CRI Online

د شانګهای نړيوال نندارتون په پارک کې د غوره ښارونو له ځانګړې سيمې څخه ليدنه کتنه.

cri     (GMT+08:00) 2010-04-19 20:38:19

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د هسپانيا بارسېلونا ښار يو ډېر ښکلی بندري ښار دی. په دغه ښار کې رڼا روښانه ده، سمندر يې شين، اسمان يې ابي او اقليم يې ډېر ښه دی، نو له دې امله دغه ښار پر مديتراني سمندر د يوې ملغلرې په توګه ګڼل کېږي. د دې تر څنګ بارسېلونا هم له لرغوني تمدن او عصري تخنيکونو څخه يو ډک ساحلي ښار دی. دغه ښار په جدي توګه د کلتوري ميراثونو د ساتلو تر څنګ هم په فعاله توګه نوې ښاري سيمه ابادوي چې په پر له پسې توګه د ښار د پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک برابروي.

د شانګهای نړيوال نندارتو په موده کې چې ژر به پرانيستل شي، د بارسېلونا ښار به د دوو مثالونو له لارې خپلې ځانګړتياوې او تفوق نړيوالو ته وښيي. په چين کې د ٢٠١٠ کال نړيوال نندارتون پروګرام په نننۍ کړۍ کې به له تاسو درنو اورېدونکو سره يو ځای د شانګهای نړيوال نندارتون پارک د بارسېلونا ښار له ځانګړې سيمې څخه ليدنه کتنه وکړو او تاسو ته په دې اړه څه نا څه معلومات وړاندې کړو. هيله ده چې تاسو د پروګرام تر پايه پورې له ما سره پاتې شئ!

د بارسېلونا ښار نندارتون د شانګهای نړيوال نندارتون پارک د غوره ښارونو په ځانګړې سيمه کې پروت دی. دغه ښار يوازنی ښار دی چې په دغه ځانګړې سيمه کې به دوه مثالونه وښيي چې په جلا جلا توګه د مرکزي پخواني ښاري سيمې بيا ابادي او د نوې ښاري سيمې ابادي. د بارسېلونا نندارتون طرح کوونکی ښاغلي انووروس په دې اړه داسې معلومات ورکړل او و يې ويل:

( لومړی اواز)

موږ په خپل نندارتون کې د شيانو ايښودلو سيمو ته ټاپوګان وايو چې موږ دغه شان ٥ ټاپوګان لرو او اصلي موضوعاګانې يې په جلا جلا توګه عمومي ځای، سړکونه، بنسټيز تاسيسات، کورونه، ټولنيز ځواک او اقتصادي بيا سمسورتيا دي. د هر ټاپو په دوو اړخو کې د ٧ مترو په اوږدوالي او پراخوالي دوې هندارې ليدل کېږي. نو ځکه سيلانيان به فکر وکړي چې دوی په بارسېلونا ښار کې وای.

د دې تر څنګ د پنځو ټاپوګانو په منځ کې طرح کوونکي هم د دوو لويو ويډيويي پردو په کارولو سره د بارسېلونا لرغونۍ او اصلي بڼې څرګندوي. ښاغلي انووروس په دې اړه د سي ار ای خبريال ته وويل

( دوهم اواز)

د بارسېلونا نندارتون د طرح کولو اصلي موضوع هنداره ده. هنداره يوه نښه ده چې ترې سيلانيا نه يوازې د دغه ښار تاريخ کتلای شي، بلکې د دغه ښار په زړه پورې راتلونکې هم فکر کولای شي. نو ځکه موږ زياتې هندارې کارولې دي.

ټولو ته معلومه ده چې مشهور طرح کوونکی انتونيو ګاودي او د ده ډېر وتلی وداني د بارسېلونا ښار تر ټولو مشهوره نښه ده. د بېلګې په توګه د دغه ښار په ګويل پارک کې د خيالي ښامار په څېر د ګاودي په نامه د کاشي کاشي کاري له خوا جوړه شوې مجسمه تر ټولو زياته پاملرنه راجلبوي. دغه ځل د بارسېلونا ښاروالۍ د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د ګډون لپاره په ځانګړي توګه دغه مجسمه کاپي کړی او د يوې تحفې په توګه يې چين ته ورکړی دی. د بارسېلونا نندارتون مشر ښاغلي فېرن فېرير په دې اړه څرګنده کړه:

( درېيم اواز)

ولې موږ د تحفې په توګه ګاوډي خيالي ښامار غوره کړی، ځکه چې دغه مجسمه د بارسېلونا ښار يوه مشهوره نښه ده. خيالي ښامار د چين په دوديز کلتور کې ډېر مهم ځای لري. نو موږ هيله لرو چې زموږ له خوا دغه کاپي شوې خيالي ښامار چينايانو ته نيکمرغه ورسوي.

ګرانو اورېدونکو، که تاسو غواړي له نژدې د بارسېلونا ښار ښکلې منظرې وګوري او د دغه ښار رنګا رنګ کلتورونه احساس کړي، نو شانګهای ښار ته راځئ او د نړيوال نندارتون پارک له بارسېلونا نندارتون څخه ليدنه کتنه وکړئ. په چين کې د شانګهای نړيوال نندارتون پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای