CRI Online

پر بو او راتلونکې ته وګورئ: ننګونې او اميدونه دواړه شتون لري.

cri     (GMT+08:00) 2018-04-16 15:35:02

د بو او اسيايي فورم د ۲۰۱۸ کال غونډه د اپريل له ۸مې نه تر ۱۱مې نېټې پورې د چين د های نان ولايت په بو او کې تر سره شوه. د دغې کلنۍ غونډې په ترڅ کې څو فرعي فورمونو د راتلونکې تر سرليک لاندې کورنيو او بهرنيو مېلمنو ته بلنه ورکړې چې د راتلونکي ترانسپورټ، توليد او تخنيکي پرمختګ په اړه په زړه پورې نقشې جوړې کړي.

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هر تن دې ته حيران دی چې په راتلونکې کې ژوند به څنګه بدل کړي. تخنيکي پرمختګ به څنګه کوم ځای ته د انسانانو لارښوونه وکړي.

تخنيکي پرمختګ په هره ساحه کې زموږ ژوند بدلوي، خو د خلکو پر ترانسپورټي لارو چارو تر ټولو ژوره اغېزه کوي. د بو او اسيايي فورم تر چوکاټ لاندې د راتلونکي ترانسپورټ تر سرليک لاندې په فرعي فورم کې د چين د CRRC ډلې د بورډ مشر ښاغلي ليو هوا لونګ څرګنده کړه چې په راتلونکې کې به د چين په مداري ترانسپورټ کې څو بې ساري پرمختګونه رامنځته شي.

( لومړی اواز)

د چين راتلونکی ترانسپورټ به د ليدو وړ وي او په راتلونکو ۳ يا ۵ کلونو کې به د چين په مداري ترانسپورټ کې نوي بدلونونه رامنځته شي. لومړی، په ۲۰۲۲ کال د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په ترڅ کې به د CRRC ډلې نوی ډول اورګاډي په کار ولوېږي چې نه يوازې په تخنيکي بلکې اداري برخه کې پوره د هوښيارۍ تر کنټرول لاندې وي. دوهم، تر ۲۰۲۰ کال پورې به مداري واټن بدلېدونکی چټک اورګاډي رامنځته شي چې په هر ساعت کې ۴۰۰ کيلومتره سرعت او ځغلېدلای شي. درېيم، تر ۲۰۲۰ کال پورې به CRRC ډله د هغه ډول مقناطيسي شماور اورګاډي د توليدولو توان ولري چې سرعت يې په هر ساعت کې ۶۰۰ کليومترو ته رسېږي. څلورم، په ۲۰۲۰ کال کې به په مداري ترانسپورټي چارو کې د نوي ډول کاربن موادو کارونه بې ساري پرمختګونه ومومي. نو په راتلونکې کې به مداري ترانسپورټ چټک پرمختګ ومومي.

پر همدې مهال تخنيکونه هم راتلونکي ته څه ننګونه راوړلای شي. د اسرائيلو سيانس پوه يوسي واردي د نوې دورې تخنيکي انقلاب په نوم يو فرعي فورم کې وويل چې نوي تخنيکونه دوه مخونه لري، نو موږ بايد خپله ويښتيا وساتو.

( درېيم اواز)

موږ بايد له بله اړخه تخنيکي پرمختګ ته وګورو. هر يو نوی تخنيک دوه مخونه لري. په راتلونکې کې به نوي تخنيکونه د انسان د هرې يوې عضلې پر ځای کار وکړي او زموږ ذهني او رواني سيستمونه تقويه کولای شي. خو تخنيکونه د انساني فکرونو د کنټرولو شونتيا هم لري.

هر څنګه چې ننګونې به څرنګه وي، راتلونکې لا هم رارسېدلې ده. د GREE ډلې بورډ مشرې مېرمن دونګ مينګ جو د راتلونکي توليد په نوم فرعي فورم کې څرګنده کړه چې انسانان له ننګونو سره د مقابلې له امله نيکمرغي احساسوي.

( څلورم اواز)

زما په اند اينده ډېره په زړه پورې وي. ځکه چې په راتلونکې کې به ننګونې موجودې وي، خو انسانان هر شی کنټرولای شي. موږ له رنګا رنګ ننګونو سره د مقابلې له امله نيکمرغي احساسولای شو. لکه عمومي منشي شي جين پينګ چې ويلي دي، نيکمرغي د زيار کښۍ نه رامنځته کېږي. د ده دغه خبره زما لپاره د راتلونکي توليدي قوه ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای