CRI Online

د فرانسې د روني الپيس سيمه

cri     (GMT+08:00) 2010-04-27 15:28:08

د يو شمېر هېوادونو او سيمو لپاره د ٢٠١٠ کال د شانګهای په نړيوال نندارتون کې ګډون د دوی لومړی ځل دی چې په چين کې سره راغونډېږي. خو د فرانسې د روني الپيس سيمې لپاره په دغه نندارتون کې ګډون د زړو دوستانو د حال احوال د پوښتنې او د نويو دوستانو د پېژندلو يو فرصت دی.

روني الپيس سيمه د فرانسې په جنوب ختيځ کې موقعت لري او له پاريس سيمې وروسته د فرانسې يوه بله ډېره پرمختللۍ سيمه ده. دغې سيمې په ١٩٨٧ کال کې د چين له شانګهای ښار سره دوستانه اړيکې ټينګې کړې او د دغې سيمې د رئيس په اند له چين سره د دغې سيمې اړيکې د تېرې پېړۍ په دوهمې لسيزې کې پيل شوې.

د روني الپيس سيمې او شانګهای ښار ترمنځ دوستانه اړيکې په ١٩٨٧ کال کې جوړې شوې او تر اوسه پورې يې څلورويشت کلن تاريخ لري. له ١٩٢١ کال څخه تر ١٩٤٦ کال پورې د فرانکو چينويس انستيتوټ چې د دغې سيمې په مرکز کې پروت و، د چين د اقتصاد، ساينس او تکنولوژۍ په ساحو کې پنځه سوه تنه مسلکي کسان منلي وو. ډېر کسان يې وروسته د چين په تاريخ کې مهمې څېرې ګرځېدلې، مثلأ جو ان لای، دنګ شياو پينګ، مارشال چن يي او داسی نور.

د دغې سيمې رئيس وويل، هيله ده چې نه يوازې د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د فرانسوي کولتور نړيوالو ته وښودل شي، بلکې د دغه فرصت له لارې ډېر نوی دوستان وپېژندل شي چې دواړو هېوادونو ته د سوداګرۍ ډېر زيات فرصتونه برابر شي.

د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د څو اونيزې د نندارې له لارې موږ هيله لرو چې زموږ د روني الپيس په سيمه کې شرکتونه له چيني شرکتونو سره د سلامشورې او د نظريو تبادلې فرصتونه تر لاسه کړای شي. د دې ترڅنګ موږ هم غواړو چې چيني شرکتونو ته زموږ له سيمې څخه د ليدنې بلنه ورکړو. د دغه عمل موخه دا ده چې چيني شرکتونه د روني الپيس په سيمه کې د پانګونې چاپيريال په ښه ډول وپېژني.

د روني الپيس سيمې او چين ترمنځ د سوداګريزې همکارۍ د پياوړتيا لپاره به د دغې سيمې د نندارې ځای يو بل رول ولوبوي چې د دغه نندارتون له پای ته رسېدو وروسته پاتی شي او په شانګهای ښار کې به د روني الپيس سيمې د ميثتو شرکتونو د کارکوونکيو پر دفتر بدل شي.

موږ هيله لرو چې د نندارې ځای نه يوازې د شپږو مياشتو لپاره پاتی شي. د دغې مسئلې په هکله مو د شانګهای ښار له اړوندو خواوو سره سلامشورې وکړې او په پای کې مو موافقې ته رسېدلی چې دغه ځای به د شلو کلونو لپاره وساتل شي. د دغه نندارتون له پای ته رسېدو وروسته به په شانګهای کې د روني الپيس سيمې د ميشتو شرکتونو کارکوونکي دغه ځای ته انتقال شي.

د مې مياشت چې ژر رارسېدونکې، د رنګا رنګ ګلانو د غوړيدا موسم دی. د روني الپيس سيمې د نندارې په ځای کې د ګلاب يو وړونکی باغ ليدل کېږي چې د چين او د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو سيلانيان جلب کړي. د روني الپيس وګړي هيله لري چې د ګلاب خوش بويه چين ته او د شانګهای ښار جذبيت او ښکلا هم فرانسې ته ورسوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای