CRI Online

په يوه نېکمرغه کورنۍ کې زېږېدلې يم

cri     (GMT+08:00) 2010-03-10 12:53:30

مېرمن فاطمه محمد پخپله کوټه کې د يوې مجلې په لوستلو بوخته وه.

فاطمه محمد د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د تا چنګ ولسوالۍ په يوه نيکمرغه کورنۍ کې زېږېدلې ده. پلار يې د ازبک قوم يو پوځي افسر او مور يې د هوی قوم يوه نالوستې مېرمن ده. په ماشومتوب کې به هغې هره ورځ په چمنونو کې لوبې کولې او د دې په قول له دې امله يې د هلک په شان خوی درلود. له دې امله چې پلار او مور له دوو بېلو قومونو څخه وو، د ژوند دود او دستورونه يې پوره سره بېل وو، نو د دوی ترمنځ تبادله په پيل کې سره ډېره ستونزمنه وه، خو تل يې يو له بل سره ډېره مينه او ښه احساسات درلودل. فاطمې به چې کله د پلار او مور ترمنځ د همغږۍ اړيکې احساسولې، نو د دې په سترګو کې به د بېلا بېلو قومونو ترمنځ د هېڅ توپير او تضاد نشتوالي باندې باور پياوړی کېدلو.

فاطمه محمد په دې اړه وويل: زما پلار په ازبکي او روسي ژبو پوهېږي، خو زما پلار يوازې په چيني ژبې خبرې کولای شي. دوی دواړه يو د بل پر خبرو نه پوهېږي، خو اړيکې يې ډېرې هماهنګې او مينه ناکې دي. زه اوس د هر قوم له وګړيو سره په ډېره اسانه توګه ژوند کولای شم، هېڅ توپير نه احساسوم. زما په اند دا زما له کورني ژوند سره تړاو لري.

مېرمن فاطمه محمد څلور وروڼه او خويندې لري چې ټول يې ډېرې ښې لوړې زده کړې تر لاسه کړې دي او اوس په بېلا بېلو برخو کې وړ کسان دي. فاطمې زموږ خبريال ته وويل، چې د دې مور ښوونځي ته نه ده تللې او زده کړې يې نه دي کړې، نالوستې ده، خو د پوهنې پر اهميت ډېره پوهېږي. نو هغې همېشه پر دې ټينګار کړی چې خپل ٥ ماشومان بايد ښې زده کړې وکړي، نه يوازې هلکان، بلکې نجونې هم. دغه راز هر کله چې د ژوند حالت څنګه وو، د پلار او مور په ملاتړ دوی ٥ تنه له بېلا بېلو پوهنتونونو څخه فارغ شوي او اوس په جلا جلا توګه د وطن لپاره خدمتونه تر سره کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای