CRI Online

د کلتوري او طبيعي ميراثونو د ځانګړې ورځې په اړه فعاليت په يان ان ښار کې تر سره شو.

cri     (GMT+08:00) 2019-06-17 09:39:08

په چين کې د هر کال د جون دوهمه شنبه د کلتوري او طبيعي ميراثونو د ځانګړې ورځې په توګه ټاکل کېږي. روان کال د انقلابي اثارو د ساتلو او د سور جين د خپرولو تر سرليک لاندې د کلتوري او طبيعي ميراثونو د ځانګړې ورځې په اړه فعاليت د چين په يو ډېر مشهور انقلابي ښار يان ان کې تر سره شو.

د جون د ۸مې نېټې په سهار د يان ان ښار په جنوبي ډګر کې زيات خلک راغونډ شول او د هغو تېرو ۱۳ کلونو يادونه يې وکړه چې د چين کمونېستانو په دغه ښار کې بې سارې کارونه کړي دي. د چين د تاريخي اثارو دولتي ادارې مشر ليو يو جو د دغه فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې څرګنده کړه:

( لومړی اواز)

د چين ديموکراتيک انقلاب برياليتوب له دغه ښار نه پيل شوی. سږ کال د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو ۷۰مه کليزه ده. په داسې حال کې د کلتوري او طبيعي اثارو د ځانګړې ورځې په مناسبت فعاليت په يان ان ښار کې تر سره کېږي چې موخه يې د يان ان روحيې د اوسنۍ بڼې، انقلابي تاريخ او سور رنګ کلتور خپرول دي. دغه راز غواړي چې د ولسي وګړيو وطن دوستي پياوړې شي، د چين کمونېستان خپلې اصلي دندې په ياد وساتي، انقلابي اثار، دودنه او روحيې خوندي وساتي او خپرې شي.

۹۳ کلن تقاعد شوي سرتېري ليانګ که شينګ په پرانيستونکو مراسمو کې په له احساساتو ډکه يوه وينا وکړه.

( دوهم اواز)

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېسيون او رئيس ماو ځه دونګ په يان ان ښار کې د ۱۳ کلونو لپاره کار او ژوند کړی او له ځان نه يې زيات شمېر قيمتي انقلابي او تاريخي اثار پرېښي دي. له دغو اثارو څخه زموږ د ګوند ځلانده تاريخ ښکاري او زموږ لخوا د پر له پسې پرمختګ لپاره د انرژۍ سرچينه برابروي.

د همدې ورځې په عين وخت کې د چين د کلتوري ميراثونو نندارتون، په يان ان ښار کې د انقلابي اثارو د ساتلو او کارولو په اړه د عکسونو ننداره، د انقلابي اثارو د ساتلو او کارولو فورم په شمول يو لړ فعاليتونه هم پيل شول. نندارچيانو د کيسې اورېدلو، د نندارې کتلو او په فعاليت کې د ګډون له لارې له انقلابي تاريخ څخه خوند واخيست.

د چين د تاريخي اثارو د دولتي ادارې له مخې، اوس په چين کې د نه انتقال کېدونکو انقلابي اثارو شمېر ۳۵زرو او د انتقال کېدونکو انقلابي اثارو شمېر څه باندې ۱ مليون ته رسېږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای