CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د ميانماري ځوان کيسه

cri     (GMT+08:00) 2019-04-29 15:40:29

په ۲۰۱۰ کال کې د چين او ميانمار ترمنځ د نفتو او ګازو پايپلين پروژه رسماً په ميانمار کې پیل شوه. په همدې کال کې ماو شوی نومی ميانماري ځوان له يو ميانماري شرکت څخه ووت او د يادې پروژې په ابادي کې يې ګډون وکړ.

د چين او ميانمار ترمنځ د نفتو او ګازو پايپلين د ميانمر له کياوکيپيو نه د چين ژوي لي ښار ته غځېږي چې د چين په جنوب لويديځ کې د انرژۍ يوه ستراتيژيکي پروژه او د ميانمار په دننه کې د انرژۍ مهم بنسټيز تاسيسات بلل کېږي. د دغې پروژې په جوړولو سره د ميانمار ټولنيز او اقتصادي پرمختګ ته پاکه انرژي برابرېږي او د دواړو هېوادونو خلک ترې ګټې اخيستلای شي.

( لومړی اواز)

په دغه پروژه کې زما د ګډون لامل دا دی چې ميانمار لا تر اوسه د نفتو او ګازو د پايپلين په اړه تخنيکونه نه لري. نو غواړم چې اړوند معلومات او پوهې زده کړم.

په سر کې ماو شوی د پايپلين په اړه هېڅ معلومات نه درلودل او په چيني ژبې هم نه پوهېدله. نو ماو شوی او يو شمېر ميانماري همکاران يې د چيني ژبې په زده کړې پيل کړی دی. بيا وروسته د ده شرکت هم د اړوندو معلوماتو او مهارتونو د زده کړې او روزنې لپاره د چين په جنوب لويديځ کې د نفتو پوهنتون ته دوی ولېږل. په زياتو کوښښونو سره هغه اوس په چيني ژبه ډېر ښه پوهېږي او زياتې مسلکي پوهې او مهارتونه خپل کړي او له ځان سره لري. د ماو شوی همکار ښاغلي هه ځه يان د ده ستاينه وکړه او و يې ويل:

( دوهم اواز)

د ماو شوی تر ټولو لويه ښيګڼه دا ده چې هغه په زده کړه او کار کې ډېر کوښښونه کوي. هر څه چې په کار ځای کې پېښېږي، هغه به يې هرومرو په اړه پوښتنه کوي. د دې تر څنګ هغه د چيني ژبې لوړه سويه لري. د ستاينې او حيرانتيا وړ خبره دا ده چې هغه په څه کم دوو کلونو کې په چيني ژبې دومره ښه پوهېدای شي او ويلای شي.

د چين او ميانمار ترمنځ د نفتو او ګازو پايپلين پروژه تل امنيتي توليد ته لومړيتوب ورکوي. په دغه پروژه کې ۷۹۳ کيلومتره د طبيعي ګازو پايپلين او ۷۷۱ کيلومتره د اومو نفتو پايپلين موجود دي. له مسلکي انجنيرانو او کارکوونکو څخه جوړه شوې کاري ډله هره ورځ د دغو پايپلينونو په اوږدو کې پلي ګرځې را ګرځي او د پايپلينونو څارنه کوي. د ماو شوی دنده همداسې ده، هغه پوهېږي خپله دنده يې خورا اهميت لري.

( درېيم اواز)

زموږ د پايپلينونو په شاوخوا سيمه کې د ونو کرل، د اور لګېدل او د اغزن سيم جوړول منع دي. خو ځينې کليوال په دې نه پوهېږي او تفاهم نه کوي، نو موږ ور سره خبرې کوو او توضيحات دې ورکوو. برسېره پر دې، که کليوال د پايپلين په اړه څه پېښه يا ناعادي حالت پيدا کوي، نو موږ ته بايد خبر راکړي. موږ به په لومړي وخت کې د پېښې ځای ته ځان ورسوو او ژر تر ژره به ستونزې ليرې کړو.

د چين او ميانمار ترمنځ د نفتو او ګازو د پايپلين په پروژه کې د دندې په تر سره کولو سره ماو شوی نه يوازې زيات مسلکي مهاراتونه زده کړي، بلکې له چينايانو سره صميمانه دوستي يې پيدا کړې ده. د ده په اند هر څوک چې ميانماريان يا چينايان، يوازې د يو کمربند او يوې لارې په ګډه ابادي کې برخه اخلي، د يوې کورنۍ غړي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای