CRI Online

د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په ابادي کې ۳ تنه پاکستاني کارکوونکي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-08 10:27:29

قاصر عباس يوه جايزه وګټله.

د پېښور او کراچۍ ترمنځ پوخ سړک د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په اوږدو کې تر ټولو لويه ترانسپورټي پروژه ده چې د پلان له مخې ښايي د ۲۰۱۹ کال په جون مياشت کې ګټې داخيستنې ته وسپارل شي. دغه پروژه چې ځايي خلکو ته يې څه باندې ۲۸۹۰۰ کاري فرصتونه برابر کړي او د پاکستان لپاره يې کابو ۲۳۰۰ تنه تخنيکي پرسونل او ۴۵۰۰ تنه مسلکي کارکوونکي روزلي، د چين او پاکستان د بااستعدادو کسانو ترمنځ د همکارۍ يو ډګر ګرځېدلی دی. له دې جملې څخه ۳ تنو پاکستانيانو چې له چيني کلتور سره ډېر بلد دي، د يادې پروژې په ابادۍ کې مهم رول لوبولی دی.

(که قاصر عباس په خپلو سترګو و نه ګورم، نو فکر به و نه کړم چې هغه دې يو پاکستانی وي. هغه په چيني ژبې ډېرې ښې خبرې کولای شي او تلفظ يې له زياتو چينايانو نه لا هم صاف او دقيق دی.) دا د قاصر عباس په اړه د يو شمېر چينايانو خاطره ده. ۳۱ کلن قاصر عباس د پاکستان له مرکزي سيمې ملتان څخه راغلی او د ۲۰۱۶ کال په مارچ کې په دغه پروژه کې شامل شوی. دنده يې ژباړه، له بېلا بېلو پاکستاني ارګانونو سره د اړيکو نيول او د پروژې له ځای نه د ځايي خلکو د کورونو انتقالول دي.

هغه له ۲۰۰۵ کال نه تر ۲۰۰۹ کال پورې د چين په هاربين ښار کې د سيانس او تکنالوژۍ په پوهنتون کې زده کړه کړې او د انجنيرۍ په برخه کې يې ليسانس لاسته راوړ. هغه وويل، هغه موده چې په چين کې مې زده کړه کوله، نو د چيني کلتور او فکر په اړه راته يوه کړکۍ خلاصه شوه او په دغه پروژه کې يې زما کار ته زياتې مرستې برابرې کړې دي.

محمد اسد په کار بوخت و.

محمد اسد چې د قاصر عباس همکار دی، هم په چيني کلتور ښه پوهېږي او د چين په اړه زيات معلومات له ځان سره لري. هغه په ۲۰۱۵ کال کې د چين په هو بۍ ولايت کې د تکنالوژۍ له پوهنتون څخه فارغ شو او بيا يې په دغه پروژه کې ګډون وکړ.

د ۲۰۱۶ کال په جولای کې د دغې پروژې لومړۍ کاري څانګې د چيني کارکوونکو د ميشتېدو په اړه په اړوندو تشريفاتو پيل وکړ. د چيني کارکوونکو په قول، په هغه وخت کې چينايان په اړوندو ځايي مقرارتو هېڅ نه پوهېدل او په دې اړه يوه مياشت بې ځايه تېر شو او د ځايي پوليسو اړوند ځواب هم دومره صاف نه و. په داسې حال کې محمد اسد د خپلو شخصي ملګرو له لارې اړوند معلومات تر لاسه کړل، هره ورځ د پوليسو ځايي ادارې ته ولاړ او په اخر کې يې د سپتمبر په پيل کې د چيني کارکوونکو د ميشتولو اجازه تر لاسه کړه.

محمد عرفان له خپلو همکارانو سره د زېږېدونې ورځې لمانځنه وکړه.

محمد عرفان د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد اوسېدونکی دی چې په ۲۰۱۵ کال کې د چين له چانګ ان پوهنتون څخه فارغ شو او د ۲۰۱۶ کال په مارچ کې په دغه پروژه کې ځان شامل کړی. د ده په اند، د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د پاکستان لپاره د اقتصادي پرمختګ يو ډېر قيمتي چانس دی.

عرفان په دغه پروژه کې د کارکوونکو لپاره د الوتکې ټکټونو د سپارښتنې او هوايي ډګر ته د بيولو او له هغوی سره د مرستې کولو او نيولو دنده پر غاړه لري. په پاکستان کې ملکي الوتنې کله کله د جنګ او هوا په شمول په بېلا بېلو لاملونو لغوه کېږي يا ځنډېږي، خو چيني کارکوونکي دې د کاري پلان له مخې کاري سفرونه وکړي. نو ځکه د رخصتۍ په ورځو کې عرفان لا هم بايد هر وخت د الوتکو حالت ته پام وکړي او په لومړي وخت کې دې د الوتکو ټکټونه يا د سفر اجنډا تنظيم کړي. حتی که د پرواز وخت سهار وختي هم وي، هغه به هم پر وخت د همکارانو لپاره ستونزې ليرې کوي.

سږ کال په دغه پروژه کې د قاصر عباس، محمد اسد او محمد عرفان د شاملېدو ۳م کال دی. دوی له نورو چيني او پاکستاني همکارانو سره د دغې پروژې د بشپړولو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي او کوي يې.

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای