CRI Online

په نيويارک کې د چين عمومي قنسل خانې د ٢٠١٠ کال شانګهای نړيوال نندارتون د هرکلي مېلمستيا جوړه کړه

cri     (GMT+08:00) 2010-04-27 15:25:16

په نيويارک د چين لوی قنسل د روانې مياشتې په نهمه نېټه د ٢٠١٠ کال د شانګهای نړيوال نندارتون د هرکلي مېلمستيا جوړه کړه چې د راتلونکې مياشتې په لومړۍ نېټه به پرانيستل شي. په نيوياک کې د چين د لوی سفير پونګ که يو، د نيويارک ايالت د استازيو جرګې د غړي ويليام کولتون، د امريکا د ضمير غوښتنې صندوق د رئيس رابي شنېر، د امريکا په ختيځ د اوسېدونکو چينايانو ټولنې د استازيو او د بېلا بېلو ساحو د استازيو په شمول څه دپاسه شپږ سوه تنو په همدې ورځ په دغه مېلمستيا کې ګډون وکړ.

لوی سفير پونګ که يو په همدې ورځ مېلمستيا کې په امريکا کې اوسېدونکو چينايانو او د بېلا بېلو ساحو دوستانو ته بلنه ورکړه چې د شانګهای نړيوال نندارتون وګوري، چين ته سفر وکړي او نړۍ ته کتنه وکړي. ده وويل، د ٢٠١٠ کال شانګهای نړيوال نندارتون د ٢٠٠٨ کال له بېجينګ اولمپيک لوبو وروسته يوه بله نړيواله لويه غونډه ده چې د چين په کوربتوب به جوړه شي. دا هم لومړی ځل دی چې نړيوال نندارتون په يو پرمختيايي هېواد کې تر سره کېږي. د شانګهای نړيوال نندارتون به نړيوالو ته د چينی ملت د پنځه زرو کلونو تاريخ او تمدن، د نوي چين د جوړېدو له شپېتو کلونو راهيسې، په تېره بيا د اصلاحاتو او ورخلاصون د پلي کېدو له دېرشو کلونو پدې خوا د چين برياليتوبونه وړاندې کړي. بر سېره پردې به د اقتصاد د پرمختګ، د همغږې ټولنې د جوړولو، د نړيوال دوستانه تګ راتګ او د متقابلو ګټو پر بنسټ د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا لپاره د چين د حکومت او وګړيو هڅې به هم نړيوالو نندارچيانو ته وړاندې شي.

پونګ که يو وويل، د شانګهای نړيوال نندارتون به د چين او امريکا ترمنځ د نظريو تبادلې او همکارۍ پياوړتيا ته ښه فرصتونه برابر کړي. پونګ که يو د دغه نندارتون د جوړولو په اړه د امريکا د حکومت او وګړيو د ملاتړ له امله مننه څرګنده کړه او په دغه نندارتون کې د امريکا د دوانۍ د تيارولو او جوړولو په برخه کې د امريکا د خدمتونو ستاينه وکړه. سفير پونګ که يو وويل:

د امريکا ودانۍ چې په شانګهای نړيوال نندارتون کې تر ټولو له لويو ودانيو څخه يوه ده، په غيږ کې د ننګونو نيولو ځانګړې موضوع سيلانيانو ته وړاندې کړي چې د ٢٠٣٠ کال د امريکا ښارونو ته سفر وکړي او د دواملرونکی پرمختګ، د ډله ييز کار د روحيې، د روغتيائی ژوند ، د هڅو او برياليتوبونو په شمول بېلا بېلو مفکورو پوهاوی وکړئ. د شانګهای نړيوال نندارتون به نه يوازې امريکا ته هغه ډګر برابر کړي چې نړيوالو ته به خپله سوداګري، ساينس، کولتور او ارزښتونه څرګند کړي، بلکې د چين او امريکا د وګړيو ترمنځ تفاهم او دوستي، د اقتصاد، سوداګرۍ، کولتور، ساينس او ټېکنالوژۍ په شمول بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نظريو تبادلې او همکاري پياوړې کړي.

د نيويارک ايالت د استازيو جرګې غړي ويليام کولتون په همدې ورځ د مبارکۍ پيغام راوړ چې د دغه ايالت د پارلمان له خوا لېږل شوی او هيله يې څرګنده کړې وه چې دغه نندارتون بريالی شي. ده وويل، د شانګهای ښار د اقتصاد او ټولنې پرمختګ د حيرانتيا وړ دی. دا يوه ډېره ښه او معقوله غوره ده چې د ٢٠١٠ کال نړيوال نندارتون په شانګهای ښار کې تر سره شي. ښاغلی کولتون وايي:

شانګهای انتخاب شو چې د ٢٠١٠ کال نړيوال نندارتون جوړ کړي. دا يو ډېر مناسب انتخاب دی او د نيويارک ښار په ګډون د ټولې نړۍ د بېلا بېلو ښاريانو لپاره يو ډېر مهم کار هم دی.

ښاغلي کولتون باور څرګند کړ چې د شانګهای نړيوال نندارتون به خپل برياليتوبونه تر لاسه کړي او شانګهای حتی چين به له دغه نندارتون څخه تر ټولو زياتې ګټې واخلي.

په همدې ورځ د دغه نندارتون په اړه يو شمېر تبليغاتي انځورنه او کتابونه د مېلمستيا د جوړېدو په ځای کې ايښودل شوي وو. ډېرو مېلمنو ويلې چې دوی له شانګهای نړيوال نندارتون څخه د له ليدنې هيلې لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای