CRI Online

د وکيلې د ګرځېدلو په اړه ټينګه اراده

cri     (GMT+08:00) 2010-03-10 12:54:27

مېرمن فاطمه محمد پخپله کوټه کې د سي ار ای راډيو د پښتو څانګې له خبريالې سپوږمۍ سره يو عکس واخيست

په ماشومتوب کې پر فاطمې يو هندي فلم ډېر اغېز کړی وو او ډېر يې خوښ شوی وو چې د نوموړي فلم نوم اواره وو. په دغه فلم کې ښځينه مدافع وکيلې ليدا په محکمه کې د عمده رول راز لپاره دفاع کوله او په اخر کې راز بيخي له تور څخه سپين کړ. دغه فلم د فاطمې محمد پر زړه ژوره خاطره ايښې ده او له دې يې اراده له ځان سره ټينګه کړه چې يوه مدافع وکيله به جوړيږي. ځکه چې د دې په سترګو کې وکيلان د بېوزلو کسانو لپاره مرسته کولای شي او د دوی حقونه تامينولای شي.

په ١٩٨٥ کال کې فاطمه محمد د شينجيانګ پوهنتون د حقوقو له څانګې څخه فارغ شوه او د يوې وکيلې په توګه يې په خپل کار پيل وکړ. هغه بېرته خپلې ټاټوبي ته ستنه شوه او د وکيلانو په يو حکومتي دفتر کې شامله شوه. مېرمن فاطمه محمد خبريال ته وويل، چې زما په ټولګي کې ټول ٤٣ ټولګيوال وو، خو له ما پرته نور ټولګيوالو د قاضي او څارنوال په توګه دندې غوره کړې، يوازې زه د يوې وکيلې په توګه وګرځېدلم. په ١٩٩٧ کال کې فاطمه له خپلې حکومتي دندې څخه استعفا وکړه او له يو بل وکيل سره د وکالت يو دفتر په ګډه جوړ کړ. خو څو کاله وروسته هغې په خپله د فاطمې په نامه يو بل شخصي دفتر جوړ کړ.

له شل کلن کار وروسته مېرمن فاطمې محمد څرګنده کړه چې په شينجيانګ کې د اقتصادي پرمختګ سويه د هېواد د نورو ځايونو په پرتله لا هم توپيرونه لري. که څه هم په شينجيانګ کې د وکيلانو دنده او کار د نورو ځايونو له وکيلانو سره يو شان دی، خو عايدات يې ډېر کم دي. نو ځکه په شينجيانګ کې زيات وکيلان له دې امله له خپلې دندې څخه استعفا او خپلې دندې پرېښې دي. خو فاطمه محمد په دې اړه هېڅ خپګان نه ښکاره کوي او تل پر خپلې ارادې ټينګار کوي. د دې په اند د يوې وکيلې کېدله د دې يو خوب وو، د نورو کسانو حقوقو ساتل د دې د ځاني ارزښت د تر سره کولو تر ټولو ښه لار ده. هغې وويل: که زه غواړم زياتې پيسې پيدا کړم، نو ښايي زه نورو ځايونو ته تللې وای.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای