CRI Online

يو سفال په نوی کور کې

cri     (GMT+08:00) 2010-04-12 16:57:57

د جيانګ يو فونګ نوی کور د شانګهای ښار د هوانګپو سيند ختيځې غاړې د پارک په شان د اوسېدونکو په يوه سيمه کې موقعيت لري. په دې نوي کور کې د کتابونو پر الماريو د دې د پخواني کور يو سفال ايښودل شو.

د جيانګ جيو فانګ پخوانی کور په بای ليان جينګ سيمه کې پروت و. دغه سيمه د اووه لسمې پېړۍ په نيمايي کې له بېلا بېلو ځايونو څخه د کډوالو له خوا جوړه شوه او د شلمې پېړۍ تر دريېمې لسيزې پورې کورونه يې زاړه شوي او نژدې و چې نړېدلی وای. د جيانګ يو فانګ په يادښتونو کې دغه لرغوني کورونه تشنابونه يا پخلنځي نه درلودل. د باران وريدلو په وخت کې کله کله د کورونو چتونه څڅېدل. پخوا د يوې کورنۍ پنځه تنه غړي په دومره کوچني کور کې ژوند کولو چې پراخوالی يې يوازې څو لس مربع متره و.

له ٢٠٠٢ کال وروسته چې شانګهای ښار په بريالۍ توګه د نړيوال نندارتون د جوړولو حق تر لاسه کړی، د دغه نندارتون د تر سره کولو ځايونو د جوړولو لپاره د بای ليان جينګ په شمول د شانګهای د هوانګپو سيند په ختيځې غاړې ګڼ شمېر اوسېدونکي نورو ځايونو ته انتقال شوې دي. هغه اوسېدونکي چې د اوږدې مودې لپاره په خرابو کورونو کې اوسېدلي، نويو کورونو ته انتقال شوي چې اوس له ارام او ښکلي نوي ژوند څخه خوند اخلي. په دې هکله جيانګ جيو فانګ وويل، نوي کورونه د پخوانيو کورونو په پرتله ډېر لوی دي او د اوسېدلو د سيمې طبيعي چاپيريال هم ښه دی. بر سېره پردې ترافيکي اسانتياوې هم ډېر ښې دي.

زما پخوانی کور ډېر زوړ او ډېر ځايونه يې کنډوکپر وو. خو دلته هر شی نوی دی. دغه نوی ځای ښه چاپيريال او اسانه ترافيکي اسانتياوې لري. دلته هر شي ښه دي.

صدراعظم ون جيا باو د چين د ملي ولسي کانګرېس په سږنۍ غونډه کې د حکومت کاري راپور وړاندې کړ او پر دې ټينګار کړ چې وګړيو ته به به ډېر ښکلي ژوند اسانتياوې برابرې شي. صدراعظم ون جيا باو وويل:

زموږ ټولې هڅې هغه موخه لري چې د وګړيو ژوند ښه شي، درنښت يې لوړ شي، زموږ ټولنه عادلانه او همغږې شي.

د صدراعظم ون جيا باو د حکومت کاري راپور د خبري رسنيو له لارې د چين بېلا بېلو ځايونو کې خپور شوی او د جيانګ جيو فانګ کور هم ترې خبر شوی دی. د فيانګ جيو فانګ خاوند ښاغلي جيانګ وويل:

زموږ ژوند ورځ پر ورځ د ښه کېدو په حال کې دی. د چين کمونېست ګوند او حکومت عام وګړيو ته پام کوي. موږ سپين ږيري ورځ پر ورځ د ځوانۍ احساس کوو.

ښه ښار او ښه ژوند د شانګهای نړيوال نندارتون عمده موضوع ده. دا د ياد شوي حکومتي کاري راپور له موضوع سره سمون لري. د چين د ملي ولسي کانګرېس غړي او د شانګهای نړيوال نندارتون د ادارې مشر هونګ هاو وويل، د شانګهای نړيوال نندارتون د نندارې د پارک پراخوالی به پنځه زره دوه سوه او اتيا مربع مترو ته ورسېږي. پخوا اتلس زره کورنۍ او څه دپاسه دوه سوه او اويا تصدۍ دلته مېشته وې. ځکه څو لويې فابريکې هم دلته موقعيت درلودلو، نو پخوا دغه ځای د شانګهای د هوا ککړتيا د يوې سرچينې په توګه ګڼل شوی و. د دغه نندارتون د طرحه کولو په وخت کې مو هغه موخه درلوده چې ياد شوی اتلس زره کورنۍ په نورو ښو ځايونو کې ژوند وکړي او له ښه چاپيريال څخه به خوند واخلي. اوس مهال دغه موخه تر سره شوې ده.

ښاغلي هونګ هاو په دې وروستيو ورځو کې د پنځوسو هېوادونو له خبريالانو سره د ګډې مرکې په ترڅ کې ياده شوې وينا وکړه. بهرنيو خبريالانو په خورا چکچکو سره د هونګ هاو وينا بدرګه کړله.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای