د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اګست په ۲۶مه نېټه د چين تر سترې محکمې لاندې د نړيوالو سوداګريزو چارو په اړه د کارپوهانو کمېټه په رسمي توګه جوړه شوه چې پکې ۳۲ چيني او بهرني کارپوهان شامل دي. د چين قاضي القضات او د سترې محکمې مشر ښاغلي جو چيانګ څرګنده کړه چې د نړيوالو سوداګريزو چارو په اړه د کارپوهانو کمېټې د جوړېدو موخه د نړيوالې سوداګريزې محکمې د کار روانېدل او د منځګړيتوب او دعوې له لارې د نړيوالې سوداګريزو لانجو د حل پرمخبيول دي. دا د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د نړيوالې سوداګريزې لانجې د حل ميکانيزم او کاري ارګان د جوړولو بهير د پرمختګ يوه مهمه نښه هم ده.
په همدې ورځ له بېلا بېلو هېوادونو او سيمو څخه راغلي ۳۲ تنه قانون پوهان، قاضيان او وکيلان د نړيوالو سوداګريزو چارو په اړه د کارپوهانو کمېټې د غړيو په توګه وګمارل شول. له دې جملې څخه ۱۶ تنه د نړيوالې سوداګريزو چارو په اړه د کارپوهانو کمېټې لومړی سمينار کې ګډون وکړ او د چين د سترې محکمې د ګمارلو غوښتنليکونه يې ومنل. د چين د سترې محکمې مشر ښاغلي جو چيانګ څرګنده کړه چې د نړيوالو سوداګريزو چارو په اړه د کارپوهانو کمېټې جوړېدل په عادلانه، مسلکي او اغېزمنه توګه د نړيوالو سوداګريزو لانجو د حل لپاره ضروري دي او ترې د ګډې سلامشورې او ابادۍ اصول څرګندېږي.
( لومړی اواز)
تر جوړېدو وروسته د نړيوالو سوداګريزو چارو په اړه د کارپوهانو کمېټه د دعوه لرونکو له خوښۍ سره سم د نړيوالې سوداګريزې محکمې په سپارښتنې سره د نړيوالو سوداګريزو لانجو منځګړيتوب کولای شي، د اړوندو قانوني مسئلو په اړه خپل مسلکي وړانديزونه وړاندې کولای شي، د نړيوالې سوداګريزې محکمې د اړوندو قواعدو د تعديل او د پرمختيايي پلان د ټاکلو په اړه سلامشوره کولای شي. د دغې کمېټې بېلا بېل غړي د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له مختلفو پرتو هېوادونو او سيمو څخه راغلي دي. نو د کارپوهانو کمېټې جوړېدل د نړيوالو سوداګريزو لانجو د عادلانه، نړيوال او مساوي حل تامين دي.
د نړيوالو سوداګريزو چارو په اړه د کارپوهانو کمېټې غړي او د چين د سياستپوه او قوانينو پوهنتون مشر ښاغلي هوانګ جين څرګنده کړه:
( دوهم اواز)
دا د نړيوالې سوداګريزې محکمې په محور د نړيوالو سوداګريزو لانجو د حل نړيوال ميکانيزم دی چې دعوه لرونکي په بېلا بېلو لارو چارو لانجې حلولای شي. دغه ميکانيزم نه يوازې د عدلي اصلاحاتو يو ډول نوښت ګڼل کېږي، بلکې د لانجو د حل لپاره ډېر ګټور دی.
د کارپوهانو کمېټې غړي او روسيې کارپوه ښاغي کوليروف وويل:
( درېيم اواز)
اوس مخ په زياتېدونکي هېوادونه د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې ګډون کوي. د نړيوالو سوداګريزو چارو په اړه د کارپوهانو کمېټې جوړېدل د مختلفو هېوادونو د قانوني سيستمونو او تګلارو ترمنځ د همغږۍ او د نړيوالې سوداګريزې همکارۍ د پرمخبيولو لپاره ګټه لري.
20180827
|
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |