CRI Online

د شانګهای د نړيوال نندارتون په پارک کې به د ابادۍ ټولې پروژې ژر پای ته ورسېږي.

cri     (GMT+08:00) 2010-04-19 20:36:29

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د شانګهای نړيوال نندارتون چې د برخه والو شمېر به په تاريخ کې تر ټولو زيات وي، د راتلونکې مې په لومړۍ نېټه به پرانيستل شي. د شانګهای د ښاروال دايمي مرستيال او د شانګهای نړيوال نندارتون د اجرائيوي کمېټې دايمي مرستيال ښاغلي يانګ شيونګ د مارچ په دېرشمه نېټه په شانګهای کې سل تنو بهرنيو او کورنيو خبريالانو ته څرګنده کړه چې د نړيوال نندارتون په پارک کې به د ابادۍ ټولې پروژې ژر پای ته ورسېږي او په بېلا بېلو نندارتونونو کې د شيانو ايښودلو کارونه اوس روان دي. شانګهای به تر خپلې وسې پورې د نړيوال نندارتون په موده کې ټولنيز امنيت او نظام تامين کړي، څو چې سيلانيان په امن سره دلته ليدنه کتنه وکړي. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه څه نا څه معلومات وړاندې کړو. هيله ده چې تاسو د پروګرام تر پايه پورې له ما سره پاتې شئ!

د شانګهای نړيوال نندارتون څو تاريخي ريکارډونه قايم کړي دي. د بېلګې په توګه، دا لومړی ځل دی چې په يو پرمختيايي هېواد کې دغه ډول عمومي نندارتون جوړېږي او ٢٤٢ هېوادونه او نړيوال سازمانونه به پکې ګډون وکړي.

د شانګهای ښاروال دايمي مرستيال او د شانګهای نړيوال نندارتون د اجرائيوي کمېټې دايمي مرستيال يانګ شيونګ وويل چې اوس د چين نندارتون، عمومي نندارتون، د نړيوال نندارتون مرکز او د نړيوال نندارتون کلتوري مرکز په شمول څو دايمي ودانۍ بشپړې شوې دي او زياتره نندارتونونه چې د بېلا بېلو هېوادونو، تصديو او ښارونو له خوا پخپله جوړېږي، اوس د ښکلی کېدو په حال کې دي. د شانګهای نړيوال نندارتون پارک به د اپريل په شلمه نېټه په ازمويښتي سره پرانيستل شي.

( لومړی اواز)

اوس مهال ٤٢ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو پخپله نندارتونونه جوړ کړي دي چې زياتره يې د شيانو په ايښودلو بوخت دي. ٧٠ سلنه نندارتونونه چمتو دي چې د اپريل په شلمه نېټه په ازمويښتي سره پرانيستل شي. امکان شته چې ځيني هېوادونه او نړيوال سازمانونه د ځينو لاملونو له امله پر وخت نشی پرانيستلای، خو د دغه ډول نندارتونونو شمېر ډېر کم دی. دغه ډول حالت د نړيوال نندارتون په هره دوره کې ليدل کېږي.

د سي ار ای خبريال د نړيوال نندارتون په پارک کې ليدلی چې ځيني نندارتونونه لا هم د ابادۍ په حال کې دي، خو زياتره يې اوس دننه د ښکلې کېدو په حال کې دي. د امريکا نندارتون چې پراخوالی يې ٦٠٠٠ مربع مترو ته رسېږي او د پراخوالي په برخه کې يې له چين نه وروسته دوهم ځای نيسي، اوس د وروستي ازموينې مرحلې ته ننوتلی دی. د امريکا نندارتون لومړی مېنيجر ښاغلي جيرمين زموږ خبريال ته وويل چې دغه نندارتون له نورو نندارتونونو سره يو ځای پر وخت پرانيستل شي.

( دوهم اواز)

اوس زموږ نندارتون له نورو نندارتونونو سره يو شان د ښکلی کېدو په حال کې دی. موږ اوس د ډيواګانو په ازموينې بوخت يو او د نندارتون اړوندې لايحې جوړوو.

د اټکل له مخې، که د نړيوال نندارتون په موده کې د سيلانيانو شمېر ٧٠ مليونو تنو ته رسېږي، نو دغه معنی به ورکول شي چې د نړيوال نندارتون په ١٨٤ ورځو کې هره ورځ نژدې ٤ لکه تنه په دغه پارک کې ليدنه وکړي. دا به د نړيوال نندارتون په موده کې ټولنيز امنيت او منظمې ادارې ته زيات ګواښ ورسوي. د شانګهای نړيوال نندارتون د اجرائيوي کمېټې مرستيال ښاغلي يانګ شيونګ په دې اړه څرګنده کړه:

( درېيم اواز)

سيلانيان بايد دغه پارک ته د ننوتلو لپاره ډېر سخته او جدي پلټنه ومني. هيله لرم چې هر يو را سره همکاري وکړي.

تر اوسه پورې د شانګهای ښاروالي دغه پارک ته د سيلانيانو د ننوتلو، د ډوډۍ خوړلو او تګ راتګ په شمول څو خدمتي برخو کې زياتې لايحې جوړې کړې دي.

ګرانو اورېدونکو، په چين کې نړيوال نندارتون پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای