CRI Online

په چين کې له ملاريا سره د مبارزې ۱۱مه ورځ.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-03 10:21:51

د اپريل ۲۶مه نېټه په چين کې له ملاريا سره د مبارزې ۱۱مه ورځ وه. د چين د صحي پالنې او روغتيا دولتي ادارې د ناروغيو کنټرول څانګې مشر ماو چون ان د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه په بېجينګ کې يوه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې پخوا په چين کې کله کله د ملاريا ناروغۍ واقعي رامنځته کېدلې، خو اوس دغه ناروغي په چين کې ډېره کمه ليدل کېږي. په نوې زمانه کې چين بايد له بهر نه د سختو ناروغيو د ننوتلو حالت کنټرول کړي څو چې تر ۲۰۲۰ کال پورې په هېواد کې ملاريا ناروغي بيخي له منځه يووړل شي.

ملاريا يوه ډېره سخته ناروغي ده چې په نړۍ کې ډېر ليدل کېږي او د غوماشې د چيچلو يا د وينې لېږدولو له لارې پرې يو عکس اخته کېږي. د يوې شمېرنې له مخې، د تېرې پېړۍ په ۵مه لسیزه کې د چين په ۱۹۲۹ ولسواليو کې د ملاريا ناروغۍ واقعي ډېرې وې چې په ټول هېواد کې يې ۸۰ سلنه نيول. په هغه وخت کې په هر کال کې پر دې ناروغۍ د اخته شويو ناروغانو شمېر له ۳۰ مليونو تنو څخه اوښته چې دغه اندازه د نورو ناروغيو په پرتله ډېر لوړه وه.

د چين د صحي پالنې او روغتيا دولتي ادارې د ناروغيو کنټرول څانګې مشر ماو چون ان داسې معلومات ورکړل چې له تېرو څو کلونو راهيسې د اړوندو ارګانونو له خوا د مخنيوي او کنټرول طرحه شويو پلانونو په تطبيق سره په چين کې پر ملاريا د اخته کېدونکو ناروغانو شمېر په پر له پسې توګه کم شوی دی.

( لومړی اواز)

په ۲۰۱۷ کال کې د چين دننه پر ملاريا د اخته کېدو هېڅ پېښه نه ده رامنځه شوې. دا زموږ په هېواد کې لومړی ځل دی. خو د هېواد له بهر نه د ننوتونکو ناروغانو شمېر ۲۶۷۲ تنو ته رسېدلی دی. په عين وخت کې ۹۹.۵ سلنه ولسوالۍ او ۸۳.۳ سلنه ښارونه د ملاريا د له منځه وړلو په اړه له اړوند امتحان څخه تېر شوي دي. شانګهای ښار په چين کې لومړی ځای دی چې له ياد ولايتي امتحان څخه تېر شوی دی.

ښاغلي ماو چون ان څرګنده کړه چې اوس له بهر نه داخېدونکي ناروغان په چين کې پر ملاريا د اخته کېدونکو ناروغانو عمده برخه تشکيلوي. بهر ته د تګ راتګ کسانو د مخ په زياتېدو سره د ملاريا ناروغۍ وقايې او مخنيوي ته بايد زور ورکړی شي.

( دوهم اواز)

موږ به هغو سوداګران، سيلانيانو او کارګرو ته لا زيات تبليغاتي فعاليتونه برابر کړو چې د افريقا او جنوب ختيځې اسيا په شمول ځینو هېوادونو او سيمو ته ځي او له بهر نه د بېرته راتلونکو وطنوالو په مقابل کې به د ملاريا ناروغۍ د قرنطين او درملنې کارونه پياوړي کړو څو چې د ملاريا د له منځه وړلو بنسټ په پوره توګه کيښودل شي او د خلکو بدني روغتيا او ځاني امنيت ته به زيان نه رسېږي. موږ په دې هڅه کې يو چې تر ۲۰۲۰ کال پورې له خپل هېواد نه د ملاريا ناروغي بيخي پاکه کړو.

کارپوهان دا يادوي چې ملاريا په عمده توګه د غوماشې په واسطه خپرېږي، نو ځکه بهر ته تلونکي وطنوال بايد د غوماشې د چيچلو څخه د ځان ساتنې مخنيوي لپاره بېلا بېلې لارې چارې په پام کې ونيسي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای