د ۲۰۱۸ کال په جون مياشت کې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشريزه غونډه به د چين په چينګ داو ښار کې تر سره شي. چينګ داو ښار چې د چين د ژيړ سمندر تر څنګ پروت دی، ډېرې زياتې برترۍ او ښيګنې له ځان سره لري. دغه ښار اوس د يادې سرمشريزې غونډې د جوړېدو فرصت څخه په ګټه اخيستلو سره د يو عصري او هراړخيز ترانسپورټي مرکز په لور د چټکې ابادۍ په حال کې دی.
( لومړی اواز)
د ياد اواز په غږېدو سره د ۳۰۱۶ م نمبر اورګاډی د چينګ داو ښار له يو ريل سټېشن څخه وخوځېد او ۱۰ ورځې وروسته به قزاقستان ته ورسېږي. د دغه ريل سټېشن مرستيال عمومي مېنيجر ښاغلي وی شوی لون داسې معلومات ورکړل چې په ۲۰۱۵ کال کې د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د اورګاډيو تګ راتګ په چينګ داو ښار کې پيل شوی دی. دغه اورګاډي له چينګ داو څخه خوځېږي، د چين د شينجيانګ له لارې د منځنۍ اسيا قزاقستان او ازبکستان ته ځي. د دغو اورګاډيو په تګ راتګ سره د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ سوداګريزې اړيکې هم نژدې شوې دي.
ښاغلي وی څرګنده کړه:
په دغو اورګاډيو کې ټول مالونه د اوبو له لارې چينګ داو بندر ته رسېږي او بيا به د اورګاډيو په واسطه منځنۍ اسيا ته ولېږدول شي چې په عمده توګه ماشيني پرزې او د ژوند ضروري شيان پکې شامل دي.
په دغه ريل سټېشن کې منځنۍ اسيا، د کوريا جمهوريت، مغولستان، اروپا او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ته د اورګاډو تګ راتګ ۵ لاينونه پرانيستل شوي دي.
برسېره پر دې، د چينګ داو ښار نوی نړيوال هوايي ډګر اوس هم د جوړېدو په حال کې دی چې عمومي پانګونه به يې ۴۱ مليارډو يوانو ته ورسېږي او عمومي مساحت يې ۱۶ مربع کيلومترو ته رسېږي. د دغه نوي هوايي ډګر د عمومي چارو دفتر ښاغلي سون ځو بين څرګنده کړه:
(درېيم اواز)
زموږ دغه هوايي ډګر به د ۲۰۱۹ کال په سپتمبر کې په کار ولوېږي. د دغه هوايي ډګر په محور به د ۱۴۹ مربع کيلومترو په مساحت يوه اقتصادي نمونوي سيمه به هم جوړه شي. دغه راز چينګ داو ښار به د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ يو مهم ترانسپورټي مرکز وګرځي.
ښاغلي سون ځو بين څرګنده کړه چې د چينګ داو ښار د نوي نړيوال هوايي ډګر تر جوړېدو وروسته به د کورنۍ الوتنې ۱۱۳لاينونه او د نړيوالو الوتنو ۲۵ لاينونه پرانيستل شي چې د نړۍ ۹۹ ښارونو ته به وغځېږي.
د دې تر څنګ د ۲۰۱۵ کال د مې په ۲۹مه نېټه د چينګ داو سيلانيزې بيړۍ بندر هم پرانيستل شوی دی. تر اوسه پورې دغه بندر څه دپاسه ۱۱۰۰ سيلانيزې بيړۍ او کابو ۴ لکه سيلانيان منلي دي.
د چينګ داو نړيوالو سيلانيزو بيړيو شرکت د عمومي منېجر مرستيال ښاغلي ليو ون تاو وويل چې د سيلانيزو بيړيو په تګ راتګ سره د کلتوري تګ راتګ فعاليتونه هم سمسور شوي دي. د بېلګې په توګه د انځورونو نندارتون، د ښوونې نندارتون او داسې نور کلتوري فعاليتونه اوس په چينګ داو ښار کې ډېر ليدل کېږي.
20180514
|
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |