CRI Online

د ٢٠١٠ کال د شانګهای نړيوال نندارتون څلور بسونه بېجينګ ته رسېدلي دي

cri     (GMT+08:00) 2010-04-14 10:13:38

د ٢٠١٠ کال د شانګهای نړيوال نندارتون څلور بسونه چې د نړيوال نندارتون په اړه تبليغاتي توکي پکې بار وو، په چين کې د پنځه زره او پنځه سوه کيلومترو مزل يعنی په اتلسو ورځو کې د اتو ولايتونو او ښارونو له تېريدو وروسته له شانګهاي څخه پلازمينې بېجينګ ته رسېدلي دي..

اتو ولايتونو او ښارونو ته د دغو بسونو د سفر په ترڅ کې له نړيوال نندارتون څخه د ليدنې کتنې په اړه شپاړلس فعاليتونه تر سره شوي او درې فعاليتونه يې په هوا شي کلي چې په چين کې لومړنی شتمن کلی يادېږي ، د هه نان ولايت د ځن جو ښار د شين يون مينګ جيا په نامه د استوګنې په سيمه کې او د چين د انقلاب په مقدس ځای شي بو پو کې پر ځاي شوي دي چې په پايله کې يې د سفر په موده کې وګړيو د نړيوال نندارتون په باب زيات معلومات تر لاسه کړي دي . د شين يون منيګ جيا په سيمه کې يوې اوسېدونکې لي های تانګ وويل، که څه هم هه نان ولايت له شانګهای څخه ډېر لېری دی، خو له نړيوال نندارتون سره ددوي پاملرنه ډېره قوي ده . مثلا د دغه نندارتون په اړه معلوماتي سيالۍ د استوګنې په سيمه کې تر سره شوې څو چې اوسېدونکي په ښه توګه دغه نندارتون وپېژني. مېرمن لي های تانګ وايي:

په چين کې د دغه نندارتون ترسره کول ډېر اهميت لري. موږ کولی شو چې په کور کې د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو او سيمو ته سفر وکړو او د نورو هېوادونو قومي دودونه او کلوتور له نژدې وګورو. د نړيوال نندارتون بسونه زموږ د استوګنې سيمې ته راغلي چې ددغه نندارتون د ژر پرانيستلو توده فضا مواحساس کړی دی. دا يو ډېر ښه فرصت دی.

يو جيا چې د تېرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې زيږېدلې او د بېجينګ د کان هوی د سيلانۍ اېجنسۍ يوه ځوانه کارکوونکې ده، په يادو شويو فعاليتونو کې وګړيو ته د شانګهای له نړيوال نندارتون څخه د ليدنې لارو په اړه معلومات ور کړل. دې هره ورځ په خپل ورځنی يادښت کې د نړيوال نندارتون په اړه د چينايانو ډېره پاملرنه او تاوده احساسات په مفصل ډول وليکل . يو جيا وايي:

په دغه فعاليت کې چې په پنځو ولايتونو او د مرکز تر مستقيمې ادارې لاندې دريو ښارونو کې تر سره شوی ، د نړيوال نندارتون په اړه د وګړيو تاوده احساسات د يادونې وړ دي ، د فعاليت په پيل کې مو دا نظر درلود چې هېوادوال د شانګهاي د نړيوال نندارتون په با زيات معلومات نه لری. خو د سفر په بهير کې ګڼ شمېر وګړو د اړوندو معلوماتو له لوستلو وروسته هغه هيله څرګنده کړه چې دغه نندارتون وګوري. د دغه نندارتون تر سره کول د شانګهای ښار لپاره يوه غوره موقع ده. په دې وياړم چې په دغه فعاليت کې ګډون کوم او هيله لرم چې د شانګهای نړيوال نندارتون په بريالۍ توګه تر سره شي.

که څه هم دغه فعاليت پای ته ورسېد ، خو د شانګهای د نړيوال نندارتون تبليغاتي کارونه نه دي ځندېدلي. د چين د سيلانۍ دولتي اداره به ژر يو بل فعاليت پيل کړی چې د چين په سلو ښارونو کې د دغه نندارتون يو لړ تبليغاتي فعاليتونه تر سره شي څو چې لا زيات هېوادوال نړيوال نندارتون ښه وپيژني. په ياد شوي سفر کې ډېر غړي به ژر خپلو دندو ته راستانه شي او په پرله پسې توګه به نړيوال نندارتون ته خپل خدمتونه سر ته ورسوي. د بس يو چلونکی ښاغلي چن ژو جيون وويل، شانګهای ته له راستنېدو وروسته به هغه دنده پر خپله غاړه واخلي چې د چيني او بهرنيو سيلانيانو په ملګرتيا او لارښوونې سره د شانکهای نړيوال نندارتون وګوري او د چين بېلا بېلو ځايونو ته سفر وکړي. دی وايي:

د نړيوال نندارتون بسونه له شانکهای څخه پيل او د جيانګ سو، ان هوی، شان دونګ، هه نان، هه بې ولايتونو او تيان جين ښار له تېرېدو وروسته په پای کې بېجينګ ښار ته رسېدلي دي. په لار کې مې له نړيوال نندارتون سره د هېوادوالو شوق او ذوق احساس کړی دی. د دغه فعاليت له پای ته رسېدو وروسته به د اپريل په منځنۍ لسيزه کې د دغه نندارتون د ترسره کولو پر نورو دندو پيل وکړم. زه په شانګهای ښار کې د يو اوسېدونکي په توګه احساسوم چې دغه نندارتون ته د خپلو خدمتونو برابرول زما اړينه وظيفه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای