CRI Online

له نړيوال نندارتون څخه د شانګهای غوره کلتور څرګندېدای شي.

cri     (GMT+08:00) 2010-04-19 20:29:50

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. په شانګهای کې د ٢٠١٠ کال نړيوال نندارتون به ژر د هوانګ پو سيند په دواړو غاړو کې پرانيستل شي. په داسې حال کې د شانګهای هنري ټولنه هم په جدي توګه د زياتو په زړه پورې پروګرامونو د جوړولو لپاره تياريانې نيسي. اوس مهال په شانګهای ښار کې بېلا بېل هنري پلاوي د خپلو پروګرامونو په جوړولو او تمرين کولو بوخت دي او د نړيوال نندارتون په ترڅ کې نندارچيانو ته د خپلو غوره پروګرامونو وړاندې کولو لپاره کوښښونه کوي. په چين کې د شانګهای نړيوال نندارتون پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه څه نا څه معلومات وړاندې کړو. هيله ده چې تاسو د پروګرام تر پايه پورې له ما سره پاتې شئ.

د مارکو پولو وروستۍ دندې په نامه د باليټ ډرامه چې د شانګهای د باليټ پلاوي او د جامو مشهور ديزاينر پيري کاردين له خوا په ګډه جوړېږي، د فرانسوي نندارتون په ځانګړې ورځ به نندارچيانو ته وړاندې شي. اوس مهال دغه ډرامه د تمرين په وروستۍ مرحله کې ده.

( لومړی اواز)

د تمرين په تالار کې نارينه او ښځينه عمده رولان سون شن يي او فان شياو فنګ د دوه نفري نڅا په تمرين بوخت وو. د دغې ډرامې عمومي هنري څارونکې مېرمن شين لي لي خبريالانو ته وويل چې د تېرې جنورۍ په پيل کې د دغې ډرامې د تمرين له پيل راهيسې زموږ د پلاوي ټول هنرمندانو او کارکوونکو له ټولو رخصتيو څخه لاس واخيست او زيات اضافي کارونه يې کړي دي. دغه راز د ځينو هرمندانو پخواني ټپيان بيا ناروغان شول. خو دوی نندارچيانو ته د په زړه پورې پروګرام وړاندې کولو په موخه تل پر خپلې دندې ټينګار وکړ.

( دوهم اواز)

زموږ عمده هنرمندان، د بېلګې په توګه سون شن يي او فان شياو فنګ لږ څه ټپيان شول. برسېره پر دې، هنرمندان جي پينګ پينګ او وو هو شنګ هم ناروغ شول. نه يوازې زموږ هنرمندان، بلکې زموږ هر کارکوونکي د روانې مياشتې په هره ورځ اضافي کارونه کوي.

( درېيم اواز)

د شانګهای د باليټ پلاوي د کوښښي تمرين پر همدې مهال د شانګهای ښار د نانځکو نمايش پلاوی هم ډېر بوخت دی. د نړيوال نندارتون په ترڅ کې به د دغه پلاوي د نانځکو دوه ډرامې ٤٠٠ نمايشونه نندارچيانو ته وړاندې شي. کله چې خبريال د دغه پلاوي له مشر ښاغلي هه شياو شينګ سره وکتل، هغه په ستيوديو کې د موسيقۍ په ايديټ کولو بوخت و. ښاغلي هه شياو شينګ وويل چې د دوی په يادو شويو دوو ډرامو کې د نانځکو نمايش تر ټولو نوی تخنيکونه او سرچينې کارول شوي دي چې د چيني نانځکو په دوديز هنر کې پرمختللي تخنيکونه شامل شوي دي.

( څلورم اواز)

اوس مهال اړوند کارکوونکي د شعارونو، موسيقۍ او د ډګر تر شا د زمينې په جوړولو بوخت دي. موږ په دې هڅه کې يو چې په وروستۍ مياشت کې ټول کارکوونکي سره يو ځای تمرينونه وکړو.

دغه دوه ډارمې به د ټاکلي پلان له مخې د راتلونکي اپريل په پنځه ويشتمه نېټه د نړيوال نندارتون په پارک کې ازمويښتي نندارې وکړي. خو له دې امله چې د تېر کال د دسمبر په پای کې د نندارې دغه وخت تازه ټاکل شوی او په دغو دوو ډارمو کې د رولونو شمېر ډېر دی چې هر يو يې له ١٠٠ نه زيات دی، نو د نانځکو نمايش پلاوي لپاره دا ډېر ستونزمن دی چې په څه دپاسه يوه مياشت کې نژدې ٣٠٠ پيچلي خو ډېر ښکلي نانځکې جوړې کړي. ښاغلي هه شياو شينګ خبريال ته وويل چې زموږ دنده ډېره درنه ده، خو وخت دومره ډېر نه دی.

په شانګهای ښار کې د هنري شخصيتونو لپاره د نړيوال نندارتو په ترڅ کې د شانګهای د فعاليتونو اووني به د دوی له خوا د خپلو پروګرامونو د ښودلو يوه ډېره ښه کړکۍ وګرځي. برسېره پر دې، د شانګهای ښار زيات هنري پلاوي به هم د نړيوال نندارتون د پرانيستلو او پای په مراسمو، د بېلا بېلو هېوادونو نندارتون په ځانګړو ورځو او د نمانځنې همدا شان فعاليتونو کې د نندارې دندې پر خپله غاړه واخلي.

ګرانو اورېدونکو، په چين کې د نړيوال نندارتون پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای