CRI Online

په م م کې د پوليسو سرمشريزه غونډه تر سره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-25 16:39:12

پر ځايي وخت د جون په ۲۱مه نېټه د م م د دوهمې دورې پوليسو سرمشريزه غونډه په نيويارک کې د م م په عمومي مقر کې تر سره شوه. د چين د عامه امنيت وزارت دايمي مرستيال وانګ شياو هونګ په دغه سرمشريزه غونډه کې څرګنده کړه چې چين به په پر له پسې توګه د م م له سوله ساتو عملياتو څخه خپل تخنيکي او انساني ملاتړ ته دوام ورکړي.

پر ځايي وخت د جون په ۲۱مه نېټه د م م د ۲مې دورې پوليسو سرمشريزه غونده په نيويارک کې تر سره شوه چې له ۱۹۳ هېوادونو څخه راغلي د پوليسو مشرانو، حکومتي مامورينو او د اړوندو نړيوالو سازمانونو استازيو پکې ګډون کړی و او په نويو امنيتي حالاتو کې د سوله ساتو عملياتو د تر سره کولو او د امنيتي ګواښونو په وړاندې د سوله ساتو پوليسو د مقابلې په شمول پر يو لړ مسئلو يې بحث وکړ.

د چين د عامه امنيت وزارت دايمي مرستيال وانګ شياو هونګ په ياده سرمشريزه غونډه کې د ګډون پر وخت د خپلې وينا په ترڅ کې څرګنده کړه: دا چې م م د نړيوال امنيتي حالت په لا پېچلي کېدو سره د پوليسو دوهمې دورې سرمشريزه غونډه تر سره کوي، ډېر ستر اهميت لري. چين به د سوله ساتنې او ابادۍ په برخو کې د م م له لا پياوړي رول او د م م د سولې او امنيت چوکاټي اصلاحاتو د پرمخبيولو لپاره د سرمنشي ګوټريس له کوښښونو څخه ملاتړ وکړي.

هغه وويل چې چين به د نويو حالاتو او دندو په وړاندې د م م لخوا له سوله ساتو عملياتو او د اړوند توان له پياوړتيا څخه ملاتړ وکړي، په ميشتو هېوادونو کې به د ځايي پوليسو روزنې ته زور ورکړي او لا زيات لوړ پوړي موثر تخنيکونه به وکاروي.

( لومړی اواز)

چين ژمنه کوي چې د اړوند توان د لوړولو لپاره لا زيات کارونه تر سره کړي، د بېلګې په توګه د م م د ډول ډول روزنيزو کورسونو کوربتوب به وکړي، له م م سره به د لارښوونکو پلاوی په ګډه جوړ کړي، د افريقا رونيزو پروژو ته به لومړيتوب ورکړي او په لوړ کيفيت سره به د زر تنو پوليسو د روزلو موخې ته ورسېږي. چين هيله لري چې د م م تر چوکاټ لاندې د قانون پلې کولو توان د پياوړتيا په موخه له افريقايي هېوادونو سره اغېزمنې او مثبتې مرستې وکړي او د سرمشريزې غونډې د لاسته راوړنو او موافقو د پلې کولو ميکانيزم جوړولو ته به چټکتيا ورکړي تر څو چې ټولې لاسته راوړنې په عملياتو بدلې شي او د نړۍ د امنيتي ادارې لپاره خدمتونه تر سره کړي. چين به م م ته لا زيات انساني ملاتړ برابر کړي چې لا زيات لوړ پوړي مسلکي کارکوونکي وروزي او په سوله ساتو عملياتو کې د ګډون لپاره به غوره ښځينه پوليس ولېږي. چين غواړي چې له بېلا بېلو خواوو سره د پولسي ادارو په شمول برخو کې کاري تجربې شريکې کړي او په ګډه د سوله ساتو عملياتو وياړونه وساتي.

ښاغلي وانګ شياو هونګ پر دې ټينګار وکړ چې چين تل د م م سوله ساتو عملياتو ته زياته پاملرنه کوي او ور ته زيات خدمتونه برابروي. هغه وويل: د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر کې رئيس شي جين پينګ د م م د سوله ساتې په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ او جدي ژمنه يې وکړه. تر اوسه پورې چين د ۳۳۰ تنو سوله ساتو چيني پوليسو او ۴۰۰ تنو بهرنيو پوليسو د روزلو کارونه بشپړ کړي دي. تېر کال چين د م م په صلاحيت سره د ليبريا لپاره د زورزياتي پر ضد د پوليسو يوه ډله روزلې او ډېره ښه نتيجه يې تر لاسه کړې ده.

په ياده سرمشريزه غونډه کې د چين ادعاګانې او ژمنې د نړيوالې ټولنې تود غبرګون او ستاينه تر لاسه کړې ده.

د م م د سوله ساتو پوليسو چارو مشر ښاغلي لويس د چين لوړه قدرداني وکړه چې له اوږدې مودې راهيسې يې د م م د سوله ساتو چارو لپاره زيات کارونه تر سره کړي دي او هيله يې هم وښودله چې چين په سوله ساتو برخه کې په پر له پسې توګه خپلې کړې ژمنې پوره کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای