CRI Online

په المان کې د چين په سفارت کې د شانګهای نړيوال نندارتون د پېژندنې غونډه جوړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2010-04-12 17:00:57

ګرانو اورېدونکو، د چين په شانګهای ښار کې به د ٢٠١٠ کال نړيوال نندارتون په راتلونکې مياشت کې پرانيستل شي. په المان کې د چين د سفارت اړوندو چارواکيو په ځايي وخت د مارچ د دېرشمې نېټې په شپه د دغه نندارتون د پېژندنې غونډه جوړه کړه چې مېلمنو ته يې د دغه نندارتون په اړه يو شمېر مالومات وړاندې کړل.

په همدې شپه د المان د اقتصاد، ښوونې او کولتور په شمول د بېلا بېلو ساحو څه دپاسه دری سوه استازيو د برلين په ياده شوې غونډه کې ګډون درلود.

په المان کې د چين لوی سفير وو هونګ بو په دغه غونډه کې هغه احساس څرګند کړ چې چينايان دغه نندارتون ته سترګې په لار يې لري. ده وويل، له سل کلونو راهيسې د نړيوال نندارتون د تر سره کولو په اړه د چينايانو هيله د شانګهای نړيوال نندارتون له لارې به بشپړه شي. سفير وو وايي:

نړيوال نندارتون به نه يوازې د لومړي ځل لپاره په چين، بلکې پرمختيايي هېواد کې تر سره شي. نو دغه نندارتون د ډېر اهميت وړ دی او پر نړۍ به ښې اغېزې هم وکړي. دغه نندارتون به د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک لوبو په شان يو ښه فرصت وي چې نړۍ ته به د چين بڼه په ښه توګه څرګنده شي او د نړۍ له بېلا بېلو ځايونو څخه راغلي وګړي به په خپلو سترګو چين وګوري. نو د ٢٠١٠ کال د شانګهای نړيوال نندارتون د چين او بېلا بېلو هېوادونو د وګړيو ترمنځ د نظريو تبادلې يو بل ښه فرصت بلل کېږي.

د مالوماتو له مخې، تر اوسه پورې دوه سوه او دوه څلوېښت هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په دغه نندارتون کې خپل ګډون تائيد کړی دی. اټکل کېږي چې په يو سل او څلور اتيا ورځنی نندارتون کې د نړۍ له بېلا بېلو ځايونو څخه څه دپاسه اويا مليونه نندارچيان راجلب شي. دا خبره د يادونې وړ ده چې دغه نندارتون به د لومړي ځل لپاره د انټرنېټ ويبپانې له لارې هم نندارچيانو او کتونکيو ته کيښودل شي چې له امله به يې دغه نندارتون هيڅکله پای ته ونه رسېږي.

د شانګهای نړيوال نندارتون د تياري نيولو په اړه د مالوماتو او پلانونو له اورېدلو وروسته ، د المان د فدرالي اقتصاد او ټيکنالوژۍ وزارت د کورنيو چارو منشي داکټر برندت هېتزير وويل:

د شانګهای نړيوال نندارتون د تنظيمولو او خدمتونو د برابرولو له لحاظه د چين کارونه د نړۍ لومړۍ کچې ته رسېدلي دي. زه باور لرم چې دغه نندارتون به بې ساری وي او پر يو نه هېرېدونکی کلاسيک نندارتون به بدل شي.

ډاکټر هېتزير د دغه نندارتون د المان د ودانۍ په اړه يو شمېر مالومات هم مېلمنو ته بيان کړل. ده وويل، د المان ودانۍ په جوړولو کې پنځوس مليون يورو لګول شوي دي او پراخوالی يې شاو خوا شپږ مربع کليومترو ته رسېږي. اټکل کېږي چې دغه ودانۍ اته مليونه تنه نندارچيان ومني. د دغې ودانۍ موضوع دا ده چې د اقتصاد، نوښتونو رامنځته کولو او سيلانۍ په اړه د المان د جذابيت څرګندونه.

د المان د ودانۍ عمومي استازي ديتمر سچميتس په همدې شپه د پېژندنې په غونډه کې نړيوالو نندارچيانو، په تېره بيا د چين نندارچيانو ته بلنه ورکړه چې د شانګهای نړيوال نندارتون د تر سره کولو پر مهال د المان له ودانۍ څخه هم ليدنه. ده وويل:

موږ د شانګهای نړيوال نندارتون ته سترګې په لار يو او موږ به د دغه نندارتون په فرصت کې د المان ښه بڼه څرګنده کړو. بر سېره پردې به موږ نندارچيانو ته د المان په اړه مالومات وړاندې کړو، ځکه هغه شونتيا نه شته چې هر نندارچي د المان له دوانۍ څخه ليدنه وکړي، المان او اروپا ته سفر فرصت ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای