CRI Online

په چين کې د پاکستان د سفارت د علومو او تخنيکونو پخواني اتاشه ضمير احمد اعوان د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون عيني شاهد دی

cri     (GMT+08:00) 2019-03-04 16:33:01

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې د غوره کېدو له څلوېښتو کلونو راهيسې نه يوازې هر چينايي د چين پرمختګ احساس کړی بلکې ډېرو بهرنيانو د چين هغه بهير کتلی چې له دودپالنې څخه وتلی او ګام په ګام شتمن شوی دی. په چين کې د پاکستان سفارت د علومو او تخنيکونو پخواني اتاشه او د علومو او تخنيکونو پوهنتون د چين په اړه د څېړنې مرکز مرستيال ضمير احمد اعوان د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون عينی شاهد دی . زمونږ خبريال په دې وروستيو ورځو کې له نوموړي سره مرکه کړې.

له ۱۹۸۰ کال څخه تر ۱۹۸۷ کاله پورې ضمير عوان د زده کړې لپاره چين ته لاړ چې په همدې مهال د چين اصلاحات او ورخلاصون پيل شو. هغه داسې حالت ليدلی چې خلکو د ټکټونو په وسيله غلې دانې او غوښې اخيستې. هغه وويل.

 کله چې چين ته ورسيدم، نو که مې غلې دانې، غوښې او غوړي اخيستل، بايد ټکيتونه مې کارولی وای. د ورځني ژوندلپاره د اړتيا وړ شيان لږ وو او صادر شوي توليدات هم لږ ليدل کيدل. خو د چين حکومت بهرنيانو ته پام واړوه او د دوستۍ په نوم سوداګريز مرکز کې يې هغوي ته صادرشوي توليدات برابر کړل.په چين کې زمونږ ژوند له ستونزو سره مخ شو، خو د چين د خلکو ژوند لا سخت او ستونزمن و.د بېلګې په توګه ترانسپورټي شرايط خراب وو او سړکونه ښه نه وو او توليد شوي برېښنا هم کافي نه وه.

د ده په اند د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې د غوره کېدو په پيل کې د چين اقتصاد ورځ په ورځ ښه کېدو خو پرمختيايي سرعت يې ورو و.خو په شن جن ښار کې د چين د فقيد مشر دنګ شياو پينګ تر وينا وروسته د چين اصلاحات او ورخلاصون چارې ګړندی شوې.هغه زياته کړه ،د چين فقيد مشر دنګ شياو پينګ خدمتونه ډېر وو.په هغه وخت کې د چين ټولنه محافظه کاره وه او د چين د کمونېست ګوند په دننه او له دې ګوند نه بهرد اصلاحاتو او ورخلاصون پر وړاندې د مخنيوي خنډونه هم ډېر وو. ډېرو کسانو د راتلونکو ننګونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه، خو فقيد مشر دنګ شياو پينګ پر دې تګلارې ټينګار وکړ. زما په اند له شن جن ښار څخه د دنګ شياو پينګ تر ليدنې وروسته ډېرو وګړو په سوداګرۍ پيل وکړ او د کورونو د اخيستلو لپاره يې پانګونه وکړه.د دې ترڅنګ اقتصادي فعاليتونه هم ډېر شوي وو او هر تن د ګټو اخيستلو لپاره ډېرې هڅې وکړې.

ضمير له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې په چين کې د پاکستان سفارت د علومو او تخنيکونو د مستشار دنده پرغاړه درلوده او له همدې وخت څخه يې احساس کړ چې په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون په پر له پسې ژورتيا سره سره د چينايانو د ژوند سويه تر زياتې اندازې پورې لوړه شوې ده.هغه وويل، په دې موده کې مې هغه حالت کشف کړی چې په چين کې توليدات غني وو او ډول ډول شيان مې اخيستلی شوای.پخوا مونږ شتمن وو، خو د توليداتو شمېر لږ و ، خو اوس حالت بدل شوی او توليدات ډېر شوي دي.پخوا چينايانو د سيلانۍ لپاره لږې پيسې درلودې، خو اوس زياتره چينايان نورو هېوادونو ته د سفرونو فرصتونه لري، نو ځکه د خلکو د ژوند سويه د پخوا په پرتله لوړه شوې ده.

هغه زياته کړه چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ تل د اصلاحاتو او ورخلاصون د پرمخبيولو او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره هڅه کړې او کوي يې.د ده په اند له څلوېښتو کلونو راهيسې د اصلاحاتو او ورخلاصون له کبله د چين په بېلا بېلو برخو کې کلک بنسټ ايښودل شوي او پر دې بنسټ به د چين ياده تګلاره په دوامداره توګه پلی شي چې له امله به چين لاغښتلی او خلک به لا شتمن شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای