CRI Online

د نړيوال نندارتون کوربتوب کول د يو هېواد د پرمختګ لپاره ستر اهميت لري.

cri     (GMT+08:00) 2010-04-19 20:34:29

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. په شانګهای ښار کې د ٢٠١٠ کال نړيوال نندارتون به ژر پيل شي چې دا به په وروستيو ١٥٠ کلونو کې د ٤١ دورې نړيوال نندارتون وي. په دغو وروستيو ١٥٠ کلونو کې نړيوال نندارتون څرنګه بدلونونه کړي او د لومړۍ دورې نړيوال نندارتون د شانګهای د نړيوال نندارتون لپاره څنګه اهميت لري؟ د سي ار ای خبريالانو په دې اړه د بريتانيا د ويکتوريا او البيرت په نامه موزيم څخه ليدنه وکړه . دغه موزيم د بريتانيا له خوا د لومړۍ دورې د نړيوال نندارتون له کوربتوب وروسته د صنعتي او هنري ديزاين د پرمختګ هڅونې په موخه جوړ شوی دی. په چين کې د ٢٠١٠ کال نړيوال نندارتون پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه څه نا څه معلومات وړاندې کړو.

د ١٨٥١ کال د مې په لومړۍ ورځ د بريتانيا د ښځينه پاچا ويکتوريا خاوند البيرت په مشرۍ او لارښوونې د ټولو هېوادونو د صنعتي توليداتو نندارتون د دغه هېواد په پلازمېنه لنډن کې تر سره شو. دغه نندارتون د نړيوال نندارتون چارو ادارې له خوا په ټوله نړۍ کې د نړيوال نندارتون د لومړۍ دورې په توګه ټاکل شوی دی. د زياتو وګړيو په اند، دغه نندارتون له صنعتي انقلاب وروسته د بريتانيا له خوا نورو هېوادونو ته د خپل ځواک د ښودلو لپاره جوړ شوی دی. خو په لنډن کې د ويکوريا او البيرت موزيم مشر ښاغلي جونس د سي ار ای له خبريالانو سره د مرکې پر وخت دغه خبره يو ځل بيا تکرار کړه چې د بريتانيا له خوا د دغه نندارتون د جوړولو موخه له نورو هېوادونو څخه د تجربو زده کړه وه.

( لومړی اواز)

د بريتانيا په نظر، که دغه هېواد غواړي د صنعتي توليداتو د صادراتو په برخه کې خپل مخکښ ځای وساتي، نو بايد له نورو اروپايي هېوادونو، په تېره بيا د فرانسې له غوره ډيزاين څخه زده کړه وکړي.

د نړيوال نندارتون د لومړۍ دورې په ترڅ کې د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو نژدې ١٣ زره توکي نندارچيانو ته ښودل شوي دي. په دغه نندارتون کې د چين ځانګړې عرفه هم ليدل کېدله. خو له دې امله چې هغه وخت د چين او بريتانيا ترمنځ اړيکې په يوه حاسه موده کې وې، نو د چين توکي ډېر لږ وو. د ويکوريا او البيرت موزيم د اسيايي چارو څانګې مرستيالې مېرمن جکسون په دې اړه داسې معلومات ورکړل او و يې ويل

( دوهم اواز)

د نړيوال نندارتون اجرائيوي کمېټې د چين د هغه وخت حکومت ته يو پيغام ولېږه او په نړيوال نندارتون کې يې د ګډون په موخه د يو پلاوي د لېږلو په اړه بلنه ورکړه. خو له دې امله چې د چين او بريتانيا ترمنځ اړيکې په هغه وخت کې په يوه ستونزمنه مرحله کې وې چې د نړيوال نندارتون لومړۍ دوره د چين او بريتانيا ترمنځ د اپيوم له لومړۍ جګړې وروسته پيل شوه، نو ځکه چين خپل پلاوی نه دی لېږلی. له دې سره سره، اجرائيوي کمېټې وغوښتل چې په خپل نندارتون کې چيني توکي وښودل شي، نو ځکه دوی په لنډن کې له يو سوداګر څخه غوښتنه کړې چې يو شمېر چيني توکي راغونډې کړي. د دې تر څنګ يو بل بريتانوی مامور لنډن ته د دغو چيني توکو د انتقالولو لپاره له ياد شوي سوداګر سره مرسته کوله. نو ځکه د نړيوال نندارتون د لومړۍ دورې په موده کې د چين ځانګړی عرفه موجوده وه.

د ١٨٥١ کال د مې له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر پنځلسمې نېټې پورې د نړيوال نندارتون لومړۍ دورې څه دپاسه ٥ مياشتې دوام درلودې چې څه دپاسه شپږ مليونه تنو نندارچيانو يې راجلب کړي دي. دغه شمېر د هغه وخت د بريتانيا د عمومي نفوس يو په درېيمه برخه نيولې ده. ښاغلي جونس وويل چې دغه نندارتون د بريتانيا د ټولنيز پرمختګ لپاره ډېر مهم رول لوبولی دی.

( درېيم اواز)

د نړيوال نندارتون له لومړۍ دورې څخه څرګندېږي چې د نړۍ په کچه د نندارتون جوړول ډېر واقعي رول لوبولای شي او پر همدې مهال پر خپل ملت د وګړيو د وياړي احساسولو لپاره هم ګټه لري. په ١٨٥١ کال کې زيات شمېر بريتانيايانو دغه نندارتون کتلي دي.

برسېره پر دې، د لومړۍ دورې نړيوال نندارتون هم د يو لک او شپږ اتيا زرو پانو په ارزښت ګټې رسولې دي. تر اوسه پورې، د بريتانيا، فرانسې او امريکا په ګډون پرمختللو هېوادونو د ٤٠ دورو نړيوال نندارتونونه جوړ کړي دي.

ګرانو اورېدونکو، په چين کې د ٢٠١٠ کال نړيوال نندارتون پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوي وي. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای