په ۲۷مه نېټه د يوې خبري ناستې په ترڅ کې څرګنده کړه چې له وروستيو ۵ کلونو راهيسې په بېجينګ ښار کې د اباد شويو ښکلو کليو شمېر ۱۳۰۰ ته رسېدلی دي. د کليوالې سيلانۍ چارې په سمسوره او چټکه توګه پرمختګ کوي او په هراړخيزه توګه د څلورو کچو سيند مشر ميکانيزم جوړ شوی چې په ټول ښار کې چاپېريال ښکاره ښه والی موندلی دی. سږ کال د بېجينګ ښاري حکومت د ۱۰۰۰ ښکلو کليو د بيا ابادۍ پلان جوړ کړ او و يې غوښتل چې د دښتې سيمه بېخي له سکرو څخه پاک وساتل شي.

د کليوالو سيمو د سمسورتيا ستراتيژي د چين کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس لخوا يوه مهمه پرېکړه او ترتيب او د سوسياليستي عصري هېواد د هراړخيزې ابادۍ لپاره يوه مهمه تاريخي دنده هم ده. په بېجينګ ښار کې تر ګوندي کمېسيون لاندې د کليوالو کارونو کمېټې مرستيال منشي ښاغلي کانګ سن د مارچ په ۲۷مه نېټه څرګنده کړه چې له تېرو ۵ کلونو راهيسې بېجينګ ښار د عصري کليوالو چارو د پوره پرمختګ لپاره کوښښونه کړي او په ښاري او کليوالو سيمو کې د چاپرېريال ادارې ته يې زور ورکړی دی. هغه وويل چې د ښکلي کلي ابادي د کليوالو سيمو د سمسورتيا ستراتيژۍ د پلې کولو عمده تدبير او لاره ده.

( لومړی اواز)

له تېرو ۵ کلونو راهيسې د اباد شويو ښکلو کليو شمېر ۱۳۰۰ ته رسېدلی او په ۲۵۱۳ کليو کې د ۹۵۰ زرو کورنيو لپاره له سکرو نه په پاکې انرژۍ اصلاحي پروژې پوره کړې چې د ګرمۍ برابرولو په فصل کې د څه دپاسه ۲۹ لکو ټنو سکرو سپما شوې ده. د دې تر څنګ د کليوالې سيلانۍ چارې هم چټک پرمختګ کړی دی. په ۲۰۱۷ کال کې بېجينګ ښار کې د کليوالې سيلانۍ عمومي عايدات ۴ مليارډو ۴۱۰ مليونو يوانو ته رسېدلي دي.

د ښاغلي کانګ سن د معلوماتو له مخې، له تېرو ۵ کلونو راهيسې د بېجينګ ښار په دښتي سيمه کې کابو د ۸۰ زرو هېکتارو ځنګلونه روزل شوي چې د ځنګلونو د پوښولو انډول له ۳۸.۶نه ۴۳ سلنې ته لوړ شوی دی. د هېواد له جنوب نه شمال ته د اوبو لېږدولو پروژې په واسطه ۲.۷ مليارډ مکعب متره اوبه لېږدول شوې چې د اوبو سختي کمه شوې ده. دغه راز د څلورو کچو سيندي مشر ميکانيزم پوره جوړ شوی چې د ککړو اوبو د پاکولو انډول ۹۲ سلنې ته رسېدلی او په ټول ښار کې د اوبو چاپېريال ډېر ښه شوی دی.

په روان کال کې د عمده کار د يادولو په اړه ښاغلي کانګ سن څرګنده کړه چې موږ لا هم د ښکلي کلي ابادۍ په اړه کاري پلان ته لومړيتوب ورکړی دی.

( دوهم اواز)

موږ په روان کال کې د ۱۱۰۷ ښکلو کليو د ابادولو پلان وټاکه او د لومړې ډلې ۷۱ کليو د ابادولو په اړه مو اړوندې روزنې پيل کړی. زموږ عمده دنده د ککړتيا له منځه وړل او پاکول، د بې منظمۍ تنطيمول او د زياتو ونو کېښنول دي. د دې تر څنګ موږ به په داسې کليو کې د تشناب انقلاب تر سره کړو، د کليولو سړکونو ابادۍ ته به زور کړو او د کثافاتو او ککړو اوبو د ادارې لپاره يو لړ تدبيرونه ونيسي.

ښاغلي کانګ سن زياته کړه چې بېجينګ ښار به په روان کال کې د ۴۵۰ کليو لپاره د پاکې انرژۍ اصلاحي پروژې بشپړې کړي، د کليوالو کسانو د ژوند د ښه والي لپاره به کوښښونه وکړي، د مسلکي بزګرانو نظام به جوړ کړي، له کليوالو ښوونکو څخه د ملاتړ پلان به پلی کړي او د طبي خدمتونو د سرتاسري کولو پيمانه او سويه به لوړه کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای